رونالډو وايي له "شک پرته" به یې ۲۰۲۶ وروستی نړیوال جام وي

کرېسټيانو رونالډو

د عکس سرچینه، Getty Images

د فوټبال پورتګالی ستوری کریسټیانو رونالډو وايي د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام به یې له "شک پرته" وروستی نړيوال جام وي.

رونالډو له سي اېن اېن سره په يوه مرکه کې ويلي، "د نړيوال جام پر مهال به زه ۴۱ کلن وم او فکر کوم چې دا به په لويه سيالۍ کې يوه شېبه وي".

رونالډو له لوبو څخه د تقاعد په اړه ويلي، "زه لا ډېر ښه احساس کوم. ګولونه وهم، زه لا هم ګړندی او ځواکمن یم، له خپلې لوبډلې النصر سره له خپل وخته خوند اخلم. خو که رښتيا ووايم، ډېر ژر په دې معنی چې زه به ښايي يو يا دوه کاله نور هم ولوبېږم."

کريسټيانو رونالډو په نړيوال فوټبال کې تر ټولو مخکښ ګول وهونکی دی. د پورتګال فوټبال ملي لوبډلې لپاره یې ۱۴۳ ګولونه وهلي دي.

رونالډو ويلي، "زه له ۲۵ کلونو راهیسې فوټبال کوم... د کلب او هېواد لپاره ډېر رېکارډونه لرم. زه واقعا وياړم. راځئ له دې خوند واخلو".

رونالډو لومړنی فوټبالر دی چې په پنځو نړيوالو جامونو کې یې ګولونه وهلي دي. نوموړي په دې وروستيو کې د سعودي النصر لوبډلې سره خپل تړون د دوو کلونو لپاره نور هم وغځاوه.

رونالډو پنځه ځله د سرو زرو توپ يا بلن ډور ګټلې دی. په ۲۰۱۶ کال کې یې د اروپا اتلولي او په ۲۰۱۹ کال کې د ملتونو اتلولي هم د پورتګال لپاره وګټلې، خو لا تراوسه د نړيوال جام په ګټلو نه دی بريالی شوی.

د روبرټو ماټينېز په مشرۍ لا پورتګال راتلونکي نړيوال جام ته لاره نه ده موندلی که راتلونکې پنجشنبې ايرلنډ ته ماته ورکړي، نړيوال جام ته به کواليفای شي.

کرېسټیانو رونالډو

د عکس سرچینه، Getty Images

د ۲۰۲۶ کال راتلونکی نړيوال جام د امریکا، کاناډا او مکسيکو په کوربتوب ترسره کېږي چې ټولې ۴۸ لوبډلې به په کې ګډون وکړي.

رونالډو وروسته له هغه په ۲۰۰۳ کال کې نړيوال شهرت ترلاسه کړ چې د بریتانيا پرېميرلیګ کې له مانچسټر يوناټېډ لوبډلې سره يو ځای شو.

په ۲۰۰۹ کال کې بيا له مانچسټر يونايټېډ څخه د اسپانيا ريال ماډريډ لوبډلې ته ورغئ او تر ۲۰۱۸ کال پورې یې هلته لوبه وکړه. دری کاله بیا د ايټاليا له يوېنټس سره و او په ۲۰۲۱ کې بېرته مانچسټر يوناټېډ ته ورغئ او په ۲۰۲۳ کال کې یې د سعودي له النصر لوبډلې سره یې تړون لاسلیک کړ.