ملګري ملتونه: د افغان نجونو اساسي حقونه باید پر ځای او ژر ښوونځیو ته ستنې شي

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې له ثانوي او لوړو زدهکړو څخه د نجونو د راګرځول کېدو د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی. د دغه سازمان چارواکي ټینګار کوي چې دغه محدودیت باید سملاسي پای ته ورسېږي.
په دې لړ کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې مشرې سیما بحوث د خواله رسنۍ یوه پيغام کې لیکلي چې "په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پيل سره، د درېیم پرله پسې کال لپاره د زرګونو نجونو پر مخ دروازې تړلې پاتې دي. د دوی د زدهکړو له حق څخه سرغړونه به نسلونه ځوروي "
هغې ټینګار کړی چې د نجونو بنسټیز حقونه باید بېرته ورکړل شي او له ځنډ پرته باید ښوونځیو ته ستنې شي.
هممهاله د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک هم دوشنبه (۲۴ مارچ) یوې خبري ناستې ته ویلي چې په افغانستان کې دوه اعشاریه دوه میلیون نجونې له زدهکړو بې برخې دي.
د نوموړي په وینا ۴۰۰ زره نجونې همدا سږکال دغه شمېر ته وراضافه شوې دي.
ښاغلي دوجارېک د یونیسف وروستي راپور ته په اشارې زیاته کړې چې که افغانستان کې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدهکړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، نو د هغو نجونو شمېر به له څلورو میلیونونو واړوي چې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو بې برخې کېږي.
خو نوموړي هیله ښودلې، چې داسې و نه شي او دا محدودیت ژر پای ومومي. ملګري ملتونه وايي افغانستان خپل نیمایي نفوس شا ته نه شي پرې ښودی.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونسېف) اجرائیوي مشرې کاترین رسل (د مارچ ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د نجونو پر زدهکړو بندیز "دغو نجونو او افغانستان (دواړو) لپاره خورا ویجاړونکې پایلې لري."
هغې زیاته کړې چې د دغه بندیز دوام د نجونو روغتیا او د افغانستان اقتصاد ته پر زیان اړولو سربېره د ښځینه مسلکي روغتیاپالانو د کمښت لامل ګرځي چې دا هم پر خپل وار د مېندو او ماشومانو ژوند خطر ته ورکوي.
د یونیسف اعلامیه کې راغلي و چې د ښځينه ډاکترانو او قابلو له کمښت سره به مېرمنې له روغتیايي ملاتړه بې برخې او په دې توګه به د مېندو او ماشومانو د مړینې کچه پام وړ لوړه شي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو پر حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځو د پرانیستل کېدو له اړخه نیوکې او فشارونه تر اوسه بېاغیزې پاتې شوي او دوی دغه بندیز جاري ساتلی دی.

د عکس سرچینه، BNA
د طالبانو حکومت تېره جمعه ۱۴۰۴م تعلیمي کال په رسمي مراسمو پرانیست خو له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځيو د پرانیستو په اړه هېڅ هم ونه ویل.
د طالبانو د پوهنې وزیر په دغو مراسمو کې یوازې پر دې ټینګار وکړ، چې د تعلیمي نصاب پر بدلون او اصلاح کار روان دی.
طالب چارواکو به پخوا وخت نا وخت په ویناوو کې د نجونو زدهکړو لپاره پر یوې طرحې او د مناسب چاپېریال پر برابرولو د کار یادونه کوله، خو اوس ان د نوي ښوونیز کال د پیل په څېر مهمو غونډو کې هم له دې موضوع په څنګ تېرېږي.
دې دا اندېښنې لا پسې ډېرې کړې چې د نجونو پر ثانوي او لوړو زدهکړو بندیز ښايي هغسې چې دوی وايي تر ثاني امره نه، بلکې یوه دایمي تګلاره وي.











