د بي بي سي موندنې؛ د بریتانیا ځانګړو هوايي ځواکونو افغان بندیان وژلي
- Author, هنا اوګرېډي او جویل ګنټر
- دنده, بي بي سي پانوراما
د بي بي سي یوه څېړنه ښيي چې د بریتانیا د ځانګړو هوايي ځواکونو (اېس اې اېس) افغانستان کې په پرله پسې توګه د مشکوکو حالاتو پر مهال بندیان او بې وسلې سړي وژلي دي.
دغه نوي ترلاسه شوي پوځي رپوټ کې راغلي چې د دغو ځواکونو یوه پوځي ټولي افغانستان کې د خپل شپږ میاشتني ماموریت پر مهال ښايي په همداسې غیر قانوني ډول ۵۴ کسان وژلي وي.
بي بي سي دا هم موندلې چې د ځانګړو ځواکونو پخوانی مشر نه دی توانېدلی چې د دا ډول وژنو په اړه پلټونو لپاره شواهد وسپاري.
بل لور د بریتانیا دفاع وزیر جیمز هیاپې وايي، په افغانستان کې د اېس اې اېس ځواکونو د چلن په هکله به د هر نوي تور په هکله پلټنه وشي.
نوموړي د بریتانیا پارلمان غړو ته وینا کې زیاته کړه: ''زموږ په اداره کې هر څوک که هر څومره ځانګړي هم وي، له قانونه پورته نه دي. ''
د بریتانیا لېبر اپوزېسیون ګوند د اېس اې اېس ځواکونو په هکله د هغو تورونو سپیناوي لپاره د پلټنو غوښتنه کړې چې د دې ځواکونو یوې ډلګۍ بې وسلې سړي او زندانیا وژلي دي.
بي بي سي ته مالومه شوې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو مخکیني مشر جنرال سر مارک کارېلټون سمېت ته که څه هم د دا ډول غیرقانوني وژنو په اړه رپوټ ورکړ شوی و، خو هغه شاهي نظامي پولیسو ته چې د ځانګړو ځواکونو د وژنو په اړه یې پلټنې پیل کړې وې، د شواهدو له سپارلو ډډه کړې.
جنرال کارېلټون سمېت چې تېره میاشت تر استعفا وړاندې د بریتانیا د پوځ تر مشرۍ رسېدلی و، په دې تړاو له تبصرې انکار وکړ.
د بي بي سي پانوراما د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د پوځي عملیاتو په تړاو سلګونه پاڼې څېړلي دي.
په دوی کې په دوه زره لسم او یوولسم کال هلمند کې د دغو ځواکونو لخوا د " وژلو یا نیولو" د تر لسو ډېرو چاپو اړوند رپوټونه هم شامل دي.
هغو اشخاصو چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو سره یې ماموریتونو کې برخه اخیستې، بي بي سي ته ویلي د دغو ځواکونو غړي یې لیدلي چې د شپنیو عملیاتو پر مهال یې بې وسلې خلک وژلي دي.
دوی وايي داسې موارد یې هم لیدلي چې د بریتانیا ځواکونو لخوا د یوه بې وسلې کس د وژلو توجیه کېدو لپاره هغه سره کلاشنیکوف اېښودل شوی دی.
ګڼو کسانو چې دغو ځانګړو ځواکونو سره یې خدمت ترسره کړی ویلي چې د ځانګړو هوايي خدماتو ځواک غړو له یو بل سره د ډېرو کسانو وژلو کې سیالي کوله.
د بي بي سي څېړنو دا هم ښودلې چې د دغو ځواکونو واحدونو هڅه کوله چې تر مخکنۍ ډلې ډېر کسان ووژني.
داخلي بریښنالیکونه ښيي چې د ځانګړو ځواکونو د لوړې کچې افسران هم د دغو غیر قانوني وژنو د امکان په اړه له اندېښنو خبر وو او له خپل قانوني مکلفیت سره سره یې پوځي پولیسو ته د دغو شکونو راپور نه دی ورکړی.
د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې پر مشخصو تورونو تبصره نه کوي، خو دغه انکار د لګول شویو تورونو د منښتې په توګه نشي ګڼل کېدای.
