هند کې د افغانستان سفارت وايي، ټولې سفارتي چارې ځنډوي

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
هند کې د افغانستان سفارت (ارشیف تصویر)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هند کې د افغانستان سفارت (ارشیف تصویر)

د هند پلازمېنې ډیلي کې د افغانستان سفارت تائید کړې چې د سپتمبر میاشتې له وروستۍ ورځې وروسته ټولې سفارتي چارې ځنډوي.

په ډيلي کې د افغانستان سفارت له ادرسه په دې اړوند یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د دیپلوماتیکي بې غورۍ او له ملاتړ پرته نور نو شونې نه وه، چې د سفارت مسوولین ورځنیو چارو ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې د هند حکومت له لوري د همکارۍ او ملاتړ نشتوالي یادونه شوې ده. سپوتنیک خبري اژانس هم په نوي ډیلي کې د افغان سفیر فرید ماموندزي له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي، دا پرېکړه یې د یو لړ فشارونو او ننګونو له امله کړې ده.

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت په سیمه کې یو له هغه ګوته په شمېر سفارتونو دی، چې کارکوونکي یې د جمهوریت مهال دیپلوماتان دي او د طالبانو حکومت ته نه دی سپارل شوی.

د هندۍ ورځپاڼې د هندو په رپوټ کې د سرچینو له قوله ویل شوي، د هند بهرنیو چارو وزارت له لوري تر اوسه په دې هکله رسماً له څه ویلو ډډه شوې ده، خو د سفارت له لوري د هند بهرنیو چارو وزارت ته په دې هکله د استول شوي لیک (رښتینولي) ازموینه ترسره شوې ده.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۲ کال په جون کې د هند بهرنیو چارو وزارت وویل، د افغانستان پلازمېنې کابل کې يې خپل سفارت ته یوه تخنیکي ډله استولې ده چې هلته "بشري مرستې" همغږې کړي او څارنه یې وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دا دویم ځل و چې هند افغانستان ته پلاوی استولی و او د طالبانو حکومت یې هرکلی کړی و.

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او نه هم رسمي اړیکي ورسره لري، خو اوس باور دا دی چې هند ورو ورو غواړي په کابل کې د طالبانو له حکومت سره اړيکي ښه کړي او د رپوټونو له مخې په هند کې د افغانستان سفارت چارواکو له همدې امله هم شکایتونه درلودل چې دوی له پامه غورځول شوي دي.