ملګري ملتونه: له افغانستان او شاوخوا سيمې د میتامفیټامین قاچاق زيات شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) په خپل نوي راپور کې ویلي چې له افغانستان او شاوخوا سيمې د ميتامفيټامين (مېت) قاچاق په بې ساري ډول مخ په زیاتېدو دی. دغه زیاتوالی د طالبانو حکومت له خوا د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته رامنځ ته شوی دی.
نوي راپور کې راغلي، لکه څنګه چې افغانستان کې د کوکنارو کښت او سوداګري کمه شوې، د مېت قاچاق په هېواد دننه او سیمه کې په چټکۍ سره د زياتېدو په حال کې دی چې په وينا يې دا بدلون د مخدره توکو په غیر قانوني بازارونو کې د پام وړ تر سترګو کېږي.
په ۲۰۲۱ کال په افغانستان او شاوخوا سيمه کې نژدې ۳۰ ټنه مصنوعي نشه يي توکي نيول شوي، په داسې حال کې چې پنځه کاله وړاندې يې اندازه له درې ټنو کمه وه.
خو د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت مرستيال او د نشه يي توکو سره د مبارزې مسول مولوي عبدالحق همکاري دغه رپورټ رد کړی او وايي د مېت توليد نه دی زيات شوی او دوی اجازه نه ورکوي چې دا مودا افغانستان کې توليد شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
له دې وړاندې هم له نشي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر ويلي وو، "افغانستان په سیمه کې د میتامفیتامینونو یو له سترو تولیدوونکو هېوادونو دی چې د کوکنارو د کښت کموالی کولای شي د مصنوعي نشه یي توکو تولید زيات کړي چې بېلابېلې ډلې به ترې ګټه پورته کړي."
د ملګرو ملتونو چارواکو زياته کړې وه، د افغانستان حالت داسې دی چې پر کوکنارو بندیز ښايي د دې لامل شي چې قاچاق وړونکی هڅه وکړي د مېتامفيتامین صنعتي نشهيي توکو تولید ډېر کړي.
دغه ډول نشهيي توکي له هغه بوټي وځي چې په دې سیمه کې ډېر کېږي، که څه هم د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې دا له کيمیاوي توکو هم جوړېدی شي چې اوس هڅه کوي د قاچاق او تولید پر څرنګوالي يې ځان پوهول غواړي.
روغتيا پوهان وايي ځوانان تر ډېره دغه نشه يي مودا يا مېت کاروي چې په وینا يې روغتيا ته ډېر زيان رسوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو لکه ايران او پاکستان کې هم د مېت قاچاق کې زياتوالی راغلی دی. د فرانسې او استراليا په څېر هېوادونو د نيول شوي مېت په اړه ويلي چې ښايي له افغانستانه ور قاچاق کړل شوي وي.
له مخدره موادو سره د مبارزې اداره وايي، افغانستان کې ډېری مېت له هغو موادو جوړېږي چې د زکام او رېزش په درملو کې کارول کېږي.
دغه اداره وايي، د زکام عادي درمل او صنعتي کيمياوي توکي د مېت د جوړلو خورا اغېزناکه او ارزانه لار ده چې په وينا يې له همدې امله خورا لوی ګواښ جوړوي.
طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یې واک ترلاسه کړ، د اپریل په میاشت کې د کوکنارو پر کښت او توليد بندیز ولګاوه.
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یوه فرمان له مخې د کوکنارو کښت چې د نشه یي توکو ډول ډول مواد ترې جوړېږي، بند کړل. سرغړوونکو ته یې دا سزا هم وټاکله چې کښتونه به یې له منځه ځي او خپله به د "شریعت" له مخې مجازات کېږي.
طالب چارواکي وايي اوس يې امنیتي ځواکونه د کوکنارو د کرلو مخه نیسي او حاصلات یې له منځه وړي.











