'پاکستان کې موږ افغانان بولي، افغانستان کې موږ پاکستانیان ګڼل کېږو'

افغان کډوال

د عکس سرچینه، gettyimages

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت وايي، یوازې تېره دوشنبې ورځ پاکستان او ایران شاوخوا شپږ زره افغان کډوال شړلي دي
    • Author, عزیزاللہ خان
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو، پېښور

پاکستان کې یو ځل بیا د افغان کډوالو د شړلو لړۍ روانه ده، چې له امله یې نیونې او چاپې هم لیدل شوي دي.

دا ځل ډېر تمرکز پر پنجاب ایالت اوپلازمېنه اسلام‌اباد شوی، له هغه ځایه هغه افغان وګړي چې په ناقانونه ډول اوسېږي، بېرته افغانستان ته استول کېږي.

یوشمېر افغانانو بي‌بي‌سي ته ویلي: "د وېرې څپه هر وخت زموږ پر سر را ګرځي اوس خو موږ هېڅ وطن نه لرو... په پاکستان کې موږ افغانان بلل کېږو او په افغانستان کې موږ ته پاکستانيان ویل کېږي."

په پاکستان کې د فدرالي حکومت له خوا هغه افغانان چې په ناقانونه ډول اوسي یا د افغان سیټیزن کارډ لرونکي دي، پر ضد پراخ عملیات روان دي او د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه شاوخوا ۸،۱۱۵ افغان کډوال نیول شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي او لا هم نیونې روانې دي.

خو ښايي دا لومړی ځل وي چې د اسلام‌اباد او درېیو نورو ایالتونو خلاف، په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه د افغان کډوالو پر ضد هېڅ عملیات نه دي پیل شوي. د سیمې د پولیسو سرچینې وايي، پېښور او نورو برخو کې د افغان کډوالو د معلومولو لپاره د نقشې جوړونې (میپینګ) کار روان دی.

یو افغان وګړی وايي: "په پېښور کې د بورډ، تاج‌اباد او تهکال سیمو کې د افغانانو کورونو ته ورغلي، او ورته ویل شوي چې په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته لاړ شي."

دا مهال تر ټولو پراخ او فعال عملیات په پنجاب ایالت کې روان دي، چېرې چې هره ورځ سلګونه افغان کډوال نیول کېږي، بېلابېلو مرکزونو ته وړل کېږي او هلته تر تصدیق وروسته د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته استول کېږي.

د افغان کډوالو تر منځ وېره

افغانان
د عکس تشریح، ځینو افغانانو ویلي د تګ پر مهال هم لارو کې له کړاو سره مخامخیږي

د پېښور یوې ښوونیزې ادارې یوې افغانې ښوونکې ډاکټر نور ته ویلي: "که زه بېرته افغانستان ته ولاړه شم، نو خامخا به پر ژور خپګان (ډیپریشن) اخته شم".

د ډاکټر نور په وینا، دا مېرمن سختې وېرې ځپلې ده. هغه وايي: "له هغه وخته چې دا عملیات پیل شوي، دا مېرمن یوه ډاکټر ته تللې او د ذهني ارامۍ لپاره درمل خوري."

ډاکټر نور زیاتوي، ښځینه ښوونکو او زده کوونکو ویلي: "که پخوانی حکومت وای، هغه چې ښځو ته یې د کار اجازه ورکوله، نو بیا به هم څه نا څه د زغم وړ و،‌ خو اوس بېرته افغانستان ته ستنېدل داسې دي لکه څوک چې په کور کې بند شي، سره له دې چې دا ښځې دلته په پاکستان کې کار کوي."

همداراز، له راولپنډۍ یو افغان وګړي ادعا کړې چې:" دلته د بسونو په اډو کې پولیسو ویلي هېڅ افغان ته د سفر ټکټ ور نه کړئ."

یو بل افغان، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل هغه له ډېرو ستونزو وروسته پېښور ته رسېدلی، سره له دې چې د دې ځای د اوسېدو قانوني کارت لري.

پر افغانستان د پخواني د شوروي اتحاد له یرغل وروسته ډېر افغانان نورو هېوادونو ته کډه شول، چې ډېره برخه یې پاکستان ته راغلې وه. اوس د افغان کډوالو درېیم نسل په پاکستان کې لویېږي، خو لا هم دوی وېرېږي چې ممکن هر وخت یې پر ضد عملیات پیل شي.

که څه هم په وروستیو عملیاتو کې په خیبر پښتونخوا کې نیونې نه دي شوي، بیا هم افغان کډوال وېره لري.

