کرېکټ: تمیم اقبال د بنګله دېش له لومړۍ وزیرې سره له لیدو وروسته د تقاعد پرېکړه بېرته واخیسته

تميم اقبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبډلمشر تمیم اقبال د دغه هېواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینه له مداخلې وروسته د خپل تقاعد پرېکړه بېرته واخیسته.

تمیم تېره ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال په داسې حال کې له کرېکټ سره خدای پاماني وکړه چې له سترګو یې اوښکې بهېدې.

د دوی ناسته د جمعې په ورځ ماسپښین په ډاکه کې د لومړۍ وزېرې په کور کې وشوه. تمیم له خپلې مېرمنې، پخواني کپتان مشرفي مرتضي او د بنګله دېش کرېکټ بورډ مشر نظم الحسن سره یوځای له اغلې حسینې سره ولیدل.

ویل کېږي چې د پارلمان غړي مشرفي لومړی په دې اړه هڅه پیل کړه او له لومړۍ وزیرې سره یې د احتمالي مداخلې خبره کړې وه. تمیم تر هغه مخکې د خپل تقاعد اخیستو په اړه د کرېکت بورډ له مشره سره له خبرو کولو ډډه کړې وه.

نوموړي خبریالانو ته وویل، "دا زما د لوبو پای دی، تر خپله وسه مې هڅه کړې. له همدې شېبې له نړیوالو لوبو تقاعد کېږم." د بنګله دېش دغه وتلي کرېکټ ستوري تېر کال له ۲۰ اوریزو نړیوالو لوبو سره مخه ښه کړې وه.

تميم اقبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د بنګله دېش لوبډلې کپټان رسنیو ته ویلي، لومړۍ وزیرې نن خپل د استوګنې ځای ته وربللی وو.

نوموړي زیاته کړه، "موږ اوږدې خبرې وکړې او په پایله کې هغې هیله راڅخه وکړه چې بېرته کرېکټ ته راستون شم، ځکه نو زه بېرته د خپل تقاعد پرېکړه اخلم."

تمیم زیاتوي، "زه هر چا ته نه ویلی شم، خو دا ناشونې ده چې د هېواد تر ټولو مهم شخص ته نه ووایم. لومړۍ وزیرې دغه راز ما ته د یوې نیمې میاشتې دمې وخت راکړ. زه به په دې موده کې خپله درملنه وکړم او بېرته به کرېکټ ته راستون شم."

ښاغلي اقبال په یوه ورځنیو لوبو کې د بنګله دېش لپاره ۸۳۱۳ منډې کړې دي او په ټېسټ لوبو کې یې بیا ۵۰۸۳ منډې جوړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ افغانستان له بنګله دېش سره دويمه يو ورځنۍ لوبه کوي. لومړۍ هغه افغانستان ګټلې وه.