'د امیر له حکمونو او فرمانونو اطاعت وکړئ'

ملا هبت الله اخوندزاده په پیغام کې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار حق ته اشاره نه ده شوې

د عکس سرچینه، طالبان

د عکس تشریح، ملا هبت الله اخوندزاده په پیغام کې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار حق ته اشاره نه ده شوې

د طالبانو رهبر مولوي هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت پخپل پیغام کې له خلکو غوښتي چې "د امیر له حکمونو او فرمانونو اطاعت وکړئ."

ښاغلي اخوندزاده دا چاره "لازم او واجب" بللې او زیاته کړې یې ده: "ټول یې باید ومنئ او د اطاعت په چوکاټ کې چلن وکړئ."

نوموړي سربېره پر دې چې د طالبانو د حکومت غړو ته د خلکو د خدمت کولو سپارښتنه کړې، "محکمو او د طالبانو د حکومت ټولو قاضیانو او چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې د خلکو د 'حقه حقونو' په ترلاسه کولو او د شخړو په حل کې د پخوا پرتله ډېر جدي واوسي."

مولوي هبت الله اخوندزاده په دې پیغام کې د نجونو د زدکړې او په افغانستان کې د ښځو د کار کولو حق ته له اشارې پرته زیاته کړې: "د دیني مدرسو طالب العلمان، د پوهنتونونو محصلان او د ښوونځیو زدکوونکي باید ټول له خپلو درسونو او مسوولیتونو څخه خبر وي. د ښوونکو، کتابونو او پوهې درناوی دې وکړي او د ورکړل شوي فرصت په اهمیت دې پوه او له هغه څخه دې ښه ګټه پورته کړي."

د طالبانو رهبر د خپل پیغام په یوه برخه کې په وروستیو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه د اېستل شویو افغان کډوالو یادونه کړې ده.

هغه د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې " راستنېدونکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي، د دوی د بیا مېشتېدنې په برخه کې دې هڅې وکړي او د لېږد رالېږد په برخه کې دې ورسره تر خپله وسه همکاري وکړي."

د طالبانو رهبر په دې پیغام کې په سوداګرو او صنعتکارانو غږ کړی چې د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي چې "زموږ هېواد وکولی شي پر ځان بسیا او د نورو له اړتیاوو خلاص شي."

په تېرو درېیو میاشتو کې د حکومتي کارکوونکو د تنقیص او نړیوالو مرستو د کمښت له امله لسګونه زره نور خلک هم بې کاره شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تېرو درېیو میاشتو کې د حکومتي کارکوونکو د تنقیص او نړیوالو مرستو د کمښت له امله لسګونه زره نور خلک هم بې کاره شوي دي.

د ښاغلي اخوندزاده په پیغام کې د هېواد د اقتصادي ستونزو د حل، د خلکو پر دسترخوان د ډوډۍ پیدا کولو او په افغانستان کې د لوږې او بې کارۍ ستونزې د حلولو لپاره د کوم پلان یادونه نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د افغانستان نږدې نیمایي نفوس د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

په تېرو درېیو میاشتو کې د حکومتي کارکوونکو د تنقیص او نړیوالو مرستو د کمښت له امله لسګونه زره نور خلک هم بې روزګار شوي دي.

د طالبانو رهبر په خپل اختریز پیغام کې د غزې جګړې ته هم اشاره کړې او د فلسطین له خلکو یې د طالبانو د حکومت ملاتړ اعلان کړی دی.

په پیغام کې په دې تړاو ویل شوي: "په غزه او نورو سیمو کې د مظلومو ښځو، ماشومانو او مسلمانانو پر وړاندې د صهیونیستانو بریدونه او ظلمونه لا هم روان دي. دا د انسانیت پر وړاندې یو لوی جنایت او سخته بې عدالتي ده. اسلامي امارت یو ځل بیا د فلسطین له مظلومو خلکو خپل ملاتړ اعلانوي، د فلسطین له خلکو سره هر ډول ظلم او زیاتی په کلکه غندي او د سملاستي بندېدو غوښتنه یې کوي."