بېجينګ کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله دېرش کسان مړه شوي

د ویډیو تشریح، د چین له سېلابونو د نرسنګ کور اوسېدونکي ژغورل شوي

چینايي چارواکو د بارانونو د دوامداره وړاندوېینې له امله له پلازمېنې بېجينګ ۸۰ زره کسان خوندي ځایونو ته لېږدولي دي. یوازې په هېبې ولایت کې، چې له بېجينګ سره ګډه پوله لري، د اتو کسانو مړینه تائيد شوې ده.

د بېجينګ د هوا پېژندنې چارواکو د سه شنبې (نهې) په ماسپښین د ښار د سختو ورښتونو خبرداری پای ته رسولی، خو خبرداری یې ورکړی چې د شپې لا هم د نورو ورښتونو وړاندوېینه شوې ده.

د هوا پېژندنې اړوند راپورونه وايي نن به په بېجينګ کې باران د لنډمهال لپاره ودرېږي، چې دا به د ژغورنې ټیمونو ته د کار لپاره ډېر مناسب شرایط برابر کړي - خو وړاندوېینه شوې چې په راتلونکو ورځو کې به بیا بارانونه پیل شي.

د دوشنبې په ورځ ولسمشر شي جين پينګ امر وکړ چې د تلفاتو د مخنیوي لپاره دې د لټون او ژغورنې پراخې هڅې وشي.

د بي بي سي د چین خبریال سټیفن مکډانل وايي، شاوخوا ۱۳۰ کلي له برېښنا بې‌برخې شوي او لسګونه لارې بندې شوې دي.

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د روان اوړي په اوږدو کې د چین ډېرې برخې له سختو موسمونو سره مخ شوې دي، له بې‌سارې ګرمۍ نیولې تر سېلابونو پورې.

د بېجينګ سیاحتي ځایونه بېرته پرانستل شول

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د بېجينګ سیاحتي ځایونو بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی. دا ځایونه له دوشنبې راهیسې د سختو ورښتونو له امله موقتي تړل شوي وو.

په دغو ځایونو کې د اوړي ماڼۍ، بیهای عام پارک، د بېجينګ ژوبڼ او د چین ملي نباتاتي باغ شامل دي - دا ټول د ښار مشهور تاریخي او سیاحتي ځایونه دي.

پولیسو سېلاب ځپلو سیمو ته تلونکي لارې تړلي، خلکو ته سپارښتنه شوې چې کورونو کې پاتې شي.

موږ له ګڼ شمېر سړکونو تېر شوو چې د سېلاب له امله ډېرې زیانمنې شوې سیمې ته د ننوتلو مخه نیسي.

له بېجينګ ښاره د وتو پر مهال سړکونه د پخوا پرتله ډېر تش وو، ځکه حکومت له خلکو غوښتي چې نن کورونو کې پاتې شي.

د می‌یون سېند شاوخوا چارواکي د وسایطو تګ راتګ تر سخت کنټرول لاندې راوستی.

د می‌یون سېند غاړه یوه ځانګړې کنټرولي سیمه ګرځېدلې ده، چېرې چې د پولیسو موټر ولاړ دي، مخکې یې پولیسې نښې لګولې چې خلک له غرونو را بهېدونکو خړو او تویېدونکو اوبو ته له نژدې کېدو منع کوي.

خو له نېکه مرغه، دا مهال باران بند شوی، چې دا ژغورنې ټیمونو ته ډېر ښه فرصت ورکوي هغو کسانو ته ورسېږي چې لا هم د سېلابونو او د سړکونو د نړېدو له امله ایسار پاتې دي.

"مرستندویان به موږ ته کله راځي؟"

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

چین

د عکس سرچینه، Getty Images

یوه ځوانه ښځه، چې له بي بي سي سره یې د خپلې کورنۍ د بند پاتې کېدو خبره کړې، وايي د بېجينګ په شمال ختیځ د هوایرو ولسوالۍ په لیولیمیاو ښارګوټي کې یې خپلوان ایسار پاتې دي. هغې وویل: "ما په خپل ژوند کې هېڅکله داسې باران نه و لیدلی."

هغې زیاته کړه: "په پخوانیو اوړو کې به اوبه لوړېدې، خو هېڅکله دومره خطرناکې نه وې. اوبه به عموماً د سېند په غاړو کې پاتې کېدې."

یاده ښځه د یکشنبې له ورځې راهیسې له خپلو خپلوانو سره له اړیکې بې‌برخې ده. هغې د خپلوانو حال یوازې د خپلې ترور له لارې ترلاسه کړی، چې له نورو کلیوالو سره یوځای ولسوالۍ ته تللې چې مرسته وغواړي او معلومات ورسوي.

یو ژغورونکي هغې ته ویلي: "یو ځل چې باران ودریږي، که دا هم وي چې باید د اوبو بهیر خلاف لامبو ووهو، موږ به خپله هڅه وکړو چې هغوی ته ورسېږو."

خو دغه ښځه لا هم د خپلې کورنۍ په اړه اندېښنه لري:

"هېواد کې دومره ډېرې سیمې سختې ځپل شوې دي. موږ خو یوازې یو کوچنی کلى یو، چې شاوخوا لس کورونه لري - مرستندویان به موږ ته کله راورسېږي؟"