د سنګین ټپونه: د عبدالستار د کورنۍ ۱۷ غړي یوه شپه کې وژل شوي وو

- Author, یما بارز
- رپوټ له:, سنګین ولسوالي، هلمند
د خپل خټین کور په انګړ کې یې د کیڼ لاس درې ګوتې پورته کړې او ویې ویل " کریمه د دومره میاشتو وه، د دریو میاشتو، کامله د نهو کلونو وه، عبیدالله جان څلور کلن و او ذین الله د اووه کالو و."
د سنګین د ریګي کلي اوسېدونکی عبدالستار د هغې پېښې کیسه کوي چې په یوه شپه کې یې د کورنۍ ۱۷ غړي په یوه توغندیز برید کې ووژل شول. دی وايي، خپله کورنۍ یې د خوندیتابه لپاره ان بل کلي ته بیولې وه، خو مرګ پسې ورغی:
"دلته زموږ په کلي کې د طالبانو او بهرني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه. زموږ د کور ګرچارپېره سیمه کې طالبانو مورچې نیولې او لږ وړاندې ختیځ لوري ته ویالې سره بهرني ځواکونه ځای پر ځای شوي وو. ما خپله کورنۍ بل کلي ته بوتله. خو د مازدیګر په پنځو بجو چې جګړه بیا توده شوه بهرنیو ځواکونو له شوراوه توغندي وتوغول. دوه یې پر هغه کور ولګېدل چې زما او ځینو نورو کورنیو په کې پناه اخیستې وه. هلته ۳۵ کسان ووژل شول چې اوولس یې زما د کورنۍ غړي وو. ډېری قربانیان ښځې او ماشومان وو."
دا پېښه له ننه شا وخوا ۱۵ کاله وړاندې شوې. خو عبدالستار چې موږ یې هدیرې ته بوتلو او د خپلو عزیزانو قبرونه یې را ښودل وویل، " نه یې شم هېرولی. که د چا له کوره په دې ډول ظلم اوولس چرګان ووځي، نو څه حال به یې وي؟ ته یې په خپل ځان قیاس کړه څومره زور درکوي؟ خپله دا احساس کړه چې زما له کوره اوولس تنه په یوه ورځ او په یوه جنازه کې ووتل، نو زه دا هېرولی شم؟"
له دې ټکو سره یې سترګې اوښلنې شوې.

عدالت غوښتنه
د عبدالستار په باور توغندی بهرنیو ځواکونو توغولی و، رسما یې پخلی نه دی شوی، خو د عبدالستار په وینا چې تېر جمهوري نظام ورته د هر وژل شوي کس پر سر د سل زره افغانیو تاوان ورکړې وړاندیز کړی و، خو ده ونه مانه. دی نیاو او عدالت غواړي:
"زور مې نه رسېږي، که مې زور ورسېږي، نو محکمه ورسره کوم. که قانوني محکمه را سره کوي، او که اسلامي محکمه راسره کوي."
د عبدالستار کیسه سیمه کې یوازینۍ هغه نه ده. دلته لسګونه زره ملکي خلک د جګړې قرباني شوي. د سنګین په ریګي سیمه کې نژدې هره کورنۍ د خپلوعزیزانو له لاسه ورکولو غمجنې کیسې لري، چې په جګړه کې وژل شوي.
اوس د ټوپک شپېلۍ غلې شوې خو د جګړې د مهال ټپونه لا هم ژور دي.
هدیره کې، عبدالستار دوو کتارونو کې د خپلو عزیزانو جوړو قبرونو ته په اشاره وايي:
" دا د انسان فکر اخلي؟ دا د انسان وجود اخلي؟ که یو څوک یې برداشتولی (زغملی) شي خو تاسو یې راته ووایاست."
له دې ټکو سره غلی شو داسې ښکاریده چې نور د خبرو توان نه لري.

سنګین عادي ژوند ته ستنېږي
سنګین د شلو کلونو لپاره افغانستان کې د طالبانو، پخواني افغان پوځ او ناټو ځواکونو ترمنځ د جګړې یو له تر ټولو خونړیو ډګرونو او خونړی سمبول و. افغانستان کې د شا وخواه ۴۵۰ وژل شویو بریتانیوي سرتېرو څه د پاسه سل (څلورمه برخه) یوازې په همدې سنګین کې وژل شوي.
واک ته د طالبانو له بیا ځله رسېدو راهیسې دې ولسوالۍ ته د خبریالانو لاسرسۍ ډېر کم و. موږ اجازه ومونده چې وګورو سنګین کې له جکړې وروسته ژوند څنګه دی؟
د سنګین په مرکز او کلیو کې د ګرځېدو پر مهال د تېر تاوتریخوالي نښې له ورایه څرګندې دي. د پخوانۍ ولسوالۍ ودانۍ چې په بمونو او توغندیو لګېدلې لا هم ویجاړه پرته ده.
کلیو کې پر دیوالونو د مردکو نښې لیدل کېږي او نژدې هر کس د بهرنیو، افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خونړیو نښتو عیني شاهد دی.

