هند کې سېلاب او ځمکښوېدو لږترلږه ۱۳۶ کسان مړه کړي

ژغورندویه عملیات د درنو بارانونو له کبله له خنډ سره مخامخ شوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ژغورندویه عملیات د درنو بارانونو له کبله له خنډ سره مخامخ شوي

د هند لوېدیځ کې مرستندویان له ګڼ باران او سېلابونو وروسته د ژوندي پاتې کسانو لټون کوي. رپوټونو کې ویل شوي، له دې بې ساري باران وروسته له ساحلي سیمو لسګونه زره خلک وتلي دي.

د ګوا او مهاراشټر ایالتونو په هکله ویل کېږي، چې سېلابونو سخت ځپلي او د هند اقتصادي مرکز ممبۍ ښار په شاوخوا سیمو کې د ګڼ شمېر کسانو تري تم کېدو وېره ده.

په مهاراشټر کې تر اوسه د ۱۳۶ کسانو مړینه تایید شوې او په ګاونډي ګووا ایالت کې سلګونه کورونو ته زیان اوښتی دی.

د دې بې مخینې بارانونو په هکله د یو شمېر لاملونو یادونه کېږي، خو ماهرین وايي، لوی لامل یې د اقلیمي بدلون له کبله د ځمکې تودوخې ډېرېدل دي

دغه سېلاب سلګونه ستر او کوچني کلي ځپلي، ګڼ کورونه یې وړي او سلګونه کسان مختلفو سیمو کې ایسار پاتې دي.

ژغورندویه ډلو د ایسارو کسانو د ایستلو هڅې پیل کړې او د هند پوځ هم د ژغورنې دغو هڅو کې همکاري کوي.

ژغورندویه عملیات د درنو بارانونو له کبله له خنډ سره مخامخ شوي

د عکس سرچینه، NDRF

ناسمې هوا او د ورښتونو دوام د ژغورنې عملیاتو لپاره شرایط سخت کړي دي.

دا مهراشترا کې په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو درانه ورښتونه بلل شوي.

هندي چارواکو ویلي تر ټولو ډېر کسان د مهراشترا دوو ناحیو کې سیلابونو او د ځمکې ښویدو پېښو کې مړه شوي.

چارواکي زیاتوي چې ۳۸ کسان یوازې د ممبی ښار سویل ختیځ کې په یوه کوچني کلي کې د ځمکې ښوېدو یوه پېښه کې مړه شوي دي.

د مهراشترا اعلی وزیر یادو تېکرای بېړنی حالت اعلان او له اغېزمنو شویو خلکو سره د مرستو ژمنه کړې.

هغه ویلي حکومت خلک له هغو سیمو باسي چې له خطر سره مخامخ دي.

د هند بیلابیلو سیمو کې چارواکي اړ شوي چې د اوبو له بندونو د ماتېدو خطر د مخنیوي لپاره اوبه خوشې کړي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم وروستیو سیلابونو کې د لسګونو کسانو پر مړینه خواشیني ښودلې او اغېزمنو خلکو سره یې د مرستو اعلان کړی.

د هند ډېرو ساحلي سیمو ته له نورو مرستندویانو سره د ژغورنې عملیاتو کې د همکارۍ لپاره د سمندري ځواک سرتیري هم استول شوي دي.

ویل کېږي په دې لړ کې له یوې ساحلي ناحیې سره اړیکې په بشپړ ډول پرې دي، ځکه د ورغځېدلې لارې پلونه او د موبایل تلیفون ستنې پکې سیلابونو وړې دي.

چارواکو دې ناحیه کې له خلکو غوښتي د خپلو کورونو بامونو ته وخیژي چې د چورلکو په وسیله پیدا او خوندي ځایونو ته ولېږدول شي.

د ویډیو تشریح، تېزو بارانونو ممبۍ ښار کې ستونزې راپیدا کړې دي

د هند په اقتصادي پلازمېنه ممبی کې د جمعې پر ورځ د یوې استوګنیزې ودانۍ نړېدو له کبله لږترلږه ۲ کسان مړه او لس نور ټپيان شول.

دغه ښار کې د اورګاډو خدمات درېدلي او ټیټو سیمو کې یې د سیلاو اوبه راټولې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هواپوهنې ادارې اعلان کړی، ممبی کې به څو نورې ورځې هم دغه سخت باران دوام وکړي.

مونسون موسم کې په هند او د دغه هېواد اقتصادي پلازمېنه کې ورښتونه او سیلاوبونه نوي نه دي، خو په وروستیو کلونو کې پاموړ ډېر شوي دي.

هره ورځ د هند له بیلابیلو سیمو او ایالتونو زرګونه کسان د کار په لټه دغه ښار ته ورځي.

دا ډېرېدونکي ګڼه ګوڼه د دې لامل ګرځي، ګڼ شمېر خلک دغه ښار کې په بې معیاره او بې کیفیته ودانیو کې اوسېدو ته مخه کړي.