د کورنیو چارو لپاره د پاکستان مرستیال وزیر وايي، د ناقانونه بهرنیانو ایستلو لړۍ روانه ده، ضرب الاجل نه غځول کېږي

په تورخم کې ځايي چارواکي وايي، تېره اوونۍ د کډوالو څلور زره کورنۍ له همدې لارې افغانستان ته شړل شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تورخم کې ځايي چارواکي وايي، تېره اوونۍ د کډوالو څلور زره کورنۍ له همدې لارې افغانستان ته شړل شوې دي.

د کورنیو چارو لپاره د پاکستان مرستیال وزیر طلال چودري وايي، له ۸۰۰ زره ډېر هغه افغان کډوال خپل هېواد ته استول شوي، چې د افغانستان سټیزن کارډونه (اې سي سي) یې درلودل او پاکستان کې مېشت وو.

نوموړي پرون پنجشنبه د دې موضوع په هکله وویل: ''د بهرنیانو ایستلو لړۍ روانه ده... د ضرب الاجل موده نه غځول کېږي. تر اوسه پورې ۸۵۷ زره او ۱۵۷ افغان سټیزن کارډ لرونکي او نور بهرنیان خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.''

طلال چودري زیاتوي پاکستان کې ۸۱۵ زره افغان سټیزن کارډ لرونکي کډوال ثبت او راجستر دي.

د یادونې ده، چې د پي او ار په نامه د ثبت او راجستر پروګرام په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوی و، چې د رسمي شمېرو له مخې تر ۲۰۲۳ کاله پورې یې دوام وکړ او له مخې یې پنځلس لکه او ۶۹ زره او ۵۲۲ افغان کډوال ثبت او راجستر شوي وو.

د کورنیو چارو لپاره د پاکستان مرستیال وزیر په خبره، د کډوالو ایستلو پرېکړه ''په هېواد (پاکستان) کې د ترهګرۍ پېښو په پام کې نیولو سره شوې ده.''

نوموړی زیاته کړه، د ''ون ډاکومنټ رژیم (یوه سند ترلاسه کولو) له لارې هر څوک کولای شي پاکستان ته سفر وکړي، کاروبار وکړي او دلته واوسېږي. همداسې افغانان هم کولای شي د ویزو له ترلاسه کولو وروسته پاکستان ته راشي، څومره خلک چې موږ استوو، دوی کولای شي د پاکستان ویزې واخلي او له قانوني اسنادو سره دلته راشي او اوسېږي.''

د یادونې ده، چې د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر تېره اوونۍ ویلي و چې له دې ایالته به افغان کډوال په زور نه ایستل کېږي، خو د پاکستان له نورو ایالتونو ایستل شوي کډوال وايي، هلته دا لړۍ روانه ده.

د افغان وګړو ځانګړي کارډ یا (اې سي سي) لرونکو او بې اسنادو افغانانو لپاره له پاکستانه د وتلو ټاکلي ضرب الاجل (مارچ ۳۱مې) له پای ته رسېدو وروسته داسې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې د اختر په مناسبت تر لسو ورځو پورې د ضرب الاجل موده غځول شوې، خو له دې سره هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو نیولو او د زور له لارې له پاکستانه د ایستلو لړۍ روانه وه.

په تورخم کې څه تېرېږي؟

په تورخم کې د بي بي سي خبریال د ځايي چارواکو له قوله وايي، هره ورځ له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کورنیو پورې افغانستان ته استول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تورخم کې د بي بي سي خبریال د ځايي چارواکو له قوله وايي، هره ورځ له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کورنیو پورې افغانستان ته استول کېږي.

د بي بي سي خبریال یما بارز چې تورخم ته ورغلی، پرون پنجشنبه په خپل رپوټ کې د ځايي چارواکو له قوله وویل، چې هره ورځ له ۷۰۰ نیولې تر ۸۰۰ د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته ستنېږي. د ځايي چارواکو په وینا تېره اوونۍ نژدې څلور زره کورنۍ په زور افغانستان ته شړل شوې دي.

تورخم ته نژدې لنډي کوتل کې پاکستاني چارواکو بي بي سي ته وویل، د اپریل میاشتې تر نهمې پورې د تورخم له لارې تر ۲۵ زرو ډېر کډوال افغانستان ته استول شوي دي.

په لنډي کوتل کې ځايي چارواکي وايي، د پاکستان کراچۍ او راولپنډۍ ښارونو کې نیول شویو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم وو، چې پنجاب پولیسو د پېښور کارخانو بازار سره نژدې د کډوالو ساتلو کمپ کې دوی ته سپارلي وو.

دوی وايي، دغه اتیا سلنه کسان پنجاب ایالت کې نیول شوي وو او نور داسې دي، چې په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي.

پاکستان کې اړوند مسوولین وایي چې د نیول شویو کډوالو لپاره ځانګړي کمپونه چمتو کړي، چې افغانستان ته له استول کېدو مخکې په هغو ځایونو کې ساتل کېږي.

د راپورنو له مخې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د داسې کډوالو اسنادو ارزونې لپاره په پېښور او لنډي کوتل کې دوه مرکزونه چمتو شوي دي.

بل لور په کابل کې د افغانستان کډوالو چارو وزارت مسوولین وايي، د روانې میاشتې له پیله له ۲۰ زرو ډېر کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو حکومت کډوالو چارو وزارت ویاند مولوي عبدالمطلب حقاني په وینا د اپریل له لومړۍ تر نهمې نېټې پورې له پاکستانه ۲۰۱۲۹ کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو شمېرو له مخې پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال اوسي، چې نژدې نیمايي یې هلته د اوسېدو لپاره اړین اسناد لري.