پاکستان په دې ورستیو کې له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی
پاکستان په دې ورستیو کې له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی. د خوراکي توکو، تېلو او ګاز بیو لوړېدو او همداراز د پاکستانۍ روپۍ ارزښت لوېدو خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. په خیبر پښتونخوا ایالت کې بیا بې وزلې کورنۍ اړې شوې د ګټې وټې لپاره پر ماشومانو سخت کارونه وکړي. که څه هم د خيبر پښتونخوا ایالتي حکومت یو قانون پلی کړی چې له مخې یې باید د ښوونځي عمر ماشوم له تعلیمه بې برخې نه شي، خو بیا هم شمېرې ښيي چې په دغه ایالت کې په روزګار اخته د کوچنیو ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی. رحمان الله پرې له پېښوره رپوټ لري.