طالبان وايي، دوه نیم زره هکټاره ځمکه یې د کوکنارو له کروندو پاکه کړې

کوکنار

د عکس سرچینه، Taliban government

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه یې توکو د کر، کیلې مخنیوي اړوند د خپل مشر د فرمان د پلي کولو په موخه یې تر دې دمه څه باندي ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

د چارواکو په خبره یو شمېر کسانو په دې ګومان، چې ګواکې حکومت به خپله پرېکړه بدله کړي، بیا ځل کوکنار کرلي خو کروندګر بیا وایي، د مجبورۍ او د بیو د لوړېدو له کبله ځینو کسانو دغه بوټی کرلی و.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د تېر کال په اپریل کې د یوه فرمان په ترڅ کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ، په داسې حال کې چې په هغه کال کې د کوکنارو د کروندو حاصلات له دې فرمان څخه مستثنا بلل شوي و.

د طالبانو د حکومت امنیتي کسانو لپاره سږکال د ازمېښت وخت دی، چې د خپل مشر کړې ژمنه چې نور به په افغانستان کې نشه یې توکي نه کرل کېږي په عمل کې پلي کړي.

هغه تصویرونه، چې د طالبانو د حکومت د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزې ادارې له بي بی سي سره شریک کړي، ښيي چې د طالبانو امنیتي کسان د کوکنارو کروندې، چې فصل ته رسېدلې په لرګیو ماتوي.

ویل کېږي، یو شمېر کسانو د کوکنارو کر، کیله د طالبانو له سترګو پناه د لویو کلاګانو او باغونو منځ کې کړې.

د هلمند د ګرمسیر اوسیدونکی حضرت ولي ناصري، چې کلونه کېږي پر خپلو ځمکو کوکنار کري وایي، سږکال یې ځکه دغه بوټی نه دی کرلی او پر ځای یې غنم کرلي، چې پوهیده د طالبانو د حکومت له خوا به یې کروندې ویجاړې او ان د خوړو څه به هم و نه مومي.

ناصري وایې هغو کسانو ، چې د باغونو او کلاګانو منځ کې په پټه کوکنار کرلي و، طالبان ورغلل او له یوه مخه یې ور مات کړل. دی زیاتوي:

''خلک مجبور او پوره وړي دي، پور ورکونکو له دوی څخه د پیسو غوښتنه کوله، ددې ستونزي د هوارۍ یوازینۍ حل لاره د کوکنارو کښت و، ځکه اوس د څلور کیلو تریاکو بیه درې سوه زره پاکستانۍ کلدارو ته رسېدلې. ''

ثور - غویی د پسرلي دویمه میاشت د افغانستان په سویلي ولایتونو کي د تریاکو د راټولولو یا نېښ وهلو موسم وي. تېرو کلونو کې به له بېلا بېلو ولایتونو په لسګونو موټرونو کې ګڼ سپاره کارګر هره ورځ له امنيتي پوستو له تېریدو وروسته د کوکنارو کروندو ته ځانونه رسېدل.

د نېښ وهلو موده شاوخوا یوه میاشت ده، چې د ګڼو بې روزګارو کسانو لپاره د عاید ښه سرچینه بلل کېږي.

کوکنار

د عکس سرچینه، Taliban government

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکي ۲۸ کلن عزت الله چې د کښت او کروندې تر څنګ د نېښ وهلو (تریاکو د فصل ټولولو ) لپاره نورو سیمو ته ځي وایې سږکال ترې بی برخي دی.

