کرېکټ؛ اسټرالیا وروستۍ ټسټ لوبه او لوبلړۍ له پاکستان وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د دریو ټسټ لوبو لوبلړۍ وروستۍ لوبه کې اسټرالیا پاکستان ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او لوبلړۍ یې ۳-۰ په خپل نوم کړه.

دا لوبه چې د اسټرالیا په سېډني کې کېده، پاکستان کوربنې لوبډلې ته په څلورمه ورځ د۱۳۰ کمو منډو هدف ورکړی و چې اسټرالیا د دوه لوبغاړو په زیان په اسانۍ سره پوره کړ.

له دې مخکې پاکستان لومړۍ ټېسټ لوبه چې په مېلبرن کې وشوه د ۷۹ منډو او لومړۍ هغه چې د اسټرالیا په پرت ښار کې وه د ۳۶۰ منډو په لوی توپېر ماتې منلې وې.

پاکستان له اسټرالیا سره دغو لوبو مخکې لوبډله او د کرېکټ بورډ ډيری چارواکي بدل کړل او د لوبو مخکې یې نوې لوبډلمشر شان مسعود په اسټرالیا کې اسټرالیا ته د ماتې ورکولو هوډ څرګند کړی و خو یوه بل پسې لوی توپیر ماتو د پاکستان په لوبډله په کور د ننه نیوکې ډېرې کړې دي.

پاکستان په تېرو ۲۵ کالونو کې په اسټرالیا کې له اسټرالیا کومه ټسټ لوبه نه ده ګټلې.

د معلوماتو له مخې پاکستان او اسټرالیا له ۱۹۹۹ کال راهیسې د اسټرالیا په کوربه توب د ټسټ لږ تر لږه شپږ لوبلړۍ کړي چې ټولې یې اسټرالیا ګټلې.

اسټرالیا په دغو ټولو لوبلړیو کې پاکستان ته ۳-۰ ماتې ورکړې خو په ۲۰۱۹م کال کې د دوی دواړو تر منځ د دوه ټسټ لوبو لوبلړۍ وه چې هغه هم اسټرالیا ۲-۰ ګټلې وه.

وارنر له نړیوالو ټسټ او یو ورځنیو سیالیو استعفا وکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

له پاکستان سره له دې بریالۍ لوبلړۍ وروسته د کرېکټ یوه مشهور اسټرالیايي لوبغاړي ډېوېډ وارنر له ټسټ سیالیو تقاعد اعلان کړ.

هغه د اسټرالیا لپاره ۱۱۲ ټسټ لوبې کړې او نږدې ۹ زره ارزښتناکه منډې یې جوړې کړې.

د نومړي په لوبیز ژوند کې ۲۶ سلیزې او ۳۷ پنځوسیزې جوړې کړې دي.

ډېوېډ وارنر له پاکستان سره په دغو سیالیو کې هم نږدې ۳۰۰ منډې جوړې کړې خو نن یې پخپل کورني لوبغالي کې د اسټرالیا دغې بریا وروسته له یو ورځنیو او ټسټ لوبو سره خدای پاماني وکړه.