هند کې د ۲۰۲۳ کال کرېکټ نړیوال جام؛ د افغانستان لوبو ته کتنه

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون د نړۍ لس غوره لوبډلې له یوه بل سره مخ دي.

د پيل لوبه د تېر ۲۰۱۹م نړیوال جام د ګټونکي انګلنډ او د هغه مهال له ماتې خوړونکې نېوزلنډۍ لوبډلې سره وه چې دا ځل په کې نيوزيلنډ بريا خپله کړه.

په پام کې ده چې د نړیوال جام ۴۸ لوبې د هند په ۱۲ مشهورو لوبغالو کې تر سره شي. دا لوبغالي د هند په بېلابېلو ښارونو کې پراته دي.

په دغه نړیوال جام کې هره لوبډله له یوه بل سره لږ تر لږه یو ځلې لوبه کوي او په دې حساب افغانستان او هره بله لوبډله هرو مرو ۹ سیالۍ کوي.

که کومه لوبډله له دې سیالیو یوه ګټي نو د کرېکټ نړیوالې شورا ورته د ۴۰ زره امریکايي ډالرو د انعام ورکولو اعلان کړی دی.

افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، افغانستان دغه نړیوال جام کې خپله لومړۍ رسمي لوبه د اکتوبر پر ۷مه له بنګله دېش سره کوي.

دا د نړیوال جام درېیمه لوبه ده چې ټاکل شوې د هند په درمشالا لوبغالې کې وشي.

دواړه لوبډلې پخپلو منځو کې څو ځله سره لوبېدلې دي او د افغان مینه والو لپاره شاید ښه خبر دا وي چې په وروستي ځل پرې افغان لوبډله په بنګله دېش کې برلاسې وه؛ که څه هم اسیا جام کې یې له بنګله دېشه په لوی توپير ماتې وخوړه.

افغانستان جولای میاشت کې له بنګله دېشه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په ګټلو سره ښه دریځ کې دی.

افغانستان د هند پر وړاندې

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان دویمه لوبه د اکتوبر په ۱۱مه له هند سره ده، دا لوبه په ډهلي کې پلان ده.

دا د نړیوال جام نهمه لوبه ده چې هند کې د ورځې لږ ناوخته پیل او تر شپې به دوام کوي.

دواړه لوبډلې لږ تر لږه په درېیو یو ورځنیو سیالیو کې سره مخ شوې چې لومړۍ هغه یې په ۲۰۱۴م کال کې په لوړ توپیر هند ګټلې وه. دویمه لوبه ۲۰۱۸م کې وه چې افغانستان مساوي کړه او درېیمه هغه یې هم ۲۰۱۹م نړیوال جام کې وه چې هند یوازې د ۱۱ منډو په توپير وګټله.

افغانستان د انګلنډ پر وړاندې

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

په نړیوال جام کې د افغانستان درېیمه لوبه د تېر نړیوال جام له اتلې لوبډلې انګلند سره ده.

دا لوبه د اکتوبر میاشتې پر ۱۵مه په ډهلي کې کېږي.

دا دواړه لوبدلې د ۲۰۱۶ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام کې هم په همدې لوبغالي کې سره مخ وې چې افغانستان یې پر وړاندې ښه لوبه کړې وه.

افغانستان او انګلند کله خپل‌منځي لوبلړۍ نه ده کړې خو دوه ځلې په تېرو نړیوالو جامونو کې سره مخ شوي او دواړه لوبې په لوی توپیر انګرېزې لوبډلې ګټلې دي.

افغانستان د نیوزلنډ پر وړاندې

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان او نیوزلنډ تر منځ لوبه د نړیوال جام ۱۶مه او د افغانستان څلورمه هغه ده.

ټاکل شوې دا لوبه د چینای په لوبغالي کې د اکتوبر میاشتې په ۱۸مه نېټه وشي، افغان او نیوزلنډۍ کرېکټ لوبډلې هم یوازې په نړیوالو جامونو کې له یوه بل سره لوبېدلې لوبډلې دي او د یوه بل پر وړاندې ډېره تجربه نه لري.

