ایا بریتانوي پوځیانو بېګناه افغانان وژلي؟
د بریتانیا د پوځ له خوا خپرو شويو محرمو اسنادو داسې نوې پوښتنې راپورته کړي چې ښايي د بریتانیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د ملکي کسانو د وژنو د پټولو هڅه کړې وي. مخکیني پټ اسناد تیر کال، د بي بي سي د پانوراما په نامه د تحقیقي پروګرام له خپرېدو وروسته په محکمه کې د قضیې د برخې په توګه رابرسېره شوي وو.. په هغو اسنادو کې پر هغو تورونو ټینګار شوی وو چې د بریتانیاوي پوځ د تګلارې له مخې هغه سړي چې د جگړې د عمر وو قصدآ وژل کېدل آن که کوم ګواښ یې هم نه پېښاوه. د بریتانیا دفاع وزارت د داسې کومې تګلارې درلودل رد کړي دي. دا رپوټ د بي بي سي د دفاعي چارو د خبریال جانتن بېل دی.