کرېکټ؛ افغان لوبډلې له بنګله دېش څخه لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

افغانستان د بنګله دېش د ۱۶۴ منډو په هدف په نږدې ۲۲ اورونو کې ۸۳ منډې وکړې او یوازې دوه لوبغاړي یې سوځیدلي وو چې باران شو.

وروسته د باران له کبله دا لوبه ډېره وځنډیده تر دې چې افغانستان چې وار له مخه په لوبه برلاسی و د لوبې ګټونکی اعلان شو.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د هغې فارمول له مخې چې که لوبه باران زیانمنوي څنګه اورونه او رنزونه سره پرتله شي افغانستان دا لوبه د ۱۷ منډو په توپېر وګټله.

د دغې لوبې غوره لوبغاړي افغان چټک توپ اچونکی فضل حق فاروقي اعلان شو، نوموړي په ۸ اورونو او څلورو بالونو کې درې بنګله دېشي لوبغاړي اوټ کړل او یواځې ۲۴ منډې پرې جوړې شوې وې.

دا لومړۍ ځل شو چې فاروقي په کومه نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی اعلانیږي.

دا لوبه دوه ځلې د بنګله دېش د توپ وهنې پر مهال او یو ځلې د افغانستان د بېتېنګ پر مهال د باران له کبله وځنډیده او بیا یې دوام ونکړ.

د بنګله دېش پیل

بنګله دېشۍ لوبډلې د افغانستان خلاف په لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې. خو د باران له کبله زیانمنې شوې دغې لوبې ګټې لپاره افغان لوبډلې ته په ۴۳ اورونو کې د ۱۶۴ منډو جوړولو اړتیا وه.

د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د دریو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ د پیل په لومړۍ لوبه کې افغان بالرانو لکه ډېر کله یو ځل بیا ښه توپ اچونه وکړه او کوربه بنګله دېش یې له ډېرو منډو جوړولو ایسار کړ.

په افغان لوبغاړو کې فضل حق فاروقي د بنګله دېش درې، راشد خان او مجیب الرحمان دوه دوه، عظمت الله عمرزي او محمد نبي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بنګله دېش د توپ وهنې پر مهال چې کله دوه ځلې باران وشو له کبله یې لوبه هم وځنډیده او دې چارې د لوبې ټاکلې ۵۰ اورونه هم تر ۴۳ کم کړل.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

پداسې حال کې چې وار له مخه هم فکر نه کیده چې بنګله دیشي لوبغاړي به چې افغان بالرانو اوږدې لوبې ته پرېنښودل دا لوبه تر ۵۰ اورونو ورسوي.

د لوبې په وروستي (۴۳م) اوور کې چې فضل حق فاروقي کاوه د وروستي لوبغاړي د اوټیدو چانس هم وه خو د راشد خان په لاس کېچ خطا شو. او ورپسې فضل حق فاروقي هم په ملا کې د درد له کبله لوبې ته دوام ورنشو کړی.

د هغه پر ځای وروستي دوه باله سلیم صافي وکړل.

د بنګله دېش یوازې یو لوبغاړی توحید حریدوی د اوږدې لوبې په لوبولو بریالی شو، نور تکړه لوبغاړي یې هاغسې ونه ځلیدل چې بنګله دېش ترې تمه کوله.

نوموړي د بنګله دېش په ګټه تر ټولو ډېرې ۵۱ منډې جوړې کړې. په نورو لوبغاړو کې ډېرې منډې د لېوټون ډاس دي، هغه ۲۶ منډې جوړې کړې او د مجیب الرحمان په بال کېچ اوټ شو.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې مخکې، افغانستان چې د دغې لوبې پچه یا ټاس وګاټه لومړۍ یې بنګله دېش ته د منډو جوړولو نوبت ورکړ او په ښکاره د افغان لوبډلمشر دا پرېکړه ګټوره بريښي.

د افغانستان لخوا لومړی بنګله دېشی لوبغاړی فضل حق فاروقي وسوځاوه، او وروسته پسې دا لړۍ وغځیده.

محمد سلیم صافی چې نن یې لومړۍ نړیواله لوبه ده د کومې وېکټې په اخېستو بریالی نشو هغه ۴ اورونه او دوه باله وکړل او ۳۶ منډې یې ورکړې.

د افغانستان په لوبډله کې رحمان الله ګوربز، حشمت الله شهیدي،‌ ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، فضل حق فاروقي، عظمت الله عمرزی،‌ مجیب الرحمان او سلیم ساپي شامل دي.

سلیم صاپی لومړی ځل دی چې په ملي لوبډله کې د افغانستان په استازولی لوبیږي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، دی د افغانستان ۵۶ لوبغاړی شو چې د دغه هېواد په استازیتوب نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د لوبیدو لپاره غوره کېږي

پرون سه شنبه د افغانستان او بنګله دېش لوبډلمشرانو په یوه خبري غونډه کې د خپلو لوبډلو د تیاریو او لوبو په اړه وروستي معلومات له رسنیو سره شریک کړل.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي دې غونډې ته ویلي، بنګله دېش ته د تازه چټک توپ اچونکو، تکړه ورو بالرانو او د بریا له نیت سره راغلي.

هغه د راشد خان ،فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي نومونه واخیستل او په وینا یې دوی له بنګله دېش سره ټېسټ لوبه کې نه وو خو په یو ورځنیو کې به وي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Bangladesh Cricket

حمشت الله شهیدي وویل، له بنګله دېش سره په اسیا جام او نړیوالو اتلولیو کې هم پلان شوې لوبې لري ځکه نو د ده په وینا دا لوبې ورته مهمې دي.

د کوربه بنګله دېش لوبډلمشر تمیم اقبال له افغانستان سره دا لوبې له دې کبله مهمې بللې دي چې د نړۍ پیاوړو بالرانو پر وړاندې به یې لوبډله لوبېږي.‌

ده وویل افغانستان یوازې ښه ورو توپ اچونکي نه بلکې تکړه چټک بالران هم لري.

نوموړي دا هم وویل فرصت ته په کتو به هڅه کوي چې لوبلړۍ پخپل نوم کړي او لوبډله یې اسیا جام او نړیوال جام ته له ښه مورال سره لاړه شي.