د دفاع وزارت ویاند ویلي بریتانوي ځواکونو افغانستان کې "په مېړانه او مسلکي ډول خدمت کړی دی. ''
د مشکوکو کسانو د وژلو ډول

- په ۲۰۱۹ کال کې، د بي بي سي او "سنډې ټایمز" موندنو وښوده چې د بریتانیا محکمه کې د قضیې راپورته کېدو لامل شوې او په پایله کې د اسنادو د افشا کولو لپاره د دفاع وزارت ته امر وشو چې له دې قضیې سره د حکومت د چلن څرنګوالی په ډاګه کړي.
- په وروستیو څېړنو کې بي بي سي د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په اړه مالومات ترلاسه او وڅېړل. موږ ورته داسې رپوټونه وموندل چې ګنې ځینې افغانان په مرمیو له دې کبله ویشتل شوي چې ګنې تر نیول کېدو وروسته یې د پردې تر شا کلاشنیکوفونه او نور لاسي بمونه کشول.
- د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه، بریتانوي ځواکونو یو داسې سړی تر نیول کېدو وروسته یوې ودانۍ ته بېرته د ننه کړ او وواژه چې ګنې ده "هڅه وکړه په لاسي بمونو مقاومت وکړي".
- د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ پر ۱۵مه، یادې ډلې یو بل سړی ونیو بېرته یې ودانۍ ته د ننه کړ او ده "د توشکې شا ته یوه لاسي بم ته لاس اوږد کړ ګرنېټ یې راویوست او د غورځولو هڅه یې وکړه".
- د فبرورۍ پر ۷مه، بیا هغه کس ووژل شو چې غوښتل یې "پر ګزمې په کلاشینکوف ډزې وکړي". دې ته ورته توجیه د فبرورۍ پر ۹مه او ۱۳مه د نیولو شویو کسانو د وژلو لپاره وړاندې شوې وه.
- د فبرورۍ پر ۱۶مه، بریتانوي ځواکونو دوه نیول شوي کسان وروسته تر هغه ووژل چې ګنې یوه یې "د پردې شا نه" د ګرنېټ راخیستو هڅه وکړه او بل یې "د مېز له شا نه کلاشنیکوف راواخیست".
- د اپرېل پر لومړۍ نېټه، دوه بندیان هغه مهال ووژل شول چې تر نیول کېدو وروسته د ودانۍ شا ته بوتلل شول، یوه یې "کلاشنیکوف راواخیست" او بل یې "د ګرنېټ اچولو هڅه وکړه".
د دغو ځواکونو د شپږ میاشتني ماموریت پرمهال د وژنو درې ډوله شمېرې دي. بي بي سي چې تر کومه څېړنه کړې، دغو ځواکونو ته هېڅ مرګ ژوبله پکې نه ده اوښتې.
یوه جګپوړي افسر چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو قومندانۍ کې یې کار کړی بي بي سي ته ویلي، چې د دغو ځواکونو د وژنو په اړه "ریښتینې اندېښنه" وه.
"د شپني عملیاتو پرمهال ډېر زیات خلک وژل شوي او تشرېح یې هېڅ مانا نه لري. کله چې یو څوک ونیول شي، خاتمه یې باید په مرګ تمامه نه شي. دا چې دا کار څو څو ځله تکرار شوی، په قومندانۍ کې یې خطر زنګ کړنګولی دی. ښکاره وه چې هغه مهال یوڅه ناسم کار شوی."
د هغه وخت کورني برېښنالیکونه په ډاګه کوي چې ګنې افسرانو رپوټونه ته د نا باور غبرګون ښودلی، او دا یې په "کافي توګه د نه منلو" وړ ګڼلي او د ځانګړو ځواکونو " وروستیو ټولوژنو" ته یې اشاره کړې ده.
یوه افسر خپل یوه ملګري ته ایمېل کړی او ویلي یې دي چې "د لسم ځل لپاره ځانګړو ځواکونو په تېر دوو اونیو کې" یو نیول شوی سړی یوې ودانۍ ته استولی او "هغه یوځل بیا له کلاشنیکوف سره راڅرګند شوی".
