کرېکټ کې د پاکستان غوښتنې؛ له افغان لوبډلې سره دې 'د نړیوال جام' لوبغالی او تمریناتي لوبه بدله شي

د عکس سرچینه، Getty Images
رپوټونه وايي، د نړیوال جام د رسمي مهالوېش له خپریدو مخکې د پاکستان کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا مخې ته د ځان په ګټه ځينې غوښتنې سپارلي دي.
د کرېکټ مشهورې وېبپاڼې 'کرېک انفو' او د پاکستاني رسنیو له قوله، پاکستان د کرېکټ له نړیوالې شورا هیله کړي چې له افغان لوبډلې سره د دغه هېواد په ۲ پلان شویو لوبو بیا غور وکړي.
د پاکستان کرېکټ بورډ لومړۍ غوښتنه دا ده چې له افغان لوبډلې سره د هند په چینای لوبغالي کې پلان شوې لوبه له اسټرالیايۍ لوبډلې سره هلته وکړي او له افغان لوبډلې سره لوبه بنګلور کې وشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د نړیوال جام اصلي مهالوېش به د روانې جون میاشتې په ۲۷مه خپور شي، خو ویل کیږي له اسټرالیا سره د پاکستان لوبه د جون په شلمه په بنګلور او له افغانستان سره د جون په ۲۳مه په چینايي کې تنظیم شوې ده.
د دې کار دلیل چې ولې پاکستان له افغان لوبډلې سره په چینای کې لوبه نه خوښوي، دا ښودل کېږي چې چینای لوبغالی د ورو توپ اچونکو لپاره ډېر جوړ دی او که له افغان لوبډلې سره هلته مخ کېږي، پاکستان ته ښايي سرخوږی جوړ کړي.
د یادونې ده چې افغانستان د نړۍ ښه ورو توپ اچونکي لري او په دې وروستیو کې د هند په لوبغالو هم ښه ځلیدلي.
د پاکستان کرېکټ بورډ یوه چارواکي رسنیو ته ویلي "که دا لوبغالي له یوه بل سره بدل شي پاکستانۍ لوبډله به په دواړو لوبو ښه برلاسي وي."
"تمریناتي لوبه هم که له افغان لوبډلې سره نه وي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان بله غوښتنه دا ده چې په نړیوال جام کې د اصلي لوبو له پیلېدو مخکې که له افغان لوبډلې سره تمریناتي لوبه هم له کوم بل هېواد سره ورته برابره شي.
د جیو نیوز تلویزون د رپوټ له مخې د پي سي بي د ننه سرچینو ورته دا غوښتنه تاید کړي او په وینا یي پاکستان غواړي دا لوبه له کومې غیر اسیايي لوبډلې سره وکړي چې ښه تجربه تر لاسه کړي.
د پاکستان کرېکټ بورډ د دغې غوښتنې په وضاحت کې ویلي "مونږ له نړیوال جام مخکې له افغانستان سره په اسیايي جام کې مخ یوو، ځکه نو بیا تمریناتي لوبه ورته ډېره ګټوره نده او ښه به دا وي چې له کومې غیر اسیايي لوبډلې سره خپله لوبډله و ازمويي."

د عکس سرچینه، acb
دا په داسې حال کې ده چې په اسیايي جام کې د افغانستان لومړۍ لوبې له شري لنکا او بنګله دېش سره دي خو که افغانستان او پاکستان نیمه پایلوبې یا پایلوبې ته رسیږي بیا به خپل منځي لوبې ولري.
له دې ښکاري چې پاکستان وار له مخه د افغان لوبډلې بل پړاو ته د وتلو اټکل کړی دی.
پاکستان په همدې ډول له هند سره سیالي چې د احمد اباد په لوبغالي کې پلان ده هم خوښ نه دی.
تحلیل دا دی چې هند په دغه ستر لوبغالي کې د خپلو ډېرو نندارچیانو له لارې په پاکستان د فشار اچولو ښه فرصت لري.
د پاکستان غوښتنې څومره د منلو دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان فکر کوي چې له افغانستان سره په چینای او له کوربه هندۍ لوبډلې سره په احمد اباد لوبغالي کې د دغه هېواد لوبې په لوی لاس د هند په مشوره ترتیب شوي.
د کرېکټ مشهورې وېب پاڼې 'کرېک انفو' د معلوماتو له مخې دا نده معلومه چې د کرېکټ نړیواله شورا به د پاکستان اندیښنې او غوښتنې څومره په پام کې ونیسي.
په عادي ډول ناامني او ګواښ د کومې پلان شوې لوبې د لوبغالي بدلولو تر ټولو ښه منونکی دلیل باله شي خو پاکستان په دغو غوښتنو کې په دې ډېر نه دی تم شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې وړاندې د ۲۰۱۶ شل اوریز جام پر مهال چې په هند کې کېده، د ګواښو له کبله د پاکستان او هند تر منځ د لوبې ځای بدل شوی و، هغه مهال یوه پلان شوې لوبه له درمسالا نه کلکتې ته بدله شوې وه.
د ۲۰۲۳م کال د کرېکټ نړیوال جام چې د یو ورځنیو لوبو په بڼه کېږي، له راتلونکي اکتوبر میاشتې په هند کې پلان دی چې لس لوبډلې به پکې لوبېږي.











