په ميانمار کې د سېلابونو له کبله له سلو ډېر کسان مړه شوي

د عکس سرچینه، EPA
په ميانمار کې د سختو بارانونو وروسته د سېلابونو او ځمکښوېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۱۳ تنه مړه شوي دي. يو شمېر راپورونه بيا د مړو شمېر له دې زيات ښيي. د ميانمار حکومت يوه وياند د ۶۴ تنو د لادرکه کېدو پخلی هم کړی دی.
په همدې حال د اې اېف پي خبري اژانس وايي، له ۳۲۰ زره ډېر خلک لنډمهالو پنډغالو ته په کډه کولو اړ شوي دي.
دغه سېلابونه له ياګي توپان وروسته چې ويتنام، چين او فېلپين يې هم ځپلي سږ کال په اسيا کې تر ټولو لوی او ويجاړونکی توپان بلل شوی دی.
ميانمار ته له رسېدو وړاندې د دغه توپان له کبله ۲۸۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
په ميانمار کې حکومتي رسنۍ وايي، د جمعې تر ماښامه نژدې ۶۶ زره کورونه، ۳۷۵ ښوونځي، سړکونه او نورې ودانۍ ویجاړې شوې دي.
د ازادې اسيا په نامه راډيو په ميانمار کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۶۰ تنه ښودلی دی. د جاپان دولتي تلويزيون بیا وايي د شنبې تر ورځې په دې هېواد کې له ۱۲۰ ډېرو کسانو د سېلابونو او ځمکښوېدنې له کبله خپل ژوند بايللی دی.

د عکس سرچینه، EPA
يوه عيني شاهد اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي، چې د پړي په مرسته يې د خلکو د ژغورولو هڅه کوله او وايي داسې کورنۍ يې وليدې چې غړي يې د مرستې په موخه د خپلو کورونو بامونو ته ختلي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو ورځو کې د اروپا په مرکزي او ختيځو برخو کې هم سخت بارانونه اورېدلي چې له کبله يې په رومانيا، چک جمهوريت، پولنډ، اتريش، سواکيا او هنګري کې سېلابونه راوتلي او په سيندونو کې د اوبو کچه لوړه شوې ده.
د ملګروملتونو د راپور له مخې، د میانمار د دری کلنې کورنۍ جګړې له امله چې په زرګونو کسان پکې وژل شوي او څه دپاسه دوه اعشاریه شپږ میلیونه خلک بې کوره شوي، د میانمار ډېر نفوس کډه کولو ته اړ شوی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر د راپور له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۱۸.۶ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
نړیوال سره صلیب په خپل وروستي تازه راپور کې ویلي، په میانمار کې ډېری کورنۍ پاکو اوبو او روغتیا ساتنې ته محدود لاسرسی لري او لومړني درمل او روغتیایي پاملرنې نه لري.











