د طالبانو حکومت: پاکستان کې مو پر ځینو "انتقامي برید" کړی، د پاکستان پوځ: د برید مخه مو ونیوه

د ارشیف عکس: د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه د افغانستان په سوېلي سرحدي سیمو کې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ارشیف عکس: د طالبانو حکومت سرحدي ځواکونه د افغانستان په سوېلي سرحدي سیمو کې.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د هېواد سویل ختیځ کې له ډیورنډ "فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې" پر هغو ځایونو انتقامي بریدونه کړي چې پر افغانستان بریدونه پکې تنظیم شوي وو.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي بي‌بي‌سي ته وویل: "د هېواد د جنوب ختيځ له استقامته د [ډیورنډ] فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو هغه پټنځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونه تنظمېدل."

په ځینو نورو راپورونو کې د سرحدي سیمې په نښته او پاکستاني ځواکونو ته د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.

دا نښتې تر هغې څلور ورځې وروسته شوې چې پاکستان د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې هوایي بریدونه وکړل.

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای

خوست کې د پاکستان پرضد لاریون

له دې برید څو ساعته ورسته په خوست ولایت کې یو شمېر خلکو چې د طالبانو د حکومت بیرغونه یې لېږدول، لاریون وکړ. دوی د پاکستان ضد شعارونه ورکول.

له دې سره هم مهال د طالبانو حکومت سیاسي کمیسیون د لومړي وزیر د مرستیال مولوي عبد الکبیر په مشرۍ غونډه کړې ده. د باختر دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې په دې غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ له ګاونډي هېواد سره د ستونزو په اړه خبرې شوي.

خو د پاکستان نوم یې نه دی یاد کړی. په دې غونډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي امیر خان متقي په ګډون څو سرپرستو وزیرانو برخه لرله.

رپوټ زیاتوي چې دې غونډه کې ټینګار وشو چې د یوه خپلواک هېواد په توګه افغانستان د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې مسؤولیت او د دفاع حق لري.

رپوټ دغه راز زیاتوي چې د طالبانو حکومت چې دوی یې اسلامي امارت بولي سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی او سیمه کې باید د داسې ګامونو له اخېستلو ډډه وشي چې ترینګلتیا زیاتوي.

د پاکستان ادعا

د پاکستان پوځ: موږ د "فتنه ګرو خوارجو" ډلې او افغان طالبانو ۱۵ غړي وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د عکس سرچینه، PAFN

د عکس تشریح، د پاکستان پوځ: موږ د "فتنه ګرو خوارجو" ډلې او افغان طالبانو ۱۵ غړي وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

پاکستان وایي د دغو بریدونو هدف یې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) وسله‌وال وو، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي د ۴۶ وژل شویو کسانو ډېری ښځې او ماشومان دي.

د پاکستان پوځ هم په یوه اعلامیه کې ډیورنډ کرښې ته په څېرمه سیمو د وسله‌والو بریدونه تایید کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې "د خوارجو فتنه ګرې ډلې" د افغان طالبانو له سرحدي پوستو ګټه اخیستې او د پاکستان خاورې ته یې د ننوتلو هڅه کړې ده.

د پاکستان پوځ د خوارجو اصطلاح د "ټي‌ټي‌پي" وسله والو ته کاروي.

دغه هېواد ادعا کوي چې پیل کې د دې ډلې له ۲۰ تر ۲۵ غړو هڅه وکړه چې د کرمې او شمالي وزیرستان له سیمو د پاکستان خاورې ته ننوځي، خو د پاکستان امنیتي ځواکونو په چټک غبرګون د دوی مخه ونیوله.

په اعلامیه کې دا ادعا هم شوې چې پاکستاني ځواکونو د (فتنه ګرو خوارجو) او افغان طالبانو ۱۵ غړي وژلي او یو شمېر نور یې ټپي‌ کړي دي.

د پاکستان پوځي چارواکو ویلي افغان طالبان یې اړ کړي چې له شپږو سرحدي پوستو شاتګ وکړي. پاکستان پوځ په دې اعلامیه کې د طالبانو حکومت د ترهګریزو ډلو په ملاتړ تورن کړی دی.

د پاکستان پوځ وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، درې پاکستاني ځواکونه برسیرن ټپي شوي دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې افغانستان دې پولې ته نژدې د زرګونو پاکستاني طالبانو کوربه دی او د طالبانو حکومت هغوی ته پناه ورکړې ده. د طالبانو حکومت چارواکو بیا بیا دغه ادعا رد کړې ده.

پکتیکا کې د پاکستان هوايي بریدونه

ملا یعقوب مجاهد

د عکس سرچینه، @MoDAfghanistan2

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د دغه برید د غچ اخیستو ګواښ کړی و

د طالبانو حکومت په وینا په دې بمبارۍ کې ولسي وګړي په نښه شوي، چې ''اکثره یې عام وزیرستاني مهاجرین دي.''

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت تېره چارشنبه (ډسمبر ۲۵مه) پر خواله رسنيو خپره کړې اعلاميه کې دا بريد غندلی و او د ځواب ويلو ګوتڅنډنه يې کړې وه.

په اعلاميه کې ويل شوي وو، "د پاکستاني پوځ له خوا بمبار کې عام ولسي وګړي چې اکثره عام وزيرستاني مهاجرین دي په نښه شوي او د ماشومانو په ګډون يو شمېر ملکي کسان په کې شهيدان او ټپيان شوي دي."

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په وینا "د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشیانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز بولي او په کلکه یې غندي. پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دغه ډول خپلسری عمل د هېڅ ستونزې حل نه دی. اسلامي امارت به دغه کرغېړن عمل بې ځوابه پرې نه ږدې، بلکې د خپلې خاورې او حریم څخه دفاع خپل حق ګڼي."