کرېکټ؛ د افغانستان او بنګله دېش تر منځ یو ورځنۍ لوبې، کومه لوبډله برلاسې ده؟

د عکس سرچینه، acb
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي، لندن
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د دریو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د بنګله دېش په کوربتوب چهارشنبه (پنځم، جولای) پیلېږي.
د لوبلړۍ له پیله مخکې د سې شنبې په ورځ د افغانستان او بنګله دېش لوبډلمشرانو په یوه خبري غونډه کې د خپلو لوبډلو د تیاریو او لوبو په اړه وروستي معلومات له رسنیو سره شریک کړل.
افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي دې غونډې ته وویل، بنګله دېش ته د تازه چټک توپ اچونکو، تکړه ورو بالرانو او د بریا له نیت سره راغلي.
هغه د راشد خان ،فضل حق فاروقي او عظمت الله عمرزي نومونه واخیستل او په وینا یې دوی له بنګله دېش سره ټېسټ لوبه کې نه وو خو په یو ورځنیو کې به وي.
حمشت الله شهیدي وویل، له بنګله دېش سره په اسیا جام او نړیوالو اتلولیو کې هم پلان شوې لوبې لري ځکه نو د ده په وینا دا لوبې ورته مهمې دي.
د نوموړي په وینا مجیب الرحمان، وفادار مومند او سلیم صافی هم د افغان لوبډلې د پیاوړتیا برخه ده او ټول لوبې ته چمتو دي.

د عکس سرچینه، Bangladesh Cricket
د کوربه بنګله دېش لوبډلمشر تمیم اقبال له افغانستان سره دا لوبې له دې کبله مهمې وبللې چې د نړۍ پیاوړو بالرانو پر وړاندې به یې لوبډله لوبیږي او د هغه په وینا دواړه لوبډلې د یوه بل د کمزورۍ او پیاوړتیا برخې ښې پېژني.
ده وویل افغانستان یوازې ښه ورو توپ اچونکي نه بلکې تکړه چټک بالران هم لري.
د تمیم اقبال په وینا د ټپونو له کبله لوبې ته پوره جوړ نه دی خو هغه ټنیګار وکړ چې په سبانۍ لوبه کې به ولوبیږي.
نوموړي دا هم وویل فرصت ته په کتو به هڅه کوي چې لوبلړۍ پخپل نوم کړي او لوبډله یې اسیا جام او نړیوال جام ته له ښه مورال سره لاړه شي.
د افغانستان او بنګله دېش خپل منځي لوبلړۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
دا په تېرو دوه کالونو کې د دغو دوه هېوادونو تر منځ د یو ورځنیو سیالیو دویمه لوبلړۍ ده.
تېر ۲۰۲۲م کال کې بنګله دېش د افغان لوبډلې د پنځو یو ورځنیو لوبو کوربه توب کړی و چې هغه مهال لوبلړۍ ۳-۲ بنګله دېش پخپل نوم کړې وه.
د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې کیدونکي هغو لوبو کې دریمه او وروستۍ پنځمه لوبه افغان لوبډلې په ترتیب سره د ۷ او ۸ وېکټو په توپیر ګټلي وې.
افغانستان داسې مهال له بنګله دېش سره مخ کيږي چې تازه یې شري لنکا ته د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ ۲-۱ بایللې، خو بنګله دېشۍ لوبډله بیا د ایرلنډ پر وړاندې د دوه پرلپسې بریاوو او لوبلړۍ ګټلو وروسته له افغانستان سره مخ ده.
نړیواله درجه بندي او وروستۍ لوبې

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان دا مهال د یو ورځنیو سیالیو په نړیواله درجه بندي کې نهم او بنګله دېش اووم مقام لري.
د کرېکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، افغانستان له ۱۳ یو ورځنیو سیالیو او بنګله دېش بیا د ۲۵ نړیوالو سیالیو لوبیدو وروسته دا مقامونه خپل کړي دي.
په شل اوریزو لوبو کې بیا دواړه څنګ په څنګ دي داسې چې بنګله دېش نهم او افغانستان لسم ځای لري.
دا درجه بندي که څه هم د لوبو شمېر له کبله ده چې په ښکاره افغانستان لږ کړي خو که خبره د وروستیو پنځو لوبو شي ښکاري چې د بنګله دېش د بریا ګراف له افغانستانه لوړ دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا درجه بندي که څه هم د لوبو شمېر له کبله ده چې په ښکاره افغانستان لږ کړي خو که خبره د وروستیو پنځو لوبو شي ښکاري چې د بنګله دېش د بریا ګراف له افغانستانه لوړ دی.
افغانستان وروستۍ یو ورځنۍ لوبې (د نومبر او بیا جون په میاشتو کې) د شري لنکا پر وړاندې کړي چې له پنځو هغو یې درې بایللې، یوه یي ګټلي او یوه د باران له کبله نده شوې.
بنګله دېش هم وروستۍ پنځه لوبې ( د مارچ او بیا مې په میاشتو کې) د ایرلنډ پر وړاندې کړي چې درې یې ګټلي او دوه لوبې له نتیجې پرته ختمې شوې.
د شري لنکا او ایرلنډ تر منځ بیا شري لنکا په ښکاره با تجربې او پیاوړې لوبډله ده دا په دې مانا چې بنګله دېش هم له ډېرو پیاوړو لوبډلو د پرلپسې بریاوو تازه مخینه نه لري او افغانستان چې ورځې ته په کتو ځينو لوبډلو ته یې سخت وخت ورکړی بنګله دېش هم وار خطا کولی شي.
د لوبډلو ترکیب

د عکس سرچینه، acb
بنګله دېش دغې لوبلړۍ ته د باتجربه او پخوانیو لوبغاړو تر څنګ په کورني کرېکټ (بنګله دېش پریمیر لیګ) کې ښه ځلیدونکي ځوان لوبغاړي غوره کړي او د تمیم اقبال په مشرۍ یې خورا متوازنه لوبډله اعلان کړي. دوی افغانستان ته په وروستۍ ټېسټ سیالۍ کې د سختې ماتې ګټوره تجربه هم لري چې دغو سیالیو کې به یې مورال لا لوړ وي.
افغانستان هم د څو نویو ځوانانو په ګډون د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ لوبډله اعلان کړې چې په متحده عربي اماراتو او بنګله دېش کې یې د لوبو لپاره تمرینونه هم درلودل.

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان په بریا کې د مشهورو ورو بالرانو رول ته ډېر پام کیږي، ویل کیږي راشد خان، مجیب، محمد نبي او ځينې نور لوبغاړي هر وخت لوبه بدلولی شي.
راشد خان چې د شري لنکا پر وړاندې په لومړیو دوه سیالیو کې د ټپ له کبله ونه لوبید په دې سیالیو کې شته او تر څنګ یې افغان لوبډلې ته د فضل حق فاروقي تر څنګ دوه نور چټک لوبغاړي هم نومول شوي.
په ټوله کې بنګله دېش د کرېکټ اوږده مخینه لري خو دا مهال افغان لوبغاړي هم د تجربې او د امکاناتو له کبله په داسې ځای کې دي چې د بنګله دېش تله وار له مخه درنه نشي بلل کیدای بلکې د سختو سیالو لوبو وړاندوینه کیږي.