د سنګین او لښکرګاه ترمنځ پر غځېدلې لویه لار سفر کول تر څوکاله وړاندې پورې له مرګ سره لوبه وه.
د سیمې اوسېدونکو راته وویل چې هلمند کې د ناټو ځواکونو د حضور په وروستیو کې، څلور میاشتې پر دغې لارې د ګاډو تګ راتګ د طالبانو د سړک غاړې ماینونو او غلچکي بریدونو له امله ناشونی و.
خو اوس سفر پرې خوندي دی او سنګین مو په ورین تندي هرکلی کوي.
سنګین ته پر لار، کله چې مو غوښتل د لویې لارې فلم واخلو ډېر شمېر ګاډي چلوونکي چې پوه شول د بي بي سي خبریالان یو، خپل ګاډي به یې درول او تېرو بدو ورځو کیسې به یې کولې.
خان محمد (مستعار نوم) چې د خپل ټویوټا موټر کې ناست و، له لاسه یې ټینګ ونیولم او ویې ویل، " ته دې کمره بنده کړه چې زه درته نکل وکړم. بدې ورځې وې، په آرامه نشوای ګرځېدلای. د طالبانو، خارجیانو او افغان پوځ ترمنځ په روانو نښتو کې را ګېر وو. دوی په خپلو کې د سنګین پر سر جګړه کوله خو ټول تاوان موږ ته رسېده. انساني ژوند نه و. جالبه دا چې هر یوه ته به کېناستې ځان به یې پر حق باله. موږ به داسې انګېرله چې نو ټوله ګناه زموږ ده. موږ ټول ګناه کاران یو. دوی خو یوه هم نه دي ملامت."

د جګړې ټپونه ژور دي خو سنګینوال د عادي ژوندانه پر لور د ګام اخیستو هڅې کوي.
د سنګین مرکزي بازار چې د جګړې او بمباریو له امله لږ تر لږه درې ځله بشپړ ویجاړ شوی او د ناټو ځواکونو د حضور په وروستیو کې له خاورو سره یو شوی و، بیا سر را پورته کړی. ښار کې هټۍ رغول شوې،هټېوال او پېرودونکي بیا را ستانه شوي او کاروبار پیل شوی.
د سنګین یو هټیوال نظام الدین وايي، " موږ خپله هټۍ چې تر دوه کاله وړاندې ویجاړه وه بیا ورغوله. اوس کاروبار ښه دی. خوشحاله یو."
بل هټۍ وال کریم خان بیا راته وخندل خپل غریبانه دکان ته یې اشاره وکړه او ویې ویل " کار مې نامي روان دی."
به بازار کې له وچې میوې نیولې د جامو پورې بېلابېل توکي پلورل کېږي. اوونۍ کې دوه ورځې اصلي د بازار ورځ وي چې له لېرې پرتو سیمو خلک ورته راځی او د خپل اړتیا وړ توکي په مناسبه بیه پېري. دا حالت چې د ژوندانه د د عادي بهیر نښې دي سنګینوال ترې دوو لسیزو لپاره بې برخې وو.
سنګین د اوږدې مودې لپاره د کوکنارو د تولید مرکز و چې د دغې سیمې د اقتصاد شمزۍ یې جوړوله. د جګړې پر مهال د کوکنارو کاروباره طالبانو لپاره د عوایدو لویه سرچینه وه، خو د طالبانو مشر هبت الله آخوند زاده د ۲۰۲۲ م کال په اپریل کې د یوه فرمان له لارې د کوکنارو پر کرکیلې بندیزې ولګاوه چې ډېرو کرونده ګرو لپاره یې سختې اقتصادي ستونزې را وزېږولې.
سنګین کې د لومړنیو روغتیايي خدماتو برابریدل او د ښوونځیو پرانیستنه د عادي ژوندانه نورې نښې دي، که څه هم نجونو لپاره له شپږم ټولګي بورته ښوونځي لا هم بند دي.
نوي واکمنان

د بګرام دا پخوانی زنداني، اوس د سنګین ولسوال دی. عبدالمتین حاجي لالا پنځه کاله د امریکایانو په بند کې و. ده د ولسوالۍ به نوې ودانۍ کې موږ ته هرکله ووايه. دا د جمهوریت پر مهال د ولسوالۍ د پخوانۍ ودانۍ له ویجاړیدو وروسته په لنډ واټن کې په ډېره ساده بڼه جوړه شوې.
ده ومنله چې د تېرې شل کلنې جګړې له امله یې په سنګین کې اداره له ننګونو سره مخ ده. خو په تړاو یې جزییات رانکړل.

طالبانو لپاره پر سنګین واکمنی پر بهرنیو ځواکونو د بري په مانا ده.
نو د ولایت له ویاند مولوي قاسم ریاض مې وپوښتل چې هغو افغان او بهرنیو کورنیو ته چې سنګین کې یې عزیزان د دوی په بریدونو کې وژل شوي څه پیغام لري؟ د ښاغلي ریاض ځواب چټک و، "تېرو شلو کلونو کې چې دلته کومه جګړه شوې، زموږ د خپلواکۍ لپاره وه. چا سره مو کومه شخصي تربګني نه وه. هر عمل یو عکس العمل لري. که څوک بیا زموږ د اشغال لپاره راشي نو ورته ځواب سره به مخ شي."
د طالبانو لپاره سنګین د ناټو او بهرنیو پر وړاندې د دوی د مقاومت او مبارزې سمبول دی خو اوسېدونکو لپاره یې د دوی ټاټوبی، تاریخ او پېژندګلوي ده.
سنګینوال د ثبات هیله لری، خو دې ته هم کوم روښانه ځواب لا نلري چې راتلونکی، اقتصادي حالت او مدنی ازادۍ به څنګه وي.











