د طالبانو پوهنې وزارت کندهار او هلمند کې د سواد زدکړو ټولګي تر "امرثاني" بند کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو پوهنې وزارت په یوه تازه پرېکړه کې د کندهار او هلمند ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته لارښونه کړې چې په دغو لایتونو کې د ټولو تعلیمي موسسو فعالیتونه په "موقت ډول" ودروي.
د دغه وزارت لخوا په یوه صادر شوي مکتوب کې راغلي چې دا ګام د "تحقیق او ولسي تایید" په موخه اخیستل شوی دی. خو دا نه دي ویل شوي چې له تحقیق نه یې موخه څه ده.
دا مکتوب د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا لاسلیک کړی، چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته له ډېرو نږدو کسانو ګڼل کېږي.
د یادونې ده چې په کندهار او هلمند کې د لیک لوست یا د سواد زدکړې لسګونه ټولګي فعالیت کوي.
دا ډول ټولګي د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم فعال وو او د بهرنیو مرستندویه موسسو لخوا ورسره مرسته کېده.
په افغانستان کې په دغو ټولګیو کې پخوا اکثرآ د پاخه عمر هغو ښځو او سړیو ته د لیک لوست لومړنۍ زدکړې ورکول کېدې، چې نالوستي پاتې وو.
کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست چارواکو بي بي سي ته وویل، تړل شویو ټولګیو کې "د لومړنیو ښوونځیو" زدکوونکي وو. خو له نورو جزییاتو یې ډډه کوله
طالبانو ویلي چې په کندهار او هلمند کې شاوخوا ۴ زره ماشومان په همداسې ټولګیو کې لیک لوست زدکړې کولې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دوی د پوهنې وزارت په مکتوب کې د کندهار او هلمند پوهنې ریاستونو ته ویل شوي چې "د دغه هدایت له ترلاسه کولو سره سم په خپلو ولایتونو کې د ټولو موسساتو تعلیمي فعالیتونه تر هغو چې د پوهنې وزارت له خوا ورته ټاکل شوی هیئت یې د ټولو تعلیمي پروژو په اړه تحقیق کوي او ټول اختلافي موارد په ولسي کچه حل شوي نه وي، معطل کړي."
خو دغه وزارت دا نه ده واضح کړې چې دغه 'اختلافي مواردو' کوم دي او دا چې په ولسي کچه یې له حل کېدو مطلب څه دی؟
د طالبانو پوهنې وزارت ویلي، چې په کندهار او هلمند کې یې د تعلیمي پروژو د فعالیتونو څېړنې لپاره یو 'باصلاحیته هیئت' ټاکلی چې دغه پلاوی به دغه وزارت او له دې لارې د طالبانو مشرتابه مولوي هبت الله اخوندزاده ته راپور ورکړي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال اګست کې واک ته له رسېدو را وروسته افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ټول ښوونځي تړلي دي.
دوی همدا راز د تېر کال نجونې له پوهنتونونو هم راوګرځولې.
طالبانو په دې وروستیو کې افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو موسسو او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز اعلان کړ.
خو له دې هر څه سره سره د طالبانو حکومت د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار له حقه چورلټ انکار نه دی کړی او تر دې دمه پر دې اکتفا کوي چې د دوی زدکړو او کار لپاره د "مناسب چاپیریال" د برابرولو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس دغه تازه اقدام دا اندېښنه لا پیاوړې کړې چې ګوندې طالبان کرار کرار د خپلې تېرې واکمنۍ په څېر نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو د تړلو پر لور ګامونه اخلي.
په دې وروستیو کې داسې رپوټونه هم ورکړ شوي چې په ځینو سیمو کې د یو شمېر ښوونځیو نومونه او درسي نصاب د مدرسو نوم او نصاب ته اړول شوی دی.











