څوک اټومي وسلې لري او څنګه یې تر لاسه کړې دي؟

اتیا کاله وروسته له هغه چې د امریکا متحده ایالاتو لومړۍ اټومي بم وچووه، د ایران اټومي پروګرام د منځني ختیځ د کړکېچونو په یوه مهم پړاو بدل شوی دی.

د جولای په ۲مه، د ایران ولسمشر یوه قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې له ملګرو ملتونو سره د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې (IAEA) همکاري وځنډول شوه. دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې اسرائیل او امریکا د جون په میاشت کې د ایران پر اټومي بټیو بریدونه وکړل.

اسرائیل او امریکا دواړو ویلي، دغه بریدونه د دې لپاره اړین وو، چې ایران د اټومي وسلو له جوړولو منع شي.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا بریدونه دقیقاً څومره ویجاړوونکي وو او دا پېښه به د سیمې او همداراز د ملګرو ملتونو د اټومي نه‌ خپراوي تړون (NPT) لپاره چې ۵۵ کاله مخکې نافذ شوی، څه پایلې ولري. دغه تړون تر ډېره د اټومي وسلو د پراخېدو مخه نیولې ده.

اوس مهال نهه هېوادونه په رسمي ډول اټومي وسلې لري. هغوی دا وسلې څنګه تر لاسه کړې او ایا نور هېوادونه هم هڅه کولی شي چې دا وسلې تر لاسه کړي؟

څوک اټومي وسلې لري؟

امریکا، روسیه، بریتانیا، چین، فرانسه، هند، پاکستان، اسرائیل او شمالي کوریا هغه هېوادونه دي چې ویل کېږي اټومي وسلې لري. خو له دې ډلې یوازې اسرائیل تر اوسه دا رسماً نه دي منلي.

امریکا لومړی هېواد و چې اټومي وسلې یې ترلاسه کړې. دا وسلې یې په پټه توګه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د "منهاټن پروژې" په چوکاټ کې جوړې کړې.

امریکا په ۱۹۴۵ کال کې دغه وسلې په یوه ویجاړوونکي برید کې وکارولې، کله چې یې د جاپان پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو اټومي بمونه وغورځول. جاپان هغه مهال د محور ځواکونو برخه و، یوه پوځي ټلواله چې نازي جرمني او ایټالیا هم پکې شامل وو او له متحدو ځواکونو سره په جګړه کې وو.

اټکل کېږي چې دغو چاودنو لږ تر لږه ۲۰۰،۰۰۰ کسان وژلي وي. دا تر اوسه یوازېنی ځل دی چې اټومي وسلې په جګړه کې کارول شوې دي.

د وسلو د کنټرول کارپوه ډاکټره پاتریشیا لوېس وایي، دا پېښه د اټومي وسلو د سیالۍ "اصلي پیل" و، چې نورو هېوادونو ته یې دا احساس ورکړ باید ژر تر ژره خپلې اټومي وسلې جوړې کړي - هم د دې لپاره چې له بریدونو ځان وساتي او هم د سیمه‌ییز او نړیوال ځواک ښودلو لپاره.

وروسته څه پېښ شول؟

له دوو کلونو لږ وروسته له دې چې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، سړه جګړه پیل شوه - دا د د امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ د نړیوال ځواک سیالي وه چې د دواړو لوریو متحدینو ترمنځ روانه وه او له ۴۰ کلونو یې ډېر دوام وکړ او ځینې وختونه د اټومي جګړې د خطر لامل ګرځېدله.

شورويانو د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د اټوم بم جوړولو هڅې پیل کړې وې او په ۱۹۴۹ کې یې بریالی ازموینه و کړه، چې له دې سره یې د امریکا پر اټومي وسلو انحصار پای ته ورساوه. له دې وروسته دواړو خواوو هڅه وکړه چې نورې ډېرې ویجاړوونکې اټومي وسلې جوړې کړي.

په راتلونکو ۱۵ کلونو کې، درې نور هېوادونه هم اټومي ځواکونه شول.

په ۱۹۵۲ کې بریتانیا، چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې له امریکا سره په اټومي وسلو جوړولو کې همکاري کړې وه، درېیم هېواد وګرځېد، وروسته په ۱۹۶۰ کې فرانسه او په ۱۹۶۴ کې چین هم اټومي ځواکونه شول.

نورو هېوادونو کله د اټومي وسلو څښتنان شول؟

د ۱۹۶۰مو کلونو پورې، پنځه اټومي ځواکونه