له خیبر پښتونخوا د افغان سټیزن کارت لرونکو کډوالو ایستلو لړۍ روانه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, بلال احمد
- دنده, بي بي سي- پېښور
د پاکستان حکومت یوه اعلامیه کې ویل شوي د هغو افغان کډوالو لپاره چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او یا افغان سټیزن کارډونه لري، په لنډي کوتل سیمه کې ورته یو تمځای چمتو شوی او دغه راز په خیبر سیمه کې د حمزه بابا مزار ته څېرمه هم یو دغه ډول ځای چمتو شوی دی.
د خیبر پښتونخوا ایالت کورنیو او قبایلي چارو د هغو شمېرو له مخې چې پرون یې خپرې کړې، د پنجشنبې پر ورځ د تورخم له لارې ۴۰ تنه نور داسې افغان کډوال ایستل شوي، چې یوازې افغان سټیزن کارډونه یې درلودل.
په دې اعلامیه کې ویل شوي، تر اوسه ټولټال ۱۹۳ افغان سټیزن کارډ لرونکي کډوال ایستل شوي دي او په ټول کې د تورخم له لارې ۴۷۰ زره ۷۲۲ کډوال افغانستان ته استول شوي دي.
د رسمي شمېرو له مخې له خیبر پښتونخوا ۸۹۵۳، له پنجاب ایالته ۱۳۰۹، له پلازمېنې اسلام اباده ۱۵۶۱، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر نه ۳۸ او له سند ایالته ۴۴ افغان کډوال ایستل شوي دي.
په ټول کې تر اوسه له خیبر پښتونخوا ۴۷۷ زره او ۴۳۴ کډوال افغانستان ته استول شوي دي.
د پاکستان حکومت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د کورنیو چارو سکرتر محمد عابد مجید په ګډون د پاکستان کورنیو چارو، احصایې او کډوالو چارو ادارو یوه پلاوي په لنډي کوتل سیمه کې د کډوالو لپاره د موقت تمځای لیدنه وکړه.
پاکستاني چارواکي وايي، کډوال به د لنډي کوتل دې کمپ له لارې چې د دوي په وینا د اړتیا وړ اسانتیاوې پکې چمتو شوې، تورخم او بیا افغانستان ته استول کېږي.
پاکستاني چارواکو د مارچ میاشتې ۳۱ نېټه په دې هېواد کې د مېشتو هغو کډوالو لپاره له پاکستانه د وتلو ضرب الاجل ټاکلی و، چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د چارواکو په وینا د دې نېټې له تېرېدو وروسته به ټول بې اسنادو او افغان سټیزن کارډ لرونکي کډوال د غیرقانوني کډوالو په کمپونو کې له ثبت او راجستر کېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي.