"بیا چې کله دوی یوې بلې ودانۍ ته تللي، د جګړې یوه بل سړي پرته پورته کړې او ګرنېټ یې راخیستی چې پر پوځیانو یې وچووي. خو له نېکه مرغه ونه چاود... دا اتم ځل دی چې دا کار کېږي... تاسې دا نه شئ جبرانولی!".
د اندېښنو په ډېرېدو سره، د ځانګړو ځواکونو یوه جګپوړي افسر په هېواد کې پخپلو محرمانه یادښتونو کې خبرداری ورکړی چې ښايي په عملیاتو کې د ناقانونه وژنو "قصدي تګلاره" غوره شوې وي. مشرتابه دومره اندېښمن وو چې د ځانګړو ځواکونو د تکتیکونو د ارزونې یو کمیابه رازونه یې وکړه.

خو کله چې د ځانګړو ځواکونو یو افسر افغانستان ته ولېږل شو چې له دغو ځانګړو ځواکونو سره مرکه وکړي، ښکارېده چې ګنې هغه د ځانګړو ځواکونو له لوري د پېښو ظاهري بڼه رپوټ کړه.
بي بي سي پوهېږي چې دغه افسر هېڅ د بریدونو صحنه ونه لیده او له پوځ بهر یې له هېڅ کوم عیني شاهد سره مرکه ونه کړه. د محکمې اسناد ښيي چې د ځانګړو ځواکونو د یوه داسې افسر په مټ وروستی رپوټ لاسلیک شوی چې د مشکوکو وژنو کنډک کې یې مسؤلیت درلود.
هېڅ شواهد پولیسو ته ونه لېږدول شول. د بي بي سي څېړنو ومونده چې هغه خبرې چې اندېښنې پکې ځای پرځای شوې وې، ددې پرځای چې په منظمو دوسیو کې طبقه بندي شي، له "قضا نه بهر ژنو په اړه په معلوماتي کیسو کې" ځای پرځای شوې وې، چې یوازې د ځانګړو ځواکونو د ګوتو په شمار افسرانو لاسرسی ورته درلود.
ځانګړو ځواکونو ته په ۲۰۱۲ کال افغانستان ته د شپږو نورو میاشتو ماموریت لپاره د استول کېدو اجازه ورکړل شوه.
کله چې ځانګړو شاهي پوځي پولیسو په دې ماموریت کې د یوه ترسره شوي جرم په تړاو د ۲۰۱۳ کال د قتل جرمونو څېړنه پیل کړه، څېړنډلې ته د ځانګړو ځواکونو عمومي مشر کارلټن سمېت د ناقانونه وژنو یا تکیتي ارزونو په اړده د هېڅ ډول مخکېنيو اندېښنو په اړه یادونه ونه کړه.
ډګروال اولیور لي چې په ۲۰۱۱ کال په افغانستان کې د شاهي سمندري ځواکونو قومندان و، بي بي سي ته وویل، د ناسم چلن اړوند تورونه چې زموږ په څېړنو کې راپورته شوي، "ډېر زړه بوږنوونکي" وو چې باید په عمومي ډول څېړل شوي وای. هغه وویل د شواهدو افشا کولو کې د ځانګړو ځواکونو د رهبرۍ ښکاره ماتې "کاملاً د نه منلو" وه.
ووژنئ یا ونیسئ

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي بي سي څېړنه تر ډېره د ځانګړو ځواکونو پر شپږ میاشتني ماموریت متمرکزه وه چې د ۲۰۱۰ کال نومبر کې افغانستان ته رسېدلي وو.
ځانګړو ځواکونو د افغانستان تر ټولو خطرناک هلمند ولایت کې په پراخه کچه عملیات کول، هلته د طالبانو کمینونه او سړک غاړې ماینونه ډېر دود شوي وو چې د پوځ مرګ ژوبله ورسره ډېره شوې وه.
