کرېکټ؛ د ۲۰۲۳ نړیوال جام مهالوېش اعلان شو، افغانستان له چا سره چېرته لوبې لري؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، ICC

د عکس تشریح، په دغه نړیوال جام کې ټول ټال لس لوبډلې له یوه بل سره مخ دي
    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام لوبې چې دا ځل د هند په کوربه توب کېږي، ټولټال نږدې یوه نیمه میاشت وخت نیسي.

په پام کې ده چې د نړیوال جام ۴۸ لوبې د هند په ۱۲ مشهورو لوبغالو کې تر سره شي، دا لوبغالي د هند په بېلابېلو ښارونو کې پراته دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا "ای‌سي‌سي" لخوا په اعلان شوې مهالوېش کې ښکاري چې د نړیوال جام لوبې به د اکتوبر پر پنځمه د هند په احمد اباد لوبغالي کې د تېر نړیوال جام د پایلوبې ګټونکي انګلنډ او ماتې خوړونکي نېوزلنډۍ ترمنځ پر لوبه پیل شي.

د افغانستان په ګډون د لسو لوبډلو ترمنځ د نړیوال جام دا سیالۍ به بیا د نومبر میاشتې تر ۱۹مې روانې وي.

د کرېکټ د دغو مهمو نړیوالو سیالیو مهالوېش د هند او پاکستان ترمنځ د ناندریو له کبله په څه ځنډ اعلان شو.

د ځنډ بل دلیل تر نړیوال جامه د ۱۰۰ ورځو معکوس حساب ښودل شوی چې سر له ننه به ورته هره ورځ لنډیږي.

د افغانستان لوبې کله او چېرې دي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د وخت لوبډلمشر محمد نبي او نوروز منګل د ۲۰۱۵م نړیوالو اتلولیو جام سره

په دغه نړیوال جام کې هره لوبډله له یوه بل سره لږترلږه یو ځلې مخ ده او په دې حساب افغانستان او هره بله لوبډله هرو مرو ۹ سیالۍ کوي.

د اعلان شوې مهالوېش له مخې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۷مه له بنګله دېش سره کوي.

د افغانستان دویمه لوبه د اکتوبر په ۱۱مه له هند سره په ډهلي کې پلان ده، دریمه هغه یې هم له انګلنډ سره د اکتوبر په ۱۴مه په همدې لوبغالي کې ده.

افغان لوبډله د اکتوبر په ۱۸مه له نېوزلنډ سره او ورپسې د اکتوبر په ۲۳مه له پاکستان سره په چنای لوبغالي کې مخامخېږي.

داسې ښکاري چې د کرېکټ نړیوالې شورا د دې لوبې د لوبغالي بدلیدو لپاره د پاکستان غوښتنه نه ده منلې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د رپوټونو له مخې پاکستان هڅه کوله له افغانستان سره دا لوبه د چنای پر ځای په بنګلور کې وکړي، او اندېښنه یې هم دا ښودل کېده چې چنای لوبغالي کې به افغان ورو بالران ډېر برلاسي وي.

په نړیوال جام کې د افغانستان د شپږمې او اومې لوبې سیالان لا نه دي معلوم خو دا ډاګیزه شوې چې افغان لوبډله به د اکتوبر په ۳۰مه او د نومبر پر درېمه د غوراوي روانو سیالیو له لارې نړیوال جام ته له دوه ورتلونکو مخکښو لوبډلو سره لوبې لري.

د غوراوي جام سیالۍ په زمبابوې کې روانې دي، چې د کرېکټ نړیوالې شورا دوه نور دایمي غړي شري لنکا او ویسټ انډیز هم پکې لوبېږي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، په نړیوال جام کې د افغانستان لوبې

افغان لوبډله به د نومبر پر ۷مه ممبۍ لوبغالي کې له اسټرالیا سره مخ شي،‌ چې پنځه ځله یې د کرېکټ یو ورځنیو لوبو نړیوالو اتلولي ګټلې ده.

