۱۴۰۴م ښوونیز کال: د نصاب پر اصلاح ټینګار شوی خو طالبان د نجونو زدکړو په اړه پټه خوله دي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۱۴۰۴م لمریز تعلیمي کال په رسمي مراسمو پرانېست خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانېستلو په اړه یې هیڅ ونه ویل.
د نوي ښوونیز کال پرانېستې مراسم چې په اماني لېسه کې جوړ شوې وو پکې هیڅ کومه ګډون کوونکې هم نه ښکارېده.
د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر سید حبیب الله اغا غونډې ته د وینا پر مهال پر نصاب ډېر ټینګار وکړ او ویل یې چې د تعلیمي نصاب پر بدلون او اصلاح کار روان دی.
نوموړي وویل " داسې درسي نصاب په پام کې نیول شوی چې دیني او عصري دواړه علوم پکې وي خو چې د دین او کلتور خلاف نه وي."
د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر په ټینګار سره وویل " ټول هغه مسایل چې له دیني او افغاني دود سره په ټکر کې وي له درسي نصابه ایستل کېږي."
بل خوا د نصاب یو شمېر پخواني تنظیمونکي ټینګار کوي چې د افغانستان په ښوونیز نظام کې د دین او دود خلاف هیڅ شی نه شته او په ټکو یې نصاب داسې معیاري جوړ شوی چې زده کوونکو ته د دیني او ملي ارزښتونو په اړه ښه مواد لري.
د نوي ښوونیز کال د پیل په تړاو په دې غونډه کې چارواکو او ګډون کوونکو په ګډون هیچا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستې په تړاو خبرې او یا هم پوښتنې و نه کړې.

ځینې راپورونه وایي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم د دوام په تړاو د طالب چارواکو ترمنځ د نظر اختلاف شته دی.
داسې رپوټونه هم شته چې افغانستان کې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده له چارواکو غوښتي چې پر دې موضوع له بحث او یا هم پوښتنونو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم هم تېر کال په یوه خبري غونډه کې د نجونو د زدکړو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي و چې په دې اړه پوښتنه هم باید تر امر ثاني وځنډول شي.
دا پرلپسې څلورم کال دی چې له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري او د دوی پوهنتونونه هم تړل شوې دي. افغان نجونو ته اوس په روغتیایي تعلیمي مرکزونو کې هم د زده کړو اجازه نشته.
څلور کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز په کور دننه د عام ولس او په بهر کې د نړیوالو غبرګونونه پارولې دي او په وار وار د طالبانو پر حکومت غږ شوی چې نجونو ته دې د تعلیم دوام اجازه ورکړل شي خو تر دې دمه طالبانو هیڅ روښانه دریځ نه دی ښودلی.
د بيبيسي یو څيړنیز رپوټ چې تېره میاشت خپور شو کاږي چې افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو له بندیدو وروسته یو زیات شمېر نجونو او ښځو دیني مدرسو ته مخه کړې او دا مهال د هیلو یوازینۍ څرک ورته همدا مدرسې دي.
نیوکې دا دي چې له دیني زده کړو سره افغان ټولنه په ځانګړې توګه نجونې او ښځې د پرمختګ لپاره عصري زده کړو ته هم اړتیا لري.











