پاکستان کې اقتصادي کړکېچ

د ویډیو تشریح، پاکستان کې اقتصادي کړکېچ

پاکستان کې د پولادو صنعتکاران وايي کاروبار يې د پرځېدو پر څنډه دی، او د خپل هېواد اقتصاد پر وړاندې يې د سختو پايلو خبرداری ورکړی.

دا تېره جنورۍ پاکستان ته بهر کې د کارکوونکو له خوا د پيسو لېږلو کې کمی راغلی دی.

هغه شمېرې چې نن د پاکستان دولتي بانک له لوري خپرې شوې، وايي تېره مياشت دغه هېواد ته له بهره ۱،۹ بيليون يا ميليارډ ډالره لېږل شوي، چې تېر کال همدې مودې ۲،۱۸ بيليون ډالرو پرتله، ۱۳ سلنه کمی ښيي.

دا پيسې تر ډېره له سعودي، متحده عربي اماراتو، بريتانيا او امريکا لېږل شوي دي. پاکستان دا اوس اوس خپلو زېرمو کې د بهرنيو پيسو کموالي له خورا ژور کړکېچ سره مخامخ دی.

پر همدې مهال د پاکستان پولادو صنعتکاران وايي کاروبار يې د پرځېدو پر څنډه دی، او له مخې یې د دغه هېواد اقتصاد پر وړاندې د سختو پايلو خبرداری ورکړی دی.

هغه ادراه چې د پولادو توليدوونکو استازیتوب کوي وايي، له دوو سوو ډېرې دندې یې خطر سره مخامخ دي، او هغو برخو ميليونونه نور کارګر د بې کارۍ له ګواښ سره مخامخ دي چې د دوی پر توليد تکيه کوي. تېره اوونۍ پاکستان او ای اېم اېف هم د پور ورکړې پر سر کومې هوکړې ته ونه رسېدل، چې اقتصادي لرليد یې لا تت کړی دی.