دا سیالۍ له دې کبله مهمه ده چې اسټرالیا له دې وړاندې له افغانستان سره د سیاسي او بشري لاملونو له کبله سیالیو ته زړه نه دی ښه کړی او ان پلان شوې لوبې یې هم ونه کړې.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړیوال جام د پلان شویو لومړي پړاو سیالیو په چوکاټ کې د افغانستان نهمه لوبه له سویلي افریقا سره ده.

دا لوبه د نومبر پر لسمه د احمد اباد په ستر لوبغالي کې کیږي.

په لومړي پړاو کې چې ټولې لوبډلې له یوه بل سره لوبېږي هغه یي چې ډېرې سیالۍ ګټي یا لوړې نمبرې اخلي د سیالیو نیمه پایلوبو او پایلوبې ته لار موموي.‌

پایلوبه بیا د نومبر په ۱۹مه د یکشنبې په ورځ په احمد اباد لوبغالي کې تنظیم شوې ده.

د نړیوال جام ډېرې کتونکي او مهمې لوبې به کومې وي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

که څه هم د نړیوال جام هره لوبه مهمه او ګټل یې زیات ارزښت لري خو د کرېکټ نړیوالې شورا له دې ټولو سیالیو پنځه لوبې ډېرې زړه راښکونکي او مهمې بللې دي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د رپوټ له مخې د پاکستان او هند ترمنځ لوبه به له زړه راښکونکو سیالیو وي.

دا لوبه د اکتوبر پر ۱۵مه د احمد اباد په لوبغالي کې کیږي.

په داسې حال کې چې پاکستان وار له مخه هند ته پر تګ او کوربه لوبډلې سره په دغه ستر لوبغالي کې د مخامخېدو په اړه زړه نا زړه توب ښودلی و خو اوس داسې ښکاري چې لوبه به په همدې لوبغالي کې چې لسګونه زره مینه وال پکې ځایږي، کیږي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

ای سي سي په همدې ډول د انګلنډ او نیوزلنډ تر منځ هم د جالبې لوبې وړاندوینه کړې.

دوی دواړه د تېر ۲۰۱۹م کال د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام پایلوبې ته وتلي وو چې د انګلنډ په کوربه توب کیده.

دا لوبه ډېره جالبه او دومره نږدې وه چې سوپر اوور ته ورسېده او بالاخره کوربه لوبډلې د سوپر اوور له لارې نړیوال جام وګاټه. دا ځل به بیا زور سره ازمایي.

د هند او اسټرالیا او همدا راز د اسټرالیا او سویلي افریقا تر منځ لوبې هم داسې بلل شوې چې ډېر خلک ورته شیبې شمېري.

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

که څه هم ډیری افغانان د پاکستان او افغانستان تر منځ سیالۍ ډېرې څاري او خوښوي یي خو د کرېکټ نړیوالې شورا د رپوټ له مخې د نړیوال جام بله سیاله او مهمه لوبه به د افغانستان او بنګله دېش تر منځ وي .

دغې شورا د لوبې اهمیت په دې کې بللی چې دا د دغو دواړو سیالو لوبډلو ترمنځ په دغه نړیوال جام کې لومړۍ لوبه ده چې که هر څوک یې ګټي مورال به یې ورسره لوړېږي.

افغان لوبډله دا ځل د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره په ډېرو سیالیو کې مخ ده، وبه کتل شي چې افغان لوبغاړي چې اوس یې تجربه ډېره او د هند له میدانونو سره اشنا دي څنګه لوبیږي.

افغانستان له دې وړاندې د ۲۰۱۹م نړیوال جام اتلولیو کې کومه لوبه نه وه ګټلې خو په ۲۰۱۵م کال کې یې بیا له سکاټلنډه په وروستیو شېبو کې یوه لوبه وګټله.