بنګله دېش د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, بي بي سي- درم شالا، هند

نن شنبه اکتوبر ۷مه د بنګله دېش لوبډلمشر شکیب الحسن ټاس یا پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان پیل په پرتله ییز ډول ښه و ، خو وروسته له رحمان الله ګربز پرته یو افغان لوبغاړی هم د بنګله دېش د سپین او تېز توپ اچوونکو پر وړاندې و نه شو درېدلی او ټوله لوبډله په اته دېرشم اور کې وسوځېدله، په دتوګه یې یواځې ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړي رحمان الله ګوربز له نننۍ لوبې وروسته بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، دوی نن ګڼ شمېر تېروتنې وکړې، چې له کبله یې لوبه بایلوده. نوموړی زیاتوي، راتلونکو لوبو کې به هڅه کوي، چې دا تېروتنې تکرار نه شي.

د بنګله دېش له لوري شکیب الحسن او مهدي حسن مېراز درې درې لوبغاړي وسوځول.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

کله چې بنګله دېش خپله توپوهنه پیل کړه په ۱۹ منډو یې لومړنی لوبغاړی وسوځېد، او اته رنزه وروسته فضل حق فاروقي دویم لوبغاړی لټن داس وسوځولو.

له هغه وروسته مهدي حسن مېراز او نجم الحسن شانتو ښې لوبې کولو سره د بنګله دېش په بری کې لوی رول ولوباوه. بنګله دېش لومړی ښه بالنګ، او فیلډنګ او وروسته ښې توپوهنې سره په ۳۵ م اور کې د ۱۵۷ رنزونو هدف یواځې د څلورو لوبغاړو سوځېدو سره پوره کړ.

دا بری به راتلونکو لوبو کې د بنګله دېش په مورال ډېر مثبت اغېز ولري. مهدي حسن مېراز د درې افغان لوبغاړو سوځولو او ۵۷ رنزونو جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

نن د درم شالا لوبغالي ته لوی شمېر کې د بنګله دېش ملاتړ کوونکي هم راغلي وو. یو شمېر افغانان هم د افغانستان له درې رنګه بېرغ سره لیدل کېدل، خو د بنګله دیش د پلویانو پرتله یې شمېر ډېر کم و.

دا دروان جام دریمه لوبه او د دواړو ټیمونو لومړنۍ لوبه وه. دافغانستان بله لوبه د چارشنبې پر ورځ ډیلې کې له هندوستان سره ده.

روانو سیالیو کې نیوزیلنډ، پاکستان او بنګله دېش خپلو لومړنیو لوبو ګټلو سره په جدول کې دوه دوه پواینټونه لري.