کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير سفر: د افغان کډوالو د ستونزو، سياسي او اقتصادي همکاريو په اړه خبرې شوې

امير خان متقي او اسحاق ډار

د عکس سرچینه، TALIBAN

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، طالب چارواکو د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير محمد اسحاق ډار سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ستونزو، سياسي او اقتصاد همکاریو تر څنګ د لويو پروژو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د شنبې په ورځ (۱۹ اپرېل) د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی چې هلته يې د طالبانو حکومت د رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د رياست الوزرا د ادراې مرستيال عبدالسلام حنفي سره ليده کاته کړي دي.

په دې وروستيو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړيکې ترينګلې شوې او د غیر قانوني او هغو افغانانو د ایستلو لړۍ يې ګړندۍ کړې چې د پاتې کېدو لنډمهاله اجازه یې درلوده.

يو شمېر تازه ستانه کړل شوي افغانان هلته د چارواکو او امنيتي ځواکونو له خوا له ناوړه چلند شکايت کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې، "اسحاق ډار ويلي له افغان کډوالو سره به ناوړه چلند نه کېږي او دوی به په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کوي... د افغان کډوالو جايدانونه او سرمايې د هغوی ملکيت دی او اجناس يې هېڅوک نشي ايسارولی."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې سفر کې له سناتور ښاغلي ډار سره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی او سفیر صادق خان، ‌د وزیر اعظم ځانګړی سلاکار طارق باجوه، د سوداګرۍ‍، رېل پټلۍ او کورنیو چارو فدرالي سکرتران او نور لوړپوړي چارواکي هم ملګري دي.

د ویډیو تشریح، کبل د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال هرکلي ته د طالبانو ځینې چارواکي مخې ته ورغلي وو

دا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کابل ته د ښاغلي ډار لومړنی سفر دی.‌

کابل کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او پلاوي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ځینې چارواکي د هرکلي لپاره مخې ته ورغلي وو.

په داسې حال کې چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکي په وروستیو کې ترینګل شوي،‌ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د دې سفر موخه له افغانستان سره د اسلام‌اباد د امنیتي اندېښنو، سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کول دي.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

په ورته وخت کې پاکستان کې د وسله‌والو بریدونه ډېر شوي او اسلام‌اباد یې پړه پر تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) اچوي، پاکستان افغان طالبان تورنوي چې دغې ډلې ته یې پنا ورکړې، خو کابل دا تورونه بیا بیا رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، اسحق ډار د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي په بلنه کابل ته غوښتل شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار به د طالبانو حکومت له رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند، د اداري چارو له مرستیال ملا عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ژورې خبرې وکړي.

اسحاق ډار د سفر له وړاندې د پاکستان له دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ومنله، چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې ترینګلي شوي دي.

هغه وویل: "زه باور لرم چې د پاکستان امنیت، د دې خلکو ژوند او شتمنۍ ډېر مهم دي، نو زموږ له اندېښنو یوه د ترهګرۍ په اړه ده، چې موږ به پرې خبرې وکړو".

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

ښاغلي ډار دا هم وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې لپاره پراخ فرصتونه شته.

هغه زیاته کړه: "زموږ له مرکزي اسیايي هېوادونو سره اړیکې د رېل‌پټلۍ له لارې ټینګېدای شي، خو دا تر هغه امکان نه لري، چې افغانستان په دې برخه کې شریک نه وي."

د اسحاق ډار سفر په داسې حال کې هم ترسره کېږي چې پاکستان د هغو افغانانو د شړلو کمپاین ګړندی کړی، چې هغوی یې "ناقانونه کډوال" ګڼي او بې له شواهدو یې په ځانمرګو بریدونو او وسله‌وال فعالیتونو کې ښکېل ګڼي. دغه ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي دي.

کابل ته د ښاغلي ډار له سفر وړاندې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوي پاکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له معین محمد خرم اغا سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه کتلي دي.

ښاغلي عزیزي د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې او د درې اړخیزې کمېټې د جوړېدو، د شتمنیو د انتقال او د قانوني میکانیزم د جوړښت غوښتنه یې کړې ده. پاکستاني لوري ډاډ ورکړی، چې کډوال نه زنداني کېږي او د بېرته ستنېدو تر وخته په کمپونو کې ساتل کېږي.

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پرون د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۶۶ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۳۰ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزیر پاکستاني لوري ته یو وړاندیز هم کړی، چې له مخې یې باید د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تر منځ یوه درې اړخیزه ګډه کمیټه جوړه شي، چې د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو بهیر وڅاري. په ورته‌مهال پاکستاني لوري ژمنه کړې چې له افغان کډوالو سره به سم او مناسب چلن کوي.

پرون د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۶۶ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۳۰ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

هم‌مهاله، د ماشومانو خوندیتوب سازمان ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې له پاکستانه په جبري توګه نژدې ۵۰ زره افغان ماشومان ایستل شوي.

د دې سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبره تردې مهاله له دغه هېواده په جبري توګه د ایستل شویو ۹۴۰ زره افغانانو له جملې ۵۸ سلنه یې ماشومان دي، په داسې حال کې چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هېواد ته د تازه راستنو شویو کډوالو لپاره په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو برابرولو ژمنه کړې ده.