د افغان کرېکټ لپاره تاریخي اونۍ
په کرېکټ کې دا اوونۍ د افغانستان لپاره تاریخي وه. د یکشنبې یا اتوار په ورځ د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د اسیا اتلولۍ وګټلې. دوی په پایلوبه کې پاکستان ته لویه ماتې ورکړې. کابل ته په ستنېدو له هیلو سره سم د لوبډلې تود هرکلی وشو. فرید نظري یې هم لیدو ته ورغلی و.