ټاکنیزې ناندرۍ؛ پاکستان کې د قانون وزارت ولسمشر 'علوي' ته ځوابي خط کې ویلي "د ټاکنو نېټې د اعلان په اړه تاسې بې واکه یی"

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې د چارسمبالي حکومت له جوړیدو نږدې میاشت پوره کیږي خو دغه هېواد کې د سر تاسري ټاکنو نیټه لا هم نده اعلان شوې.
په دې لړ کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون مشر ته په یوه لیږلي خط کې له نوموړي سره د کتنې غوښتنه کړې وه چې د ټاکنو کمیسیون مشر سکندر راجه نه یوازې دا چې ورسره لیدلي نه دي بلکې ولسمشر ته یي په ځواب کې خط لیږلی او ورته یې واضحه کړي چې "د ټاکنو د نیټې اعلان د ولسمشر نه بلکې د ټاکنو کمیسیون واک دی."
په ورته مهال د پاکستان اوسني ولسمشر د قانون له وزارته هم د نظر غوښتنه کړې وه او هغوی هم ورته لیکلي " د ټاکنو د نیټې اعلان واک د ټاکنو له کمیسیون سره دی."
د قانون وزارت د سې شنې پر ورځ ولسمشر عارف علوي ته لیکلي " تاسې به هغه مهال د ټاکنو د نیټې اعلان واک درلود چې اسمبلۍ تاسې پخپله ماتې کړې وی."
پاکستان کې میاشت وړاندې اسمبلۍ د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر شهباز شریف منحل کړې او د ټاکنو د ترسره کولو لپاره دغه هېواد کې سرپرست حکومت په کار پیل وکړ.
د قانون وزارت ولسمشر ته په دغه ځوابي خط کې لیکلي " په پارلمان کې د ځینو قوانینو له بیا کتنې وروسته په دې اړه ولسمشر ته هیڅ واک نه دی پاتې."
د قانون وزارت دا هم ورته واضح کړي چې په دې اړه ټول واک اوس د ټاکنو له کمیسیون سره دی چې څه کوي.
پاکستان کې په دې برخه کې له تا ویلي ما ویلي ور ها خوا د سیاسي مشرانو نیول کېدو او اقتصاد لویدو هم پر دغې ټول بهیر سیوری غوړولی دی.
"پاکستان کې اقتصادي حالت له اندازې زیات خراب دی"

د عکس سرچینه، social media
تازه د دغې هېواد د ماليې چارسمبالې وزیرې ډاکټر شمشاد ویلي "په هېواد کې اقتصادي وضعیت له اندازې څه ډېر خراب دی."
نوموړې دا څرګندونې د مالي چارو یوې ځانګړي کمیټې ته کړې دي.
د دغې کمیټې غړو پاکستان کې د برېښنا بیو په لوړېدو او اقتصادي وضعیت خرابېدو خپلې اندیښنې له اغلې شمشاد سره شریکولې چې په ځواب کې یې چارسبمالې وزیرې ویلي "پاکستان په نړۍ تکیه کوي او مونږ اړ یو چې کله وضعیت خراب وي دا بوج پر ولس واچوو."
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د برېښنا بېلونه لوړ شوې او ورسره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې اعتراضونو هم زور اخیستی دی.
سرپرست حکومت د دې ستونزې کابو کولو لپاره دوه ځانګړې غونډې هم بللې خو تر اوسه یې پایلې نه لرلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې له دې وړاندې ځينو مالي چارواکو ان د کافي اندازه بودجې نشتوالي له کبله ولسمشر ته ویلي وو چې د ټاکنو نیټه ژر نشي اعلانولی.
امنیتي چارواکو د ټاکنو د کولو په صورت کې د ځینو امنیتي اندېښنو یادونه هم ورته کړې ده.
د پاکستان د ماليي دغې چارسمبالي وزیرې اوس دا هم ویلي د دولتي ادارو د زیان کچه په بې ساري ډول لوړه شوې او په وینا یې د پیسو نړیوال وجهي صندوق پرې سخت شرطونه ایښي دي."
نوموړې د دغو شرطونو ډېر وضاحت ورنکړ خو پاکستان ته د ای اېم اېف د نوي پور له منظورۍ وروسته دا هېواد اړ دی چې په بازار خپل کنترول کم او د ځینو توکو بېې لوړې کړي.











