د امریکا سفارت شارژدافئیر: په افغانستان کې د مخدره توکو غیر قانوني کول مثبت ګام دی

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافئیر یان مککرې وايي، په افغانستان کې د مخدره موادو غیر قانوني کول ''لومړنی مثبت ګام دی، خو په وینا یې د دې چارې عملي کول مهمه چاره ده. ''
نوموړی په یوه ټویټر پیغام کې زیاتوي ''د یوې سالمې او او قانوني کروندې درلودل به د افغانستان اقتصاد او بالاخره د افغانانو لپاره ګټور ثابت شي. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د یادونې ده، چې طالبانو پر یکشنبه د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده یو پیغام خپور کړی، چې پکې ویل شوي، له دې وروسته په افغانستان کې د مخدره توکو کرکیله او پېر - پلور غیر قانوني دي.
د طالبانو مشر په پیغام کې راغلي، چې که څوک له دې امره سرغړونه وکړي، له ''اسلامي شریعت سره سم '' چلن به ورسره وشي.
بل لور وروسته له هغه چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د کوکنارو او نشه یي توکو پر کرکیله بندیز ولګاوه، په دغه هېواد کې د تاریاکو (اپیمو) بیې تر څلور برابره پورته شوې دي.
د بي بي سي خبریال مامون درانی په خپل رپوټ کې وايي، افغانستان کې د طالبانو حکومت پر داسي مهال د کوکنارو پر کښت بندیز لګوی، چي ددغه هېواد په ډېرو سیمو کي د کوکنارو نیښ وهل پیل شوي او یا هم پای ته رسېدلی.
تېره شنبه د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه یی توکو کرکیله ممنوع اعلان کړه.
د کوکنارو پراخ کښت په کور دننه د تریاکو بیي راغورځولې وې او یو من 'څلور نیم کیلو ' تریاک له ۱۰ تر ۱۵ زره افغانۍ پوري پلورل کېدل، خو اوس د یوه من بیه تر ۶۰ زرو افغانیو رسېدلې ده.
د نشه یې توکو یو کاروباري چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، بي بي سي پښتو ته وویل، د کروندګرو لپاره په سیمه کې د نشه یې توکو د بازارونو جوړېدو ښه فرصت برابر کړی، چې مخامخ او له ډاره پرته د اپیمو تولید پر قاچاق وړونکو وپلوري.
دغه قاچاقبر وايي، تېر دوو ورځو کې د یو من اپیمو بیه په ځینو سیمو کې تر ۸۰ زره هم رسېدلې ده.
تېر کال په افغانستان کې د اټکلیزو شمېرو له مخې پر ۲۲۴ زره هکټاره ځمکه کوکنارو کرل شوي وو، خو بزګر وايی چې د پروسږ کال پر تله سږ کال لا ډېرو ځمکو باندي کوکنارو کرل شوي، خو کره شمېر نه دی مالوم.
د یو شمېر کروندګرو لپاره د طالبانو د سرپرست حکومت وروستی اعلان، چي د هر ډول نشه یي توکو پر کښت یې بندیز لګولی، د ګټې وټې ښه زیر دی، ځکه تمه لري سږ کال د کوکنارو ترلاسه شوی محصول په ښه بیه وپلوري.
خو ځینو نورو کروندګرو له بي بي سي په خبرو کې ویلي، له وړاندې یې د نشه یي توکو له قاچاقبرانو په پور پيسې اخیستې او خپل تولیدات به پر پخوانۍ بیه پرې پلورلي، نه په لوړې شوې بیې.
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وړمه ورځ بي بي سي ته ویلي و چي د سږکال د تریاکو کښت او له هغه ترلاسه شوی محصول د دوی په نوی بندیز کې شامل نه دي او خلک کولاي شي په ازاده توګه یې وپلوري.
طالبانو د خپلي تېري واکمنۍ وروستي کال کې د تریاکو پر کرکیله هم ورته بندیز ولګاو چې هغه مهال هم د تریاکو بیي په کور دننه او نړیوالو بازارونو کي په کمساري ډول وختلې.
خو په تېرو شلوو کلونو کي د نړیوالو او مخکیني افغان حکومت له خوا پر طالبانو تور پور کېده چي د نشه یې توکو د کاروبار له اړخه یې هر کال میلیونونه ډالره ګټه جېبونو ته تلله.
مخکیني حکومت او په افغانستان کي مېشتو نړیوالو ځواکونو په تېرو دوو لسیزو کي په بیا بیارپوټونه ورکړي وو چي د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کي یې د هیروئینو د تولید فابریکې له منځه وړي دي.
خو طالبانو دغه رپوټونه په هر ځل ردول او دا یې د خپلو مخالفینو تبلیغات بلل.