د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو د شړلو د تګلارې تر عملي کېدو وروسته، هره افغان کورنۍ کې وېره خپره شوې. دلته هر افغان یوازې همدا پوښتي: "نه پوهېږو له موږ سره به څه کېږي."

د محمد نبي (بدل نوم) په نامه یو افغان چې د افغان سیټیزن کارډ لري وايي، د هغه خپلوان په وېره کې دي که په خیبر پښتونخوا کې هم نیونې پیل شي، نو دوی به چېرې ولاړ شي؟

نوموړی وایي، کله چې د دوی مور او پلار لومړی ځل کډوال شول، نو ټول سامان یې همداسې په افغانستان کې پرېښی و، خو کله چې هلته حالات ښه شول، بېرته افغانستان ته ستانه شول.

کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دوی بیا له افغانستانه پاکستان ته کډه وکړه او بیا یې هم ټول سامان په افغانستان کې پرېښی و.

تر دې وړاندې، په ۲۰۲۳ کال کې هم د هغو افغان کډوالو پر ضد عملیات شوي وو چې په ناقانونه ډول اوسېدل او هغوی بېرته خپل هېواد ته ولېږل شول.

پنجاب کې ډېرې نیونې

افغانان

د عکس سرچینه، gettyimages

د عکس تشریح، افغان کډوال د کډې بارولو حالت کې

تر ټولو ډېر افغانان پنجاب ایالت کې نیول کېږي او هلته پر مېشتو افغان کډوالو چاپې وهل کېږي.

په پنجاب کې، لکه د نورو ایالتونو په څېر، افغان کډوال یا خو مزدوري کوي یا کوچني او لوی کاروبارونه لري.

یو دولتي چارواکي د هغو کډوالو په اړه چې نیول شوي او توقیفځایونو ته راوستل شوي، وویل:

"له پنجابه د لومړۍ ورځې راوستل شوو کسانو په منځ کې وېره خپره وه او د دوی حالت ښه نه و."

هغه زیاته کړه: "تېره شپه له اټکه چې کوم ناقانونه کډوال دلته راوستل شول، د ذهني فشار او صدمې له امله ډېرو یې د خېټې درد او معدې ستونزې لرلې. د دوی اندېښنه له څېرو څرګنده وه."

چارواکي وویل: "وروسته چې کوم کډوال راوستل شول، د هغوی رواني حالت د هغو لومړیو افغان کډوالو پرتله ښه و. دا هغه کسان وو چې په خپله خوښه تګ چمتو شوي وو، یا یې ځانونه له رواني پلوه چمتو کړي وو. د دوی رویه مناسبه وه، خو هغه کسان چې په زور نیول شوي وو، د هغوی حالت خراب و."

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه ۵،۵۶۸ ناقانونه مېشت کسان او افغان سیټیزن کارډ لرونکي د تورخم له لارې افغانستان ته استول شوي دي. په دوی کې ۲،۳۵۵ د افغان سیټیزن کارډ لرونکي او ۳،۰۴۲ ناقانونه کډوال دي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، تر اوسه له اسلام‌اباده ۱۶۰ کسان، د پنجاب ایالت له بېلابېلو ښارونو ۴،۲۲۷ کسان او له ګلګت بلتستانه یوه افغان سیټیزن کارډ لرونکی د تورخم له لارې افغانستان ته استول شوی دی.

ولې خیبر پښتونخوا کې نیونې نه کېږي؟

افغان کډوال

د عکس سرچینه، gettyimages

د عکس تشریح، افغان کډوال تګ ته شېبې شمېري

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبره تر اوسه ۴۸۸،۱۸۷ ناقانونه کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

پېښور کې مېشت یوه افغان بي بي سي ته وايي، دوی هر ماښام سره راټولېږي او دا بحث کوي چې څه باید وکړي. سره له دې چې تر اوسه په خیبر پښتونخوا کې نه څوک نه نیول شوي او نه هم د بېرته استولو کوم رسمي اقدام شوی، خو دوی اندېښمن دي:

"نه پوهېږو حکومت به څه وخت خپله تګلاره بدله کړي."

د افغان کډوالو لپاره دا یو ځل بیا ستونزمن وضعیت دی. زیاتره خلکو خپل کورني توکي یا راټول کړي دي یا په دې وېره کې دي چې څه به پرې وشي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی علي امین ګنډا پور څو ورځې مخکې خبریالانو ته وویل: "د افغان کډوالو په اړه د مرکزي حکومت پالیسي ناسمه ده او زموږ حکومت به هېڅ افغان وګړی په زور ونه باسي." هغه زیاته کړه: "د مرکزي حکومت دا پالیسي منفي پایلې لرلای شي."

