د اسرائيلو دفاع وزير خپل امريکايي سيال سره کتنه کې: د ايران اتومي پروګرام مو په ګډه ويجاړ کړ

د اسرائيلو دفاع وزير اسرائيل کاتس امريکا ته د سفر پر مهال له خپل کوربه سيال پيټ هګسېټ سره، د دغه هېواد دفاع وزارت پنټاګون کې کتلي دي.

د کتنې ترڅ کې ښاغلي هګسېټ ويلي "موږ په کلکه د اسرائيلو ترڅنګ ولاړ يوو" او اسرائيل کاتس ته یې د وينا اوږدو کې وويل "د خپل ځان دفاع کې ستاسې د حق پياوړولو ته ژمن يوو، که هغه د نويو وړتياوو ځواکمنول وي، او که خبره د دفاع او پايېدونکې سولې وي، ستاسې سره د لا نورې همکارۍ لېواله يوو."

د دغې ليدنې ترڅ کې د اسرائيلو دفاع وزير د ۱۲ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د ايران پر اتومي بنسټونو وروستيو بریدونو ته په اشارې سره ښاغلي هګسېټ ته ويل "موږ د ايران اتومي پروګرام له منځه يووړ."

اسرائيل کاتس وويل: "غواړم ټينګار وکړم چې موږ څومره د «نيمې شپې څټک» عملياتو تر اغېز لاندې يوو. دا زړوره او تاريخي پرېکړه د ولسمشر ټرمپ له لوري وشوه. موږ په ګډه د ايران اتومي پروګرام ويجاړ کړ."

داسې حال کې چې اسرائيل ايران کې پر بېلابېلو موخو بريدونو حال کې و، امريکا يوه هوايي بريد کې اسفهان، نتنز او فردو کې د ايران مهم اتومي بنسټونه په نښه کړل.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو وارې ويلي د دغو بريدونو ترڅ کې د ايران اتومي بنسټونه "ويجاړ" شوي دي.

د ايران بهرنيو چارو وزارت هم دغو بنسټونه ته د "پراخو زيانونو" اوښتو خبره منلې، خو د کره کچې ټاکلو خبره یې د دغه هېواد اتومي انرژۍ له لوري خپل حکومت ته له راپور سره تړلې ده.

خو د امريکا ان بي سي نيوز رسنۍ د دغه هېواد اوسنيو او پخوانيو چارواکو له وینا يوه راپور کې ويلي، نوې ارزونې ښيي چې د امريکا بريدونو د ايران يو له دغو دريو مرکزونو چې په نښه شوي، په پراخ ډول ويجاړ کړی، او دوو نورو ځايونو ته بيا جدي زيان نه دی اوښتی.

د همدغه راپور له مخې امريکايي چارواکي پر دې باور دي، چې پر فردو بنسټونو بريد دغه مرکز کې د يورانيمو پخولو وړتيا تر دوو کلونو په شا کړې ده. خو دوه نور ځايونه يوازې تر دې کچې ړنګ شوي، چې ښايي راتلونکو مياشتو کې که ايران وغواړي، ښايي د يورانيمو پخول په کې له سره پيل شي.

عراقچي: ايران ته د اوښتو زيانونو تاوان بايد ورکړل شي

همدې وخت کې د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي ويلي: "زموږ پر بنسټونو وروستي بريد ثابته کړه، چې د ايران اتومي پروګرام سره په تړاو پوځي حل لاره نه شته. يوازې يوه ډيپلوماتيکه او د خبرو لار ښايي اغېزناکه وي."

ښاغلي عراقچي د چين سي جي ټي ان ټلويزيون سره خبرو کې چې دغه هېواد ته یې د خپل وروستي سفر پر مهال ورسره کړې، ويلي له امريکا سره خبرې "يوازې هغه مهال شونې دي، چې دوی خپل پوځي واک غوښتنه پرېږدي او د هغو زيانونو تاوان ورکړي چې موږ ته يې اړولي دي. بيا به موږ خبرو کې ګډون لپاره چمتو یوو."

د ايران بهرنيو چارو وزير ويلي "په هره بڼه پوځي تېری له نړيوالو حقونو او د ملګرو ملتونو له کړنلار سرغړونه ده. خو پر اتومي بنسټونو بريد ان يوه لا لويه سرغړونه او د نه بخښلو وړ بلل کېږي، ځکه دا ډول ګام نه يوازې په بشپړ ډول منعه دی، د بشريت لپاره د چاپېريال ناوريني پايلې هم لرلی شي."

اسرائيلو له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته له ايران سره اوربند وکړ، چې اعلان یې د امريکا ولسمشر دونلډ ټرمپ وکړ.

د ايران پارلمان د اوربند له پيله وروسته يوه وړانديز کې د اتومي انرژۍ نړيوال سازمان سره د دغه هېواد همکاري وځنډوله، او د همکارۍ دوام واک یې د دغه هېواد ملي امنيت شورا ته وسپاره.

ايران د دغه پلان له پلي کولو وروسته په ډاګه کړه، له دې وروسته به د نړيوال سازمان له لوري په هره برخه کې هره غوښتنه دغې شورا کې ارزول کېږي او په اړه به يې پرېکړه کېږي.

دا اوس اوس د اروپا دريو هېوادونو بريتانيا، فرانسې او جرمني چې له ايران سره د اتومی هوکړې شريکان دي، په ډاګه کړې، چې که د ايران اسلامي جمهوريت د اګست تر پايه پر خپل اتومي پروګرام څار لپاره يوې اغېزناکې هوکړې ته رانه شي، د ماشې مېکانېزم يا د امنيت شورا بندیزونو خپلسرې فعالېدا بيا پيلوي.

د ايران د پارلمان ملي امنيت او بهرنۍ تګلارې کمېسيون له دغو بدلونو سره همهاله په ډاګه کړې، چې د جولای پر ۲۲ مه به د اروپا دريو هېوادونو ماشې مېکانېزم ارزولو لپاره غونډه کوي.

دې بڼه کې د امنيت شورا دايمي غړو وېټو حق اغېز نه لري، او ان که ټول غړي د ايران پر وړاندې د امنيت شورا د بنديزونو پرېکړه ليک له ځنډولو سره موافق هم نه وي، دا پرېکړه ليکونه به بيا د دغه هېواد پر وړاندې عملي کېږي.

ايران وايي د دغه هېواد اتومي پروګرامونه په بشپړ ډول سوله ييز دي، او د امنيت شورا بنديزونو ستنېدو حالت کې به يې پر وړاندې غبرګون ښيي.