راپورونه وايي د ايران ولسمشر د اسرائيلو بريد کې ټپي شوی و

راپورونه وايي، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره میاشت پر دغه هېواد د اسرائیلو یوه برید کې سرسري ټپي شوی و.

د ایران سپاه پاسداران ته نژدې فارس خبري آژانس راپور ورکړی چې د جون پر ۱۶مه، شپږ بمونه په تهران کې د ځمکې لاندې تاسیساتو د ننوتو په لاره کې لګېدلي وو. دا هغه ځای و چې پزشکیان د ملي امنیت عالي شورا په بېړنۍ غونډه کې ګډون کاوه.

د فارس په راپور کې راغلي، "له چاودنو وروسته، د پوړ برېښنا پرې شوې. خو چارواکو د بېړنیو حالاتو له پاره له وړاندې په پام کې نیول شوې دریڅې له لارې ځانونه له ودانۍ ایستلي."

د دې رسنۍ په وینا "د ولسمشر په ګډون ځینې چارواکي د وتلو پر مهال په پښو کې لږ ټپي شوي دي."

فارس خبري آژانس زیاته کړې، "د هغه معلوماتو کرتوب ته په پام سره چې دښمن د دغه برید لپاره درلودل، د نفوذي کس د شتون پر احتمال څېړنې کېږي."

د فارس خبري آژانس دا راپور تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تائید شوی او اسرائیلو هم تر اوسه ورته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مسعود پزشکیان په یوه وروستۍ مرکه کې چې له تاکر کارلسن سره یې درلوده، د هغه د ترور لپاره د اسرائیلو د هڅې خبره وکړه خو د ټپي کېدو په اړه یې څه ونه ویل.

د اسرائیلو دفاع وزیر هم له دې مخکې د پزشکیان دا ادعا چې اسرائیلو د هغه د ترور هڅه کړې وه، رد کړه او ټینګار یې وکړ چې "د رژیم بدلون" د دې جګړې هدف نه و.

د جون پر ۱۳ مه اسرائيلو په ايران کې پر اټومي او پوځي ځايونو ناڅاپي بريدونه وکړل. ایران بیا پر اسرائيلو غچ اخيستونکي هوايي بريدونه ترسره کړل.

اسرائیلو د جګړې په پیل کې د سپاه پاسداران او پوځ ځینې لوړ پوړي قوماندانان له منځه یوړل.

ايراني مشران وايي د اسرائيلو بريدونو په پيل کې په بشپړ ډول هک حيران کړي وو.

اسرائيلي چارواکو منلې چې ايت الله خامنه ای هم هدف و خو وايي کله چې یوه خوندي ځای ته ولېږدول شو د دوی له څار څخه ووت.

د جون پر ۲۲ د امریکا هوايي او سمندري ځواکونو د ايران د اټومي تاسيساتو پر دريو مرکزونو بمبارۍ وکړې.

لا هم ډېرې پوښتنې شته چې څرنګه اسرائيلو د ايران د لوړ پوړو چارواکو د ځای په اړه معلومات راټول کړې وو.