نوموړي وویل چې: "موږ به پر چا زور ونه کاروو. موږ به په صوبه کې کمپونه جوړ کړو او که څوک په خپله خوښه روانېږي، له عزت سره به یې رخصت کړو."

د وزیر اعلی ورور او د قامي اسمبلۍ غړي فیصل امین ګنډا پور ویلي: "مرکزي حکومت باید خپله پالیسي له سره وارزوي. کله چې په امریکا یا بریتانیا کې یو ماشوم وزېږي، نو هغه ته تابعیت ورکول کېږي. نو ولې د افغان کډوالو لپاره داسې پالیسي نه جوړېږي؟".

هغه همداراز ویلي: "دې افغان وګړو په پاکستان کې پانګونه کړې ده او پخوا چې کله افغانان له پاکستانه وشړل شول، نو د خیبر پښتونخوا اقتصاد ته یې سخت زیان واړاوه."

خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف حکومت له وړاندې دا دریځ درلود چې د افغان کډوالو په اړه باید یوه منصفانه او معقوله پالیسي جوړ شي. هغوی همداراز له افغان حکومت سره د خبرو اترو غوښتنه هم کړې ده.

وزیر اعلی علي امین ګنډا پور وایي: "له افغانستان سره خبرې پاکستان کې له ټیکاو راتلو سسره مرسته کولی شي او په دې لړ کې موږ له مرکزي حکومت او افغان چارواکو سره تماسونه نیولي دي."

ایا افغان پناغوښتونکي خیبر پښتونخوا ته روان دي؟

افغان کډوال
د عکس تشریح، کډوال د نوم لیکنې پر مهال

د مرکز او نورو صوبو کې د افغان پناغوښتونکو پر ضد له عملیاتو وروسته داسې راپورونه ورکړل شوي چې افغان پنا غوښتونکي ممکن له اسلام اباد او پنجابه خیبر پښتونخوا ته ولېږدي، خو تر اوسه هېڅ واضح شواهد نه دي موندل شوي.

پېښور کې د ملکیت د کاروبار لرونکي وایي دوی ته هېڅ داسې افغان وګړي نه دي راغلي چې د اسلام اباد یا پنجاب د چاپو د وېرې له امله پېښور یا د صوبې په نورو ښارونو کې مېشت شي.

د پېښور د پراپرټۍ د کاروبارونو اتحادیې رئیس سراج یوسفزی بي بي سي ته وویل: "زما د معلوماتو له مخې، پراپرټۍ د کاروبار لرونکو ته هېڅ داسې افغان نه دی راغلی، البته که څوک د خپلوانو یا د دوستانو تر څنګ راغلی وي یا یې خپله ځای اخیستې وي، نو په دې اړه موږ کوم ځانګړي معلومات نه لرو."

ښځې، محصلانې او موسیقي غږوونکې ډېرې اندېښمنې دي؟

ښځې

د عکس سرچینه، gettyimages

د عکس تشریح، له پاکستان تلونکو افغانانو کې هغه مېرمنې او نجونې هم شته چې افغانستان کې د کار او زدکړو محدودیت لري.

د موجوده حالاتو په لړ کې، هغه افغان وګړي چې بېرته استول کېږي، په ځانګړې توګه ښځې، محصلانې او له موسیقۍ سره تړلي کسان ډېر اندېښمن دي، ځکه چې په افغانستان کې د دوی لپاره فرصتونه محدود دي.

پېښور او کوټه کې د ټول پاکستان پرتله له ۵۰۰ زیات داسې افغانان دي چې د هغوی روزګار له موسیقۍ او هنر سره تړلی دی او زیاتره یې د طالبانو د حکومت له بېرته واکمنېدو وروسته افغانستان پرېښود او پاکستان ته راغلي.

راشد خان چې له دغو افغان هنرمندانو سره دی، بي بي سي ته وویل: "که څه هم په پېښور او خیبر پښتونخوا کې دوی ته څه نه ویل کېږي، خو د پاکستان نورو سیمو کې له هنر سره تړلي خلک ډېر وېرېدلي دي."

هغه وویل: "له پاکستانه ایستل د دې کسانو لپاره د مرګ معنی لري، ځکه چې طالبان موسیقي او هنر ته اجازه نه ورکوي."