د ۲۰۱۵ او بیا ۲۰۱۹م نړیوالو جامونو کې د افغانستان او نیوزیلنډ تر منځ پلان شوې لوبې نیوزلنډ ګټلې وې.

د درېیمې مقابلې برخلیک به دا ځل په هند کې معلومېږي.

افغانستان د پاکستان پر وړاندې

cricket

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، افغان لوبډلې پاکستانۍ هغې ته د ماتې ورکولو ریکارډ تېره مارچ میاشت کې جوړ کړ، هغه مهال یې له پاکستان څخه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله

د افغانستان او پاکستان تر منځ د نړیوال جام په چوکاټ کې دا لوبه د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۳مه د دوشنبې په ورځ ده.

دا به په دغه نړیوال جام کې د افغانستان پنځمه لوبه وي.

دا لوبه هم په چینای کې کېږي، که څه هم پاکستان د کرېکټ له نړیوالې شورا د دې لوبې د لوبغالي بدلېدو غوښتنه کړې وه خو تنظیموونکو یې وړاندیز نه دی منلی.

هغه مهال ویل کېدل چې دا لوبغالی ورو بال ته ډېر جوړ دی او پاکستانۍ لوبډله د افغان هغې پیاوړي ورو بال ته په کتو فکر کوي چې لوبه یې په لوی لاس دلته له افغانستان سره تنظیم شوې ده.

افغان او پاکستانۍ لوبډلې له نړیوال جام ور ها خوا وخت نا وخت په خپل منځي سیالیو کې هم سره لوبېدلې خو ټولې یو ورځنۍ لوبې پاکستان ګټلې دي.

افغانستان تېره مارچ میاشت کې لومړی ځل له پاکستانه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ګټلې وه خو په یو ورځنیو سیالۍ کې یې لا د پاکستان پر وړاندې د بریا حساب نه دی پرانېستی.

افغانستان د شري لنکا پر وړاندې

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان د ۲۰۲۳م کرېکټ نړیوال جام په چوکاټ کې شپږمه لوبه له شري لنکا سره کوي، دا لوبه د اکتوبر میاشتې پر ۳۰مه په پونا ښار کې پلان ده.

دا د نړیوال جام له ټولو ۴۸ لوبو یې دېرشمه هغه ده.

د دغو دوو هېوادونو تر منځ تر ټولو جالبه لوبه تېره میاشت د اسیا جام سیالیو کې وه چې افغانستان پکې له یوې خورا په زړه پورې لوبې وروسته ماته ومنله.

د افغانستان او شري لنکا تر منځ په وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې یې یوه افغانستان ګټلې.

افغانستان د نېدرلنډ پر وړاندې

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نېدرلنډۍ لوبډله تېر نړیوال جام کې نه وه خو افغانستان ورسره پخوا ډېرې خپل منځي لوبې کړې دي

افغانستان د نړیوال جام په چوکاټ کې خپله اوومه لوبه د نېدرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې کوي، دا د نړیوال جام ۳۴مه لوبه ده چې د هند په لکنو لوبغالي کې په پام کې ده.

دا لوبه د نومبر میاشتې په درېیمه د جمعې په ورځ کېږي.

تېرو لوبو ته په کتو افغانستان د نېدرلنډ پر وړاندې واضح برلاسی دی، وروستیو لوبو ته په کتو دې لوبه کې هم د افغان لوبډلې د بریا اټکل نه شي ردېدلای.

د دوی دواړو تر منځ په وروستیو پنځو یو ورځنیو لوبو کې ۴ هغه یې د افغانستان په بریا پای ته رسېدلې.

افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان او اسټرالیا تر منځ د نړیوال جام دا لوبه د بلې میاشتې (نومبر په اوومه) پلان ده.

