'له ښځو د جنسي اړیکې غوښتنه کېږي'

- Author, صوفیا بیتیزا
- دنده, د ایټالیا په ټریسټ کې د نړیوالې روغتیا خبریاله
استر د لاګوس په سړکونو کې وېدېدله چې یوه ښځه له دې ژمنې سره ورغله چې له نایجېریا نه اروپا ته د تللو لاره چاره او هلته د کار او کور فرصت ورته برابروي.
هغې د نوې ژوند هیله لرله، په ځانګړي ډول په بریتانیا کې. د تاوتریخوالي او ناوړه پالنې له کوره ایستل شوې وه او نور هېڅ داسې څه نه وو چې پاتې شي. خو کله چې هغې په ۲۰۱۶ کال کې لاګوس پرېښود او د صحرا له لارې لیبیا ته ولاړه، نه پوهېده چې مخکې څه سختې او دردناکې ورځې لري؛ کلونه کلونه یې په جبري فحشا او په یو هېواد پسې بل هېواد کې د پنا غوښتلو مبارزه وکړه.
د اروپايي ټولنې د پنا غوښتنې ادارې په وینا، د نامنظمو کډوالو او پناغوښتونکو ډېری برخه نارینه دي، یعنې شاوخوا ۷۰٪. خو د استر په څېر ښځو شمېر چې اروپا ته د پنا لپاره راځي، په چټکۍ ډېرېږي.
د ایټالیا د نړیوالې ژغورنې کمېټې مشره ایریني کونتوګیانیس وايي: "موږ وینو چې د یوازې سفر کوونکو ښځو شمېر زیات شوی، هم د مدیترانې په لاره او هم د بالکان په لاره."
د دې ادارې د ۲۰۲۴ کال راپور ښيي چې د بالکان له لارې ایټالیا ته د یوازې بالغانو ښځو راتګ ۲۵۰٪ زیات شوی او د کورنیو شمېر ۵۲٪ لوړ شوی.
د کډوالۍ لارې ډېرې خطرناکې دي. تېر کال یوازې په اروپا کې ۳۴۱۹ کډوال د مړو یا نادرکه کېدو په توګه ثبت شول چې دا د نړیوال مهاجرت سازمان په خبره تر ټولو مرګونی کال و.
خو د ښځو لپاره د جنسي تاوتریخوالي او استثمار خطر نور هم زیات وي. لکه څه چې له استر سره وشول، هغه مهال چې هماغې ښځې خیانت ورسره وکړ چې د ښه ژوند ژمنه یې وکړې وه.
استر وايي: "هغې زه په یوه خونه کې بندي کړم او یو سړی یې راوست. هغه ما سره په زور جنسي اړیکه ونیوله. زه لا باکره وم." هغې وویل: "دا همداسې کوي… د نایجېریا له بېلابېلو کلیو ځوانې نجونې ټولوي او لیبیا ته یې وړي چې جنسي وینځې یې کړي."

د عکس سرچینه، Barbara Zanon/Getty Image
د کډوالۍ نړیوال سازمان (ایاواېم) مشرې اوګوچي ډانیلز بي بي سي ته وویل: "د ښځو تجربې له نارینهوو ډېرې بېلابېلې او زیاتې خطرناکې وي. حتی هغه ښځې چې په ډلو کې سفر کوي، په دوامدار ډول له خوندیتوب بې برخې وي او د قاچاقبرو یا نورو کډوالو له لوري د ناوړې ګټې اخیستنې له خطر سره مخ وي."
ډېرې ښځې پر دې خطرونو پوهېږي، خو بیا هم سفر کوي، د ځان لپاره کانډوم ورسره وړي یا د میندوارۍ ضد وسایل لګوي چې که په لاره کې پرې برید وشي، میندواره نه شي.
د ضد قاچاق شبکې "ستیلا پولاري" مشره هرمین ګبېدو وايي: "ټول کډ،ال باید قاچاقبر ته پیسې ورکړي، خو له ښځو ډېر وخت تمه کېږي چې د پیسو پر ځای جنسي اړیکه ونیسي."
مېرمن ګبېدو په تریست ښار کې د ښځینه کډوالو ملاتړ کوي. تریست د ایټالیا په شمال ختیځ کې یو بندري ښار دی چې د کلتورونو ګډه پوله بلل کېږي او د هغو کسانو د ننوتلو اصلي نقطه ده چې د بالکان له لارې اروپايي ټولنې ته داخلېږي. له دې ځایه ډېر کسان جرمني، فرانسې او بریتانیا ته خپل سفر ته دوام ورکوي.
