سترې محکمې ته د پاکستان د ټاکنو کمېسیون شکایت؛ مرکزي بانک د ټاکنو لپاره پیسې نه دي ورکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د دغه هېواد په ستره محکمه کې د مرکزي بانک او د پنجاب پولیسو پر وړاندې شکایت ثبت کړی دی.
په پام کې وه چې د پاکستان مرکزي بانک په پنجاب کې د ټاکنو لپاره ۲۱ میلیارده روپۍ د ټاکنو کمیسیون په واک کې ورکړي خو اوس دا کمیسیون وایې چې دا اندازه پیسې نه دي ورکړل شوې.
د دغه هېواد د ټاکنو کمیسیون سترې محکمې ته ویلي چې بانک دا اقدام په خپل وخت نه دی کړی او لا هم نده معلومه چې له پیسو سره څه کوي.
د ټاکنو کمیسیون په ورته مهال د پنجاب له پولیسو هم سترې محکمې ته شکایت کړی او په وینا یي "په پنجاب کې د ټاکنو لپاره د پنجاب پولیسو دوی ته هېڅ امنیتي پلان نه دی ورکړی."
د پاکستان د سترې محکمې مشر د پنجاب پولیسو مشر ته په یوه حکم کې ویلي وه چې "د اپرېل تر لسمې نیټې پورې د ټاکنو له کمیسیون سره د ټاکنو امنیتي پلان شریک کړي."
بل خوا د پاکستان مرکزي بانک هم د دغه هېواد له سترې محکمې سره د پیسو نه ورکړې په اړه خپل رپورټ شریک کړی چې پکې د پیسو د نه ورکولو دلایل هم شامل دي.
د پاکستان امنیتي مشرانو او د سترې محکمې د مشر کتنه
له پاکستانه رپورټونه وایي په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د ټاکنو پر سر د راپورته شویو جنجالونو کابو کولو لپاره د دغه هېواد د استخباراتي ادارو مشرانو د سترې محکمې له مشر عمر عظا بندیال سره کتلي دي.
که څه هم د دغې لیدنې په اړه ډېر جزیات نه دي ډاګیزه شوې خو په اوسني ترینګلي حالت کې دا خورا مهم ملاقات ښکاري.
په پاکستان کې ټاکنې د سیاستي ستونزو ور ها خوا اقتصادي او امنیتي ستونزو هم ننګولي او په دې هکله د سیاسیونو، ټاکنو کمیسیون او محکمو تر منځ باورونو کې هم د پام وړ توپیرونه شته.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سترې محکمې د راتلونکي میاشتې (مۍ ۱۴مه) په پنجاب کې د ټاکنو امر کړی او دغو ټاکنو ته یې د بودجې او امنیت ځانګړي کولو امر کړی دی.
په دغه هېواد کې واکمن حکومت د ټاکنو له ژر کېدو سره ښکاره مخالفت څرګند کړی، له همدې کبله د تېرې 'دوشنبې' په ورځ یې پارلمان چې پکې اکثریت د واکمن حکومت پلویان دي، د بودجې اړوند یوه طرحه رد کړه.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان د بودجې اړوند ملي کمیټې د ټاکنو لپاره هر ډول بودجه د پارلمان په تاید یا رد پورې وتړله چې وروسته بیا د پاکستان ملي اسمبلی په عمومي غونډه کې ټاکنو ته د دومره اندازه پیسو ځانګړي کول د رایو په اکثریت رد کړه.