دا لوبه د ممبۍ ښار په وانکېډ نومي مشهور لوبغالي کې کېږي، د دغه لوبغالي بانډرۍ یا پولې د هند د ځينو نورو لوبغالو پرتله وړې دي او لوبغاړي پکې اسانه څلوریزې او شپږیزې وهلی شي.

اسټرالیا که څه هم افغانستان سره خپل منځي سیالیو ته په اسانه زړه نه دی ښه کړی خو تر اوسه یې په ۲۰۱۵م بیا ۲۰۱۹م نړیوالو جامونو کې لوبډله له افغانستان سره مخ شوې.

دواړه ملي لوبډلې په ۲۰۱۲م کال کې هم په یو ورځنۍ لوبه کې سره مخ شوې خو دا درې واړه لوبې په لوی توپیر افغانستان بایللې دي.

افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د معلوماتو له مخې سویلي افریقا یوازېنۍ هیواد دی چې افغانستان ورسره یوازې یوه رسمي لوبه کړې

دا د نړیوال جام په لومړي پړاو ګروپي سیالیو کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې وروستۍ لوبه ده چې د مهالوېش له مخې ټاکل شوې د نومبر په لسمه د جمعې په ورځ تر سره شي.

د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ دا لوبه د هند په نوي ستر لوبغالي حیدراباد کې تر سره کېږي.

دا دواړه لوبډلې نږدې څلور کاله وروسته په پلان شوې لوبه کې سره مخ دي، له دې وړاندې افغانستان او سویلي افریقا یوه یو ورځنۍ لوبه کړې چې سویلي افریقا د ۹ وېکټو په توپېر ګټلې ده.

دواړه لوبډلې د سپتمبر په ۲۹مه یوه تمریناتي لوبه کې هم سره مخ وې خو د نړیوال جام دا تمریناتي لوبه د باران له کبله ونه شوه.

د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام لوبې چې د هند په کوربه‌توب کېږي، ټولټال نږدې یوه نیمه میاشت وخت نیسي.

هغه لوبډلې چې ډېرې لوبې ګټي او د جدول د سر څلور ځایونه نیسي په بل پړاو کې به بیا د یوه بل پر وړاندې ځانونه ازمایي.

د افغانستان مهمې او ډېرې کتونکې لوبې به کومي وي؟

cricket

د عکس سرچینه، acb

افغان لوبډلې او مینه والو ته یې د کرېکټ هره لوبه له اهمیته او ولولو ډکه وي؛ په تېره بیا د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره د افغان لوبډلې لوبې او هغه هم په نړیوال جام کې.

د دوی له منځه که څه هم ډیری افغانان د پاکستان او افغانستان تر منځ سیالۍ ډېرې څاري او خوښوي یي خو د کرېکټ نړیوالې شورا د رپوټ له مخې، د نړیوال جام بله سیاله او مهمه لوبه به د افغانستان او بنګله دېش تر منځ وي .

دغې شورا د لوبې اهمیت په دې کې بللی چې دا د دغو دواړو سیالو لوبډلو ترمنځ په دغه نړیوال جام کې لومړۍ لوبه ده چې که هر څوک یې ګټي مورال به یې ورسره لوړېږي.

افغان لوبډله دا ځل د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره په ډېرو سیالیو کې مخ ده، وبه کتل شي چې افغان لوبغاړي چې اوس یې تجربه ډېره او د هند له میدانونو سره اشنا دي څنګه لوبېږي.

افغانستان له دې وړاندې د ۲۰۱۹م نړیوال جام اتلولیو کې کومه لوبه نه وه ګټلې خو په ۲۰۱۵م کال کې یې بیا له سکاټلنډه په وروستیو شېبو کې یوه لوبه وګټله.

د شاپور ځدراڼ په شاټ د بریا او ویاړ هغو شېبو ته به دا ځل بیا د ډېرو پام او سترګې وي.