کرېکټ نړیوال جام: هند استرالیا ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عنايت الحق ياسيني
- دنده, هند
د هند په چنای ښار کې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ د نړیوال جام په پنځمه لوبه کې کوربه هند استرالیایۍ لوبډلې ته په شپږو وېکټو په ۴۲ اور کې ماته ورکړه.
د استرالیا کپتان د پچې يا ټاس له ګټلو وروسته د تېرو څلور لوبو برخلاف خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د خپلې پرېکړې په اړه هغه وویل٬ "پېچ وچ او بټېنګ لپاره ښه دی" خو د هغه پرېکړه استرالیا ته د منډو جوړولو په لړ کې سمه تمامه نه شوه او ټول ټیم یې د ۱۹۹ منډو جوړولو وروسته په پنځوسم اور کې وسوځېد.
کله چې د هند لوبډلې توپ وهنه يا بټېنګ پیل کړ د استرالیا توپ اچوونکو په لومړیو دوو اورونو کې د هند درې لوبغاړي چې یوازې دوه منډې یې جوړې کړې وې وسوځول. خو له هغې وروسته وېراټ کولي او کې اېل راهول په دقت سره توپ وهنه وکړه او هند يې د بري په لور یوړو.
وېراټ کولي د ۸۵ منډو په جوړولو وروسته وسوځېد او کې اېل راهول ناسوځېدلې منډې ۹۷ منډې جوړې کړې
د نننۍ لوبې لپاره د چینایی لوبغالي ته لوی شمېر کې هندیان راغلي وو.
دا د روان جام پنځمه لوبه وه. ټاکل شوې سبا د نیوزیلنډ او هالنډ ترمنځ لوبه وي.
د افغانستان دویمه لوبه د چارشنبې په ورځ ډیلي کې هند سره ده.
بلخوا د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي د جام څلورمه لوبه کې چې د جنوبي افریقا او شریي لنکا ترمنځ وه د شري لنکا لوبډله په ټاکلي وخت کې د پنځوسو اورونو نه پوره کولو له امله جریمه کړې.
د دې پرېکړې له مخې د شري لنکا له ټیمه به د فیس له سلنې اخیستل کېږي. دا په روان نړیوال جام کې د خپل ډول لومړنۍ پرېکړه ده.
له پنځو لوبو وروسته نیوزیلند، پاکستان، بنګله دېش، جنوبي افریقا او هند جدول کې دوه دوه پواینټونه ترلاسه کړي دي.











