چین کې د سېلاب له امله د مړو شمېر ۳۳ ته ورسېد
د چین مرکزي هنن ولایت کې تر مرګوني سېلاب وروسته د خواله رسنیو له لارې له سېلاب ځپلو سره د مرستې چټکولو غوښتنه کېږي.
د هنن په ژنګژو ښار کې تر چارشنبې پورې د درې ورځو باران د دغه ولایت تر ټول کلني ورښت سره برابر دی او له امله یې تر ۳۳ کسان مړه شول.
په مړو کې ۱۲ کسان هغه مساپر دي چې ژنګژو ښار کې یې مټرو کې سفر کاوه.
له ګڼ باران وروسته سېلابي اوبه د ریل ګاډي تونلونو ته ننوتې دي.
په یوه خپاره شوي ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي، چې له ځايي وخت سره سم مازدیګر مهال د یوه ریل ګاډي مسافرو په واګونونو کې د ډنډ اوبو په منځ کې هسک سرونه ولاړ دي.
باراني اوبه د ریل تمځای ته هم رسېدلې دي.
هنن ایالت کې چارواکي وايي، د دې سیمې د اورګاډي تګ راتګ له تونولونو ۵۰۰ ایسار کسان ژغورل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د څو پرلپسې ورځو له ګڼ باران وروسته سیمه کې پراخ زیانونه اوښتي او تر ۲۰۰ زرو پورې کسان خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
اوس چین کې ویبو خواله رسنۍ د سېلاب ځپلو د ملاتړ لپاره د عامې روغتیا مالومات شریکوي او مرسته غوښتونکي له ژغورونکو ډلو سره وسلوي.
د "هنن، ځواکمن اوسه" په نوم هشتګ هم ډېر ژر پراخ شریک شوی دی.
دا چې خلک په انلاین بڼه بوږنوونکې کیسې شریکوي او مرسته غواړي د خواله رسنیو زرګونه کارن په خپلو ویبو تبصرو سره د دوی کیسې د بېړنیو ژغورونکو ډلو پورې رسوي چې ویې پوهوي چېرته ورته ضرورت دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
پر ځمکه برسېره لویې لارې د څپاندو سیندونو په څېر ښکاري چې ګاډي او د ورانو، ویجاړو ودانیو پاتې شوني پکې څنګ په څنګ بهېږي.
په هنن ایالت کې له همدې کبله تر اوسه د ۲۵ مړینو رپوټ ورکړل شوی دی او چارواکي وايي، د سیمې نژدې ۱۲ ښارونه سېلابونو ځپلي دي.
د سېلابونو راوتلو ډېر لاملونه ښودل شوي، چې تر ټولو لوی یې د اقلیمي بدلون له کبله د ځمکې تودېدل ګڼل شوي دي.
پر خواله رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې ښودل شوي چې ځینې واټونه کاملاً تر اوبو لاندې شوي او بسونه او نور د لېږد وسایل په اوبو کې ډوب شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
جاپان او جرمني کې هم وروستیو کې خونړي سېلابونه راوتلي وو.
کاناډا کې هم سږ کال د تودوخې درجه لوړه شوې ده.
د چین د ژنګژو ناتایید شویو انځورونو کې ښکاري چې د اورګاډي یوه مترو کې اوبه د انسان د اوږو تر حده رسېدلې دي.
مرستندویان او عام خلک د اوبو منځ کې ولاړ دي او یوازې سرونه یې له اوبو راوتلي.

د عکس سرچینه، Reuters
د یاد ښار د یوه رسټورانټ ۵۶ کلن مشر وانګ ګوریرانګ اسوشېټېډ پرېس ته ویلي "زه ټول عمر په ژنګژو کې اوسېدلی یم او هېڅکله مې د اوبو دومره لوړېدل نه دي لیدلي."
په تېرو دریو ورځو کې د باران کچه په دې ښار کې د ټول کال د باران له کچې سره برابره ښودل شوې.
اټکل دی چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به هم هلته بارانونه وورېږي.











