یونیسف: افغانستان کې د نجونو پر زدکړه بندیز څلور میلیونه نجونې له زدکړو محروموي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هدایتالله همیم
- دنده, بيبيسي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیلېږي، سږ کال د نجونو د ثانوي زدکړو د بندیز څلورم کال دی او دا پرېکړه لا هم د میلیونونو افغان نجونو راتلونکی زیانمنوي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنېټ ویلي، په افغانستان کې د ښوونیز کال له پیل او د ښوونځیو له پیلېدو سره نجونې او ښځې د طالبانو له "جنستي تبعیض" سره مخامخې دي او له دې امله له شپږم ټولګي پورته عمر نجونې لا هم له زدکړو بې برخې دي.
نوموړي پر اېکس یوه لنډ پیغام کې لیکلي: "لکه څنګه چې د افغانستان ښوونځي بیا پرانستل کېږي، نجونې او ښځې د طالبانو د جنسیتي تبعیض له امله له شپږم ټولګي پورته له ټولګیو څخه محرومې دي. حساب ورکول اړین دي، همدارنګه باید د انساني حقونو د درناوي په برخه کې یو برابر، غوره او جامع کیفیت لرونکی تعلیم وړاندې شي."
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۴م لمریز تعلیمي کال په رسمي مراسمو پرانېست خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانېستلو په اړه یې هېڅ ونه ویل او یوازې ډېر ټینګار یې دا و چې د تعلیمي نصاب پر بدلون او اصلاح کار روان دی.
د مارچ پر ۲۲مه (وری دویمه) د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق "یونيسف" اجرائیوي مشرې کاترین رسلز ویلي، د نجونو پر ثانوي زدکړو بندیز پر روغتیايي سیستم، اقتصاد او د ملت پر راتلونکې منفي اغېز کوي.
"سږ څلورم کال دی چې افغانستان کې د نجونو د ثانوي تعلیم بندیز لا هم دوام لري او که دا بندیز تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، نو له "څلور میلیونه ډېرې نجونې به د لومړنيو ښوونځیو د زدکړو له حقه محرومې شي."
یونیسف وايي د ثانوي زدکړو د عمر نجونو پر زدکړه د بندیز د دوام پایلې ناوریني کېدای شي.
دغه نړیواله اداره وايي "بندیز د روغتیا سیستم، اقتصاد او د ملت پر راتلونکي منفي اغېز لري. لږ نجونې لوستې کېدل په کم عمر کې د نجونو د ودېدو له خطر سره مخاموي، چې دا چاره د هغوی پر روغتیا او ژوند منفي اغېز لري. همدارنګه، هېواد د وړتیا لرونکو ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخامخوي او دا به د انسانانو د ژوند لپاره ګواښ رامنځته کړي."
د ماشومانو په برخه کې دغه فعاله اداره وايي، په کوم هېواد کې چې ډاکترانې او قابلې کمې شي، ښځې او نجونې مناسبې درملنې ته لاسرسی نه شي لرلی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
یونیسف وايي، د ډاکټرانو او قابلو د نشتوالي له کبله دوی په افغانستان کې د زیږون پرمهال د ۱۶۰۰ مېندو د مړینې او له ۳۵۰۰ د ډېرو ماشومانو د مړینې اټکل کړی چې دا یوازې د کاغذ پر مخ شمېرې نه دي، بلکې له کورنیو سړه د مړینې تړلې شمېرې او خطرونه دي.
دغه سازمان ویلي، درې کاله پوره شول او دا څلورم کال دی چې د افغان نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي او کېږي. "ټولې نجونې باید همدا اوس ښوونځیو ته د تګ حق ولري. که د دغو ځلانده او وړو نجونو د زدکړو بندیز دوام ومومي، نو پایلې به یې تر نسلونو پورې پاتې شي او افغانستان خپل نیمايي وګړي شا ته نه شي پرېښودلی.
یونیسف وايي، د ثانوي زدکړو د عمر پر نجونو د طالبانو پر بندیز سربېره، دغه اداره لا هم د افغان ماشومانو، نجونو او هلکانو ملاتړ ته ژمنه ده او په وینا یې د ټولنې پربنسټ یې ۴۴۵،۰۰۰ ماشومانو ته – چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي - زدکړو ته د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
په پای کې یونیسف یوځل بیا د طالبانو له حکومته د دغه بندیز د لیرې کولو غوښتنه کړې او وايي چې زده کړه یوازې یو بنسټیز حق نه دی، بلکې د یوې سالمې، با ثباته او بډایه ټولنې لوري ته غځېدلې لاره ده.
یوه زده کوونکې وایي"اول نومره وم او په ډېر شوق به ښوونځي ته تلم. زه د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه یم. ډېر د خپګان احساس کوم."
"چوپتیا ماته کړئ: افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې ختمې کړئ"
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان هم د نوي تعلیمي کال له پیلېدا سره له شپږم ټولګي پورته عمر نجونو پر زدکړو د بندیز په باب غبرګون کې ویلي چې دا بندیز د توجیه وړ نه دی او دا بندیز د زدکړې له اساسي بشري حقونو سرغړونه ده.
دغې ادارې له نړیوالې ټولنې په یوه انلاین غوښتنلیک/عریضه کې ویلي: "طالبان باید د هر عمر نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته لاړ شي او د خپلې تبعیضي اجنډا د پرمخ بېولو لپاره د خپلو بې رحمانه پلمو کارول ودروي."
'امنسټي انټرنېشل' وايي، له درې کلن بندیز وروسته لا هم افغانستان د بې ځوابه بشري حقونو د سرغړونو مرکز پاتې دی – "جنستي تبعیض، ربړونه، بې بنسټه توقیفونه او سانسور له حساب ورکولو پرته دوام لري. د نړۍ غبرګون څه دی؟ تر ټولو ښه حالت کې هم یوازې نرمي ده".
دغې ادارې خپلې دې پوښتنې ته چې ستونزه چېرې ده په ځواب کې لیکلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو په یوه ټیټه لار کې د روانو سرغړونو شاهد دی. ښځې له ټولو اړخونو محرومې شوې دي، شکنجه او بد چلن، بې بنسټه توقیفونه، جبري ترۍ تم کېدنې، سانسور او نورې کړنې دوام لري چې ځواب یې نه دی ویل شوی.

د بښنې نړیوالې ادارې د بشري حقونو مدافعې تارینا وودود ویلي، "حیرانه یم چې څنګه نړیواله ټولنه لا هم هیله لري چې طالبان به بشري حقونو ته درناوی وکړي."
کابل کې د ارزو په نامه د ښوونځي یوه زده کوونکې چې د ښوونځي شپږم ټولګی یې پای ته رسولی، وايي، ښوونځي ته تګ یې اوس په یوه خاطره بدله شوې: "کله مې چې مور زما ورور ښوونځي ته چمتو کوي، زه د یوازېتوب احساس کوم، ښوونځي ته به چې تلم، له شپې راهیسې به مې چمتووالی نیوه، کالي به مې اوتو کول، کتابونه به مې سمول، ځکه چې زه مکتب کې اول نومره وم او په ډېر شوق به ښوونځي ته تلم. زه د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه یم. ډېر د خپګان احساس کوم."











