نتنیاهو: له ایران سره له هوکړې زما د ملاتړ یو شرط دا دی چې له۴۸۰ کیلومترو زیات واټن وهونکي بالستیک توغندي یې بند شي

د اسرائیلو لومړي وزیر له ایران سره د هوکړې د ملاتړ لپاره د تهران د توغندیو د پروګرام د محدودولو په ګډون شرایط وړاندې کړي دي.

له فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوه مرکه کې، چې تېره اونۍ ثبت شوې او تېره شپه خپره شوه، بنیامین نتنیاهو وویل، هغه له ایران سره د "استثنايي" هوکړې ملاتړ کوي چې درې شرطونه په کې شامل دي:

"د یورانیمو نه غني کول ... لکه څنګه چې ما او ولسمشر ټرمپ ویلي... د هغو بالستیک توغندیو بندول چې له ۴۸۲ کیلو مترو ډېر واټن وهلی شي چې دا د نړیوالو تړونونو له خوا ټاکل شوی حد دی... او د ترهګرۍ محور پرېښودل..."

دا روښانه نه ده چې له 'نړیوالو محدودوونکو تړونونو' څخه د ښاغلی نتنیاهو هدف څه دی. ښايي د هغه اشاره د "توغندیو ټکنالوژۍ د کنټرول رژیم" ته وي چې د ۳۵ هېوادونو ترمنځ نارسمي سیاسي تړون دی او هدف یې د توغندیو د پروګرامونو او ټکنالوژۍ خپرېدو مخنیوی دی.

د دې "سیاسي هوکړې" تمرکز، چې ایران یې غړی نه دی، پر توغندیو او ډرونونو دی چې له ۳۰۰ کیلومټرو ډېر واټن وهي او له ۵۰۰ کیلوګرامو څخه د زیاتو چاودونکو توکو د لېږد وړتیا لري.

د اسرائیل لومړي وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، که د ایران حکومت له دې درېیو شرطونو سره هوکړه وکړي، نو په هغه صورت کې به دا یو "متفاوت رژیم" وي.

په هرصورت، ښاغلي نتنیاهو ټینګار وکړ که ایران دا شرایط ونه مني، نو باید "مهار شي او هممال باید په ایران کې تحولات طبیعي لارې وهلو ته پرېښودل شي."

ښاغلي نتنیاهو دا مرکه تېره اونۍ واشنګټن ته په خپل سفر کې چې له ډونلډ ټرمپ سره یې ولیدل او د نورو مسلو ترڅنګ یې د ایران او په غزه کې د جګړې په اړه بحث وکړ، کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ له ښاغلي نتنیاهو سره تر لیدنې وړاندې وویل، په دې لیدنه کې به د اسرائیل او ایران ترمنځ د کړکېچ د "دایمي حل" هڅه وکړي.

د اسرائیلو لومړي وزیر دا شرایط داسې حال کې ټاکلي چې ایراني چارواکي ټینګار کوي د یورانیمو له غني کولو لاس نه اخلي او زیاتوي، د خبرو مېز ته د بیا ستنېدو په صورت کې به یوازې پر اټومي پروګرام خبرې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون وویل: " داسې هېڅ هوکړه به ونه کړو چې د یورانیمو غني کول په کې نه وي."

هغه زیاته کړه: "که خبرې وشي، موضوع به یې یوازې اټومي او د بندیزونو د لېرې کولو بدل کې د ایران پر اټومي پروګرام باور رامنځ ته کول وي او بله هېڅ مسله به د خبرو د اجنډا برخه نه وي."

ایراني چارواکو وړاندې هم په ځلونو ویلي، د ایران پوځي او دفاعي وړتیاوې د خبرو وړ نه دي.

د اسرائیل او ایران وروستي دریځونه داسې مهال دي چې دواړو هېوادونو کابو درې اونۍ وړاندې د جون له ۲۳ راهیسې تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته چې د اسرائیلو په برید پیل شوې وه، اوربند کړی دی، خو د دغه اوربند برخلیک لا هم معلوم نه دی.

له اوربند راهیسې د اسرائیلي چارواکوړلهجه ګواښونکې ده او داسې ښکاري چې ایراني چارواکي لاهم د اسرائیل یا امریکا د نوي برید د احتمال په اړه اندېښمن دي.

دوی ټینګار کړی چې خبرو ته د بېرته راستنیدو لپاره، تمه لري واشنګټن تضمین ور کړي چې د خبرو په جریان کې بیا پر ایران برید نه کېږي.

تېر ځل هم د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بهیر روان و چې اسرائیل پر ایران برید وکړ.