ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کرونده ۳۲ سلنه زیاته شوي، طالبان وايي"نه دي کرل شوي"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د کوکنارو کر له درېیو یوه برخه ډېر شوی. د مخدره موادو او جرمونو مخنیوي برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې 'یو این او ډي سي ' چارواکو په یوه تازه رپوټ کې او د نومبر پر لومړۍ نېټه خپور شوي ویلي، د تېر یوه کال موده کې په افغانستان کې د کوکنارو کروندې د تېر کال پرتله ۳۲ سلنه زیاتې شوې دي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د مخدره توکو کر، کیلې او قاچاق په تړاو دا د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړنی رپوټ دی چې خپرېږي.
د ملګرو ملتونو په وینا سږ کال په افغانستان کې د هغې ځمکې ساحه چې کوکنار پرې کرل شوي وو، ۲۳۳ زره هکتاره شوې ده او د ۲۰۲۲ کال لپاره د کرل شوې ساحې کچه له هغه راهیسې چې په افغانستان کې د کوکنارو کروندو څار پیل شوی، دریېم ځل تر ټولو پراخه ساحه ده.
د یو این او ډي سي اجراييه مشره غاده والې په دې هکله وايي: "افغان کروندګر د کوکنارو په اړوند اقتصاد کې ایسار پاتې دي او د افغانستان په لر او بر کې رامنځته شوې پېښې ښيي چې د مخدره توکو قاچاق له خنډ او ځنډ پرته روان دي."
نوموړې زیاتوي: "نړیواله ټولنه باید د افغانانو سختو اړتیاوو پوره کولو لپاره رامخکې شي او د مجرمانو هغو ډلو مخه ونیسي چې د نړۍ لر او بر کې خلکو ته د زیان رسولو لپاره مخدره توکي قاچاقوي."
د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي، د پخوا په څېر تېر کال هم د افغانستان سویل لوېدیځو سیمو کې تر ټولو زیات کوکنار کرل شوي وو، چې په ټول هېواد کې یې د کوکنارو کروندو پرتله برخه ۷۳ سلنې ته رسېده.
رپوټ کې راغلي هلمند د افغانستان هغه ولایت دی، چې یو پنځمه برخه داسې ځمکه یې د کوکنارو کر، کیلې لپاره کارول شوې وه، چې حاصل لري.
د طالبانو غبرګون
بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، دوی د ملګرو ملتونو تازه رپوټ بې بنسټه بولي. نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل: "اوسمهال په ټول افغانستان کې یو جریب داسې ځمکه هم نه شته چې کوکنار پرې کرل شوي وي"
نوموړي ادعا وکړه چې اوسمهال په ټول افغانستان کې د کوکنارو "یو بوټی کوکنار هم نه دی کرل شوی."
بي بي سي د افغانستان په ختیځ کې له ځینو بزګرو سره د کوکنارو د کښت په اړه خبرې وکړې. هغوی وايي، په ځینو سیمو کې کوکنار کرل شوي دي. دغه بزګر دا هم وايي چې یو شمېر بزګر طالبانو له همدې امله بندیان کړي او ځینو سیمو کې د کوکنارو فصل بېرته اړول شوی دی. دغه بزګر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي "په ځانګړي ډول په لېرې پرتو سیمو کې کوکنار ډېر کرل شوي دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې د روان کال په اپریل کې طالبانو د مخدره موادو پر کر، کیله سخت بندیزونه ولګول. طالبانو د ۲۰۲۲ کال اپریل په لومړیو کې یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده له قوله ویل شوي وو، له دې وروسته هېڅوک اجازه نه لري، چې په افغانستان کې کوکنار وکري.
په امر کې راغلي وو که څوک له دې امره سرغړوونه وکړي، د کوکنارو کرونده به یې له منځه وړل کېږي او ''له اسلامي شریعت سره سم '' چلن به ورسره کېږي.
اوس له بي بي سي سره مرکه کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د دوی د مشر شیخ هبت الله له هغه امر وروسته په ټول افغانستان کې چا کوکنار نه دي کرلي.
افغانستان په نړۍ کې د مخدره توکو له خورا لویو تولیدونکو هېوادونو یو دی، چې دا وروستیو کې له کوکنارو د ترلاسه کېدونکي هیروئین تر څنګ پکې د یوه بل خورا خطرناک نشه يي توکي کرېسټال یا شیشې تولید هم ډېر شوی.
اټکلونه ښيي په افغانستان کې کرل شوي کوکنار د نړۍ مخدره موادو بازارونو کې اتیا سلنه ونډه لري، چې له دې مخکې هم پرې رسماً بندیزونه لګېدلي وو، خو د عمل په ډګر کې یې ډېر اغېز نه لیدل کېده.
طالبانو په خپله لومړنۍ واکمني کې هم پر کوکنارو بندیز لګولی و، که څه هم وروسته داسې رپوټونه وو، چې د جګړې پر مهال طالبانو له همدې لارې د ماليې په بڼه عاید ترلاسه کاوه، خو دوی تل دا رپوټونه رد کړي دي.