ددغو ځواکونو اصلي رول د قصدي نیولو د عملیاتو کول وو، چې د طالب قومندانانو د نیولو او د بم جوړونې شبکه کې د ستونزې پیدا کولو په موخه د "ووژنئ یا ونیسئ" په عملیاتو یې شهرت درلود.
ګڼو هغو سرچینو چې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د هدفونو غوراوي کې دخیل وو، بي بي سي ته ویلي، د غوراوي بهیر تر شا جدي استخبارتي ستونزې شته، په دې مانا چې ولسي وګړي په اسانۍ د هدف نوملړ ته اضافه کېدای شوای.
د یوه بریتانوي استازي په وینا چې په ۲۰۱۱ کال هلمند کې د غوراوي هدف لپاره تللی و، "څارګرو کسانو دداسې کسانو نوملړ وړاندې کاوه چې د دوی په اند طالبان وو. په یوه لنډ بحث کې به پر دې نوملړ بحث کېده. بیا به ځانګړو ځواکونو ته استول کېده چې د وژلو یا نیولو امر یې ورکړي".
د سرچینې په وینا، د هدف په ګوته کول تر فشار لاندې او بیړه ترسره کېدل. دی وايي "دا خامخا د ټولو د وژلو په مانا نه وو، خو په ډاډ سره د لوبې د پرمختګ لپاره فشار و چې په اصل کې ددغو کسانو په حق کې د ژر قضاوت په مانا وو".

د ځانګړو ځوانکونو د عملیاتو پرمهال، له یوه پېژندل شوي تکتیک ګټه اخیستل کېده، چې له ودانیو (کورونو) باید ټول موجود کسان بهر ته وایستل شي نومل کېده، دوی تلاشي کېدل او لاسونه یې ورتړل کېدل، بیا به یې یو سړی د ننه ورسره بېوه چې له ځانګړو ځواکونو عسکرو ته په تلاشۍ کې مرسته وکړي.
خو جګپوړي افسران څو ځله د خپلو ځواکونو د رپوټونو په اړه اندېښمن وو، چې ګنې نیول شوي ودانیو ته بېول کېدل او بیا پټو وسلو ته تلل - چې په افغانستان کې د بریتانیا د پوځ نورو ځواکونو عملیاتو کې دا ډول تکتیک نه دی رپوټ شوی.
همداشان د افسرانو په منځ کې هم اندېښنې موجودې وې چې عملیاتو کې د وسلو د شمېر پر تله د ډېرو وژنو رپوټونه ورکړل شوي وو - چې دا ددې څرګندويي کوي ځانګړو ځواکونو پر بې وسلو خلکو هم ډزې کړې دي - او دا چې لامل یې دا وي ځانګړو ځواکونو تر وژلو وروسته د صحنې په ځای کې له وژل شویو سره وسلې اېښي چې جعلي ثبوت ورته پیدا کړي.
په استرالیا کې له دې ته ورته اندېښنو راپورته کېدو وروسته، د قاضي په مټ څېړنه پیل شوه او "باوري شواهد" وموندل شول چې د استرالیا ځانګړي ځواکونه د ۳۹ کسانو د ناقانونه وژنو مسؤل وو، له دې کبله یې د وژنو د توجیه لپاره د وژل شویو ترڅنګ "وسلې اېښې" وې.
د ۲۰۱۱ کال پرېل کې، په بریتانیا کې اندېښنې دې کچې ته ورسېدې چې د ځانګړو ځواکونو یوه جګپوړي افسر د ځانګړو ځواکونو مدیر ته د خبرداري په توګه ولیکل چې د "نیول شویو کسانو د قصدي وژلو" لپاره شواهد شته او "جعلي شواهد یې وړاندې کول چې وښيي له ځانه ددفاع پخاطر یې وژلي".
په بله ورځ د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو لوی درستیز مدیر ته خبرداری ورکړ چې ان د هغه حالت لپاره چې "که د جګړې د عمر کسان کوم خطر هم پېښ نه کړي، وژل کېږي" ځانګړو ځواکونو ته یوه عملیاتي تګلاره باید غوره شي.
هغه ولیکل، که شکونه سم وي، ځانګړو ځواکونو "یوه داسې غیر اخلاقي کړنه کې لارورکي دي چې دفاع ترې نه شي کېدای".