دی وايي: ''سږ کال د ځوانان جېبونه تش دي، ان اختر ته یې هم څه نه وو اخیستي، تېر کال په همدې موده کې هر يو له ٢٠ زرو تر ٣٠ زره افغانيو پورې عايد درلود، د نېښ لپاره به له ښار نه هم خلک راتلل او له یوې کورنۍ به دوو، دریو کسانو دلته په کروندو کې کار کاوه او له ۶۰ تر ۱۰۰ زره افغانیو پوري به یې عاید ترلاسه کاوه. ''

طالبانو ټیک یو کال وړاندي د نشه یې توکوپر کر، کیله سخت بندیزونه ولګول. طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال اپریل په لومړیو کې یوه اعلامیه خپره او د خپل مشر ملا هبت الله اخوند زاده له قوله یې لیکلي وو، چې له دې وروسته هېڅوک اجازه نه لري، چې په افغانستان کې کوکنار وکري.

په امر کې راغلي و، که څوک له دې امره سرغړوونه وکړي، د کوکنارو کرونده به یې له منځه وړل کېږي او ''له اسلامي شریعت سره سم '' چلن به ورسره کېږي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه یې توکو پر وړاندي د مبارزي معین عبدالحق همکار، چي ددغه امر د پلي کېدو دنده ورسپارل شوي وايي، په ښکاره هیچا کوکنار نه دي کرلي.

ښاغلی همکار وایي، یو شمېر کسانو د عادت یا هم دا چې ممکن حکومت خپله پرېکړه بدله کړي، د کوکنارو کښت ته بیا مخه کړې وه، خو د نوموړي په خبره یو بوټی به هم پرېنږدي.

همکار زیاتوي د خپل مشر د امر نه د سرغړوني په تور یې یو شمېر کروندګر نیولي هم دي، چې د قانوني چلند لپاره یې عدلي ادارو ته ورپیژندلي دي.

نوموړی وایي، ددې لپاره، چې د کروندګرو اقتصادي وضعیت ښه او بدیله لاره ورته برابره شي د بېلابیلو نړیوالو ادارو سره یې مجلسونه کړي خو کومه مثبته پایله یې نه ده ترلاسه کړې.

کوکنار

د عکس سرچینه، Taliban government

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپلي ښکېلتیا په وروستیو پنځلسو کلونو کې له اته ملیارد ډالرو څخه ډېر په دې هڅو کې ولګول، چې افغانستان کې د نشه یی توکو کر، تولید، کارو بار او قاچاق بند کړي، خو دا هڅې بریالۍ نه وې.

افغانستان لا هم په نړۍ کې د تریاکو او میټ ( شیشې ) تر ټولو لوی صادرونکی هېواد بلل کیږي، ځکه د نشه یي توکو او جرمونو د مخنیوي برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې 'یو این او ډي سي ' چارواکو په خپل وروستي راپور کې، چې تېر کال وروستیو کې خپور شو ویلي و، چې د ۲۰۲۱ کال پرتله ۲۰۲۲ کې د کوکنارو کروندې ۳۲ سلنه زیاتوالی ښوولی.

دا وروستیو کې له کوکنارو د ترلاسه کېدونکي هیروئین تر څنګ افغانستان کې د ایفډریا، چې یو غرنی بوټی دی، تولید هم شوی، چې د شیشې یا کرېستال د تولید برخه کې ترې ډېره ګټه اخیستل کېږي، که څه هم د طالبانو حکومت وایي، د ټولو نشه یي توکو د تولید مخه یې نیولی دی.

خو ځینو کروندګرو له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې تېر کال د تریاکو راټول شوی فصل یو شمېر قاچاق وړونکو او واکمنو کسانو په دې تمه، چې ددغه توکو بيې به څو برابره لوړي شي، له ځان سره ساتلی.

تېر کال د نشه یې توکو پر کرکیله له بندیز نه مخکي د څلور کیلو تریاکو بیه شاوخوا ۲۰۰ امریکایې ډالره وه، خو اوس ویل کېږي، دغه بیه څه باندي ۱۲ سوه امریکایي ډالرو ته ختلې ده.

د طالبانو تېره واکمنۍ کې د کوکنارو پر کرکیله ددغه ډلي د مشر له خوا تر بندیز وروسته ددغه نشه یې توکو بیي څو برابري لوړي شوې.