له څلورو میاشتو استثمار وروسته چې استر په لیبیا کې تېرې کړې، د تېښتې توان یې وموند. هغه د مدیترانې سمندر په ربړي کښتۍ کې واوښتله چې وروسته د ایټالیا د ساحلي ساتونکو له لوري وژغورل شوه او لامپدوسا ټاپو ته یوړل شوه.
هغې درې ځله د پنا غوښتنه وکړه، تر هغه چې بالاخره ورته د کډوالۍ قانوني حیثیت ورکړل شو.
هغه کسان چې له هغو هېوادونو پنا غواړي چې د "امن" په توګه وګڼل شي، ډېر وخت ردېږي. په هغه وخت کې ایټالیا نایجېریا د ناامن هېواد په توګه ګاڼه، خو دوه کاله مخکې یې دا ارزونه بدله کړه، ځکه چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال د لویې کډوالۍ څپې وروسته د اروپا ډېری حکومتونو خپل مقررات سخت کړل. له هغه وروسته د پنا غوښتنو د لا محدودولو غږونه لا پسې لوړ شوي دي.

"د پراخې کچې کډوالۍ پرلپسې ساتل ناشوني دي، هېڅ لاره نه لري"، د جورجیا مېلوني د ښي اړخي حکومت پارلماني غړی نیکولا پروکاسيني وايي. "موږ کولای شو هغو ښځو ته خوندي ژوند ورکړو چې رښتیا په خطر کې دي، خو ټولو ته نه."
رقیب احسان، چې د کنزرويټیف څېړنیز مرکز "پالېسي اېکسچېنج" ارشد غړی دی، خبرداری ورکوي: "موږ باید په پرېکړو کې کلک واوسو. باید هغو ښځو او نجونو ته لومړیتوب ورکړو چې په جګړه ځپلو سیمو کې سملاسي له خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول هلته چې جنسي تېری د جګړې د وسلې په توګه کارېږي."
هغه استدلال کوي چې دا کار اوس هم په دوامداره توګه نه کېږي او که څه هم د هغو ښځو له ستونزو سره خواخوږي لري چې اروپا ته د خطرناکو لارو په اوږدو کې له کړاوونو سره مخ کېږي.
خو ډېری ښځې چې له هغو هېوادونو راځي چې "امن" ګڼل کېږي، ادعا کوي چې د ښځولۍ له امله ورسره شوی زورزیاتی او ناوړه چلند د دې لامل شوی چې په خپل هېواد کې ژوند ورته ناشونی شي.
دا د ۲۸ کلنې نینا لپاره هم داسې وو، چې د کوسوو اوسېدونکې ده.
هغه وايي: "خلک ګمان کوي کوسوو کې هر څه سم دي، خو دا رښتیا نه ده. د ښځو لپاره حالات ډېر خراب دي."
د نینا په خبره، هغه او خور یې د خپلو بوایفرېنډ یا هلک ملګرو لخوا جنسي ځورول شوې وې او هغوی یې جبري فحشا ته اړې کړې وې.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) د ۲۰۱۹ یوې سروې وړاندیز کړی و چې په کوسوو کې ۵۴٪ ښځې له ۱۵ کلنۍ راهیسې د خپلو نژدې شریکانو له خوا له رواني، فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.
هغه ښځې چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له امله ځورېږي، د اروپا د شورا د "استانبول کنوانسیون" له مخې د پنا حق لري او دغه حق تېر کال د اروپايي اتحادیې د عالي محکمې په تاریخي پرېکړه کې هم تایید شو. کنوانسیون د جنس پر بنسټ تاوتریخوالی رواني، فزیکي او جنسي تعریفوي او د ښځینه جنسي غړو پرېکول (FGM) هم پکې شامل دي.
خو د خیریه بنسټونو په وینا، د دې کنوانسیون احکام تر اوسه په یوه بڼه نه پلي کېږي.
د "اینډ FGM European Network" مشره ماریان نګیونا کانا وايي: "ډېر هغه چارواکي چې د پنا غوښتنې د ارزونې په میدان کې کار کوي نارینه دي او دومره ښه روزل شوي نه دي چې له دې خورا حساسې موضوع، لکه د ښځینه جنسي غړو پرېکولو سره په طبي او رواني لحاظ سم چلند وکړي."
هغې وویل ډېرې ښځې د پنا له حقه بېبرخې کېږي، ځکه چارواکي په غلطه ګومان کوي چې که یوه ښځه مخکې له FGM تېره شوې وي، نور په خطر کې نه ده.
نګیونا کانا وايي : "موږ داسې قاضیان هم لرلي چې وایي: 'ستا غړي مخکې پرې شوي دي، نو دا ستا لپاره خطرناک نه دي چې بېرته خپل هېواد ته ولاړه شې، ځکه هغوی نشي کولای دا کار بیا درباندې وکړي'."

د عکس سرچینه، International Rescue Committee
کله چې خبره جنسي تاوتریخوالي ته رسېږي، د بریتانیا (ښځې د کډوالو ښځو لپاره) خیریه بنسټ کارکوونکې کارېنزا ارنولډ وايي چې د دې ثابتول ډېر ستونزمن وي، ځکه دا د فزیکي شکنجې په څېر ښکاره نښې نه پرېږدي او د ښځو لپاره ټولنیز بندیزونه او کلتوري حساسیتونه دا بهیر نور هم سختوي.
ارنولډ وايي: "ښځې ډېر وخت په بیړه د ارزونې پروسې ته داخلېږي او ښايي هغه جنسي تاوتریخوالی چې ورسره شوی وي، هغه مهاجرتي افسر ته و نهښيي چې دوی همدا اوس ورسره لومړی ځل مخ کېږي."
د نړیوال مهاجرت سازمان بي بي سي ته ویلي چې د ښځو پر وړاندې ډېری تاوتریخوالی د سفر پر مهال پیښېږي.
اګوچي ډانیلز وايي: "ډېرې ښځې په خپل وطن کې د خپلو شریکانو له جنسي تاوتریخوالي تښتي، خو په سفر کې له هماغه تاوتریخوالي سره بیا مخ کېږي."
دا د نینا او د خور په حق کې هم رښتیا وه. دوی چې له خپلو ظالمو ملګرو په تېښته وې او ایټالیا ته د نوي ژوند لپاره روانې شوې، له نورو ښځو سره یو ځای د ختیځې اروپا ځنګلونو ته واوښتې چې د پولیسو له سترګو پټې پاتې شي. هلته، د دوی په خبره، د نارینه کډوالو او قاچابرو لخوا پرې برید وشو.
نینا وايي: "که څه هم په غره کې وو او تیاره وه، د چیغو غږونه به اورېدل کېدل. سړي به د څراغ سره ښکاره شول، رڼا به یې زموږ پر مخ واچوله، هغه ښځه به یې غوره کړه چې غوښتله یې او بیا به یې ژور ځنګل ته بوتله.
"د شپې مې د خپلې خور ژړا اورېده، چې په چیغو مرستې غوښتله."
نینا او د هغې خور ایټالیايي چارواکو ته وویل که بېرته وطن ته ستنې شي، د خپلو پخوانیو ملګرو لخوا به ووژل شي. بالاخره دواړو ته پنا ورکړل شوه.
خو د استر مبارزه د کډوالۍ د حق ترلاسه کولو لپاره تر دې ډېر اوږده وه.
هغې په ۲۰۱۶ کال کې په ایټالیا کې پناه غوښتنه وکړه، خو له ډېر انتظار وروسته فرانسې ته ولاړه او بیا جرمني ته ولاړه، هلته د هغې پنا رد شوه. د اروپايي ټولنې د "ډبلین مقرراتو" له مخې، پنا غوښتونکی باید په هغه لومړي اروپايي هېواد کې پنا وغواړي چې دوی ورننوتې دي.
استر ته په ۲۰۱۹ کال کې په ایټالیا کې پنا ور کړل شوه.
نژدې لس کاله وروسته له هغه چې نایجېریا یې پرېښې ده، استر اوس فکر کوي چې ایا هغه ټول درد، ظلم او سفر چې یې تېر کړ د دې ارزښت درلود چې دې ځای ته راورسېږي که نه: "زه خو لا هم نه پوهېږم چې ولې دې ځای ته راغلې یم."