بي بي سي ډېرو هغو کورونو ته ورغله چې په ۱۱/۲۰۱۱ ځانګړو ځواکونو عملیات پرې کړي وو. د هلمند نادعلي د یوه کوچني کلې په یوه کور کې له خټو جوړه یوه مېلمستون کې د ۲۰۱۱ د فبرورۍ پر ۷مه ګهیځ وختي د یوه زلمي په ګډون نهه کسان وژل شوي.
د بریتانیا د ځانګړو هوايي خدماتو ځواکونو یوه چورلکه په تپه تیاره کې یوې کروندې ته څېرمه کور ته نژدې شوې ده، چې د دوی په وینا، اورپکو ډزې پرې پیل کړې همدا وو چې دوی په مېلمستون کې ټول کسان ووژل.
د ځانګړو ځواکونو له لږ ترلږه شپږو عملیاتو یوه کې یې ځانګړي ځواکونه وايي، یوازې درې کلاشنیکوفونه ترلاسه شول- چې د وژل شویو کسانو د شمېر پرتله د دوښمن د نیول شویو وسلو شمېر کم و.
په مېلمستون کې د برید له کبله د دېوالونو پر ښکتنۍ برخه د مرمیو سوري لیدل شوي. بي بي سي د پېښې د ځای انځورونه د بالیسټیک وسلو کارپوهانو ته ورښودلي، چې وايي دا ډزې له پاسه شوې دي او هېڅ داسې نه مالومېږي چې ګنې هلته دې جګړه شوې وي.
د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د وسلو کارپوهه لي نیویل وویل، د مرمیو ډولونه ددې ښکارندويي کوي چې "هدفونه پر هواره ځمکه وو، یا به دېوال ته پراته وو، یا ناست او یا پرلت وهلي- که دوی په جګړه کې ښکېل وای، دا ډول نه کېناستل".

ورته پېښې په دوو نورو ځایونو کې چې بي بی سي څېړلې، موندل شوې. د وسلو اړوندو کارپوهانو د انځورونو له لیدلو وروسته ویلي، د ډزو له کبله له سوریو ښکاري چې دا وژنې په لوی لاس شوې نه دا چې جګړه کې وژل شوي.
د بریتانیا پوځ څېړونکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ددغو څېړنو په تایید ویلي، د صحنو داسې انځورونه او د مرمیو نښې یې ولیدې چې اندېښنې یې ډېرې کړې دي.
"ته زموږ د اندښنې په لامل پوهېدی شي، ښکاري چې مرمۍ د دېوال په لاندې برخه لګېدلې دي چې د پېښو په اړه د ځانګړو ځواکونو د کمزورو څرګندونو ښکارندویه دي".
په ۲۰۱۴ کال، شاهي پوځي پولیسو د نارټمور په نامه عملیات پیل کړل، چې په افغانستان کې د بریتانیايي ځواکونو د څه باندې ۶۰۰ ادعا شویو جرمونو پراخه څېړنه وکړي، په دې کې د ځانګړو ځواکونو په لاس د وژنو ځینې دوسیې هم وې. خو د شاهي پوځي پولیسو څېړونکو بي بي سي ته وویل، د بریتانیا پوځ د ثبوتونو راغونډولو کې له ستونزو سره مخامخ شو.
نارټمور عملیات په ۲۰۱۷ کال پای ته ورسېدل او په ۲۰۱۹ کال یې دوسیه وتړل شوه. دفاع وزارت وویل، د جرم ترسره کېدو هېڅ ثبوت ونه موندل شو. د څېړنډلې یوه غړي بي بي سي ته وویل، دوی د څېړنې پر پایلو شک لري.
د بریتانیا دفاع وزارت وویل، بریتانوي ځواکونه لوړ معیارونه لري. د پولیسو ویاند وویل: "هېڅ کوم نوی ثبوت وړاندې نه شو، خو خدماتي پولیس به هر ډول هغو ادعاوو ته په تمه وي کله چې نوي ثبوتونه رابرسېره شي".











