بریتانیا، فرانسه او جرمني وايي چې د اټومي پروګرام له کبله پر ایران بیا بندیزونو لګولو ته چمتو دي

    • Author, روت کومرفرډ
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز

بریتانیا، فرانسې او جرمني ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې ویلي چې که ایران د روانې اګست میاشتې تر پایه د مذاکراتو په پیلولو کې ناکام شي نو دوی چمتو دي چې د اټومي پروګرام پر سر پر ایران بیا بندیزونه ولګوي.

دغو هېوادونو چې د 'اي-‌۳' په نوم هم یادېږي، ویلي چې دوی به د ایران پر ضد 'سنېپ‌بېک' تګلاره وکاروي چې د پخوانیو بندیزونو د بیا تازه کولو یا لګولو په معنا ده.‌

دغو درو واړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې له ایران سره د خبرو لپاره یې د اګست وروستۍ نېټه د ضرب الاجل په توګه وړاندیز کړې وه خو تر اوسه د ایران له لوري هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.

د ایران خبري اژانس 'دفاع پریس' د رپوټ له مخې، قانون جوړوونکي منوچهر متقي ویلي چې که نوي بندیزونه لګول کېږي نو د ایران پارلمان له هغه اټومي تړونه لاس‌په‌سر کېدو ته چمتو دی چې دغه پروګرام محدودوي.

د اي-۳ هېوادونو له لوري ملګرو ملتونو ته دا لیک د ترکیې په استانبول کې له ایراني استازو سره د دوی د استازو د تېرې میاشتې تر کتنې وروسته استول کېږي.

ملګرو ملتونو او عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ته په لیکل شوي دغه لیک کې د درو واړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو لکه له فرانسې جین نویل باروت، له بریتانیا ډیوېډ لامې او له جرمني جوهان واډفیل ویلي چې، "که ایران د خپل اټومي پروګرام محدودولو ته غاړه کېنږدي نو سخت بندیزونه به پرې ولګوي."

دوی همدا راز ویلي چې په دې برخه کې به "ټولې ډېپلوماتیکې لارې" وکاروي او ځان به ډاډمن کړي چې ایران باید اټومي وسلې جوړې نه کړي.

تېره میاشت ایران ویلي وو چې هغه مهال د لا نورو مذاکراتو لپاره چمتو دی چې پرې لګول شوي بندیزونه ایسته کړل شي او د ملکي اټومي پروګرام حق یې ومنل شي.

د ایران له اټومي پروګرامه تر دې مخکې په ۲۰۱۵ کې هله بندیزونه لرې کړل شوي وو چې ایران له اي-۳ هېوادونو، امریکا، روسیې او چین سره پر اټومي هوکړه لاسلیک وکړ. په هغه هوکړه کې د اټومي عملیاتو محدودول شامل وو او پر دې هم سلا شوې وه چې ایران به نړیوالو پلټونکو ته اجازه ورکوي چې اټومي بټۍ او ځایونه یې وګوري. دا هوکړه په اکتوبر میاشت کې پای ته ورسېده.

په ۲۰۱۸ کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې امریکا له دې هوکړې لاس‌په‌سر شوې وه او ښاغلي ټرمپ‌ ویلي وو چې له اټومي وسلو جوړولو یې د ایران د مخنیوي لپاره ډېر لږ څه کړي.

له دې هوکړې له وتلو سره پر ایران د امریکا بندیزونه بېرته لګول شوي وو.

ایران یې غچ له بندیزونو په زیاتو سرغړونو سره واخیست.

په مې میاشت کې د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو څار مرکز (د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې ای‌اې‌اي‌اې) وویل چې دغه هېواد تر ۴۰۰ کیلوګرامو ډېر یورانیم لري چې تر ۶۰ سلنې ډېر یې سوچه غني کړي دي. دا د ملکي‌ موخو لپاره تر کارېدو ډېر او د وسلو جوړولو تر بریده لوړه کچه ده.‌

په تېره جون میاشت کې د ایران پارلمان له اسرائيل او امریکا سره د تاوتریخوالي پر سر د اټومي څارنې له دې ادارې سره همکاري وځنډوله.

په همدې میاشت کې اسرائيلو د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل او جګړې یې ۱۲ ورځې دوام وکړ.

امریکا هم د ایران پر یو شمیر اټومي مرکزونو بمباري وکړه چې د امریکا او ایران مذاکرات یې په ناڅاپي ډول پای ته ورسول.

تر هغو بریدونو وروسته اي-۳ هېوادونو ایران ته د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې یا له (ای‌اې‌اي‌اې) سره د همکارۍ د ځنډولو له کبله خبرداری ورکړ.

بي‌بي‌سي په دې اړه د بریتانیا له بهرنیو چارو وزارته غبرګون غوښتی.

په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت هم په سمدستي ډول پر دې موضوع د بي‌بي‌سي د غوښتنې په ځواب کې کومه تبصره نه ده کړې.