شمالي کوریا د لومړي ځل لپاره د یورانیمو بډایه کولو تاسیساتو کې د کېم کمیابه عکسونه خپاره کړل

د عکس سرچینه، Reuters
په یوه بېساري اقدام کې، د لومړي ځل لپاره د جمعې په ورځ (سپتمبر ۱۳) شمالي کوریا د هغو سانټرفیوژونو عکسونه وښودل چې د دغه هېواد د اټومي بمونو لپاره سونتوکي تولیدوي.
په عکسونو کې ښکاري چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د یورانیمو د غني کولو یوه مرکز ته ورغلی او هلته یې د دغه هېواد د وسلو د وړتیا لوړولو لپاره د اټومي موادو د لا ډېر تولید غوښتنه وکړه.
د شمالي کوریا اټومي پروګرام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څو پرېکړه لیکونو له مخې ممنوع اعلان شوی.
په خپرو شویو انځورونو کې د شمالي کوریا مشر ښکاري چې د سانټرفیوژونو د اوږدو کتارونو په منځ کې قدم وهي. په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې دغه لیدنه کله او چېرې شوې ده.
د شمالي کوریا مشر د تاکتیکي اټومي وسلو لپاره د لازیاتو موادو د تولید لپاره د تاسیساتو له کارمندانو وغوښتل چې د متحده ایالاتو او د هغوی له ټلوالې له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د هېواد اټومي وسلو ته اړتیا ده.
هغه ټینګار وکړ چې دا وسلې د "ځان د دفاع او د یرغل" لپاره اړینې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
داسې انګېرل کېږي چې شمالي کوریا د یورانیمو د غني کولو څو ځایونه لري.
د نړیوالې سولې لپاره د متحده ایالاتو د بنسټ کارنیګي انډوومینټ انکیت پانډا وویل: "د سنټرفیوجونو نوی ډول دا ښیي چې شمالي کوریا د خپلو سونتوکو د ودې وړتیاوو کې پرمختګ کوي."
شمالي کوریا په ۲۰۱۰ کې یو شمېر بهرني ساینس پوهانو ته بلنه ورکړه چې په یونګبیون کې د سنټرفیوج تاسیسات وګوري ، خو ویل شوي چې د جمعې ورځې راپور د تجهیزاتو لومړني او یوازیني عکسونه خپاره کړي دي.
د شمالي کوریا د اټومي وسلو د شمېر په اړه اټکلونه په پراخه کچه توپیر لري، خو یوه وروستي اټکل د بهرنیو اټومي سروکو شمېر ۵۰ ښودلی چې د نورو ۴۰ اټومي سروکو د تولید لپاره کافي مواد لري.
دوه کاله وړاندې، د شمالي کوریا مشر کیم جون اون ویلي وو، د هېواد اصلي هدف یې په نړۍ کې تر ټولو لوی اټومي قوت کېدل دي.
ښاغلي کیم دا څرګندونې د شمالي کوریا تاریخ کې تر ټولو د لوی بالیستیک توغندي د وروستۍ ازموینې په درشل او د پوځ د لسګونه افسرانو د ترفیع مراسمو پرمهال کړې وې.
ده ګواښ وکړ که امریکا اتومي وسلې وکاروي، نو دوی به هم د اټومي وسلو په کارولو سرپه ونه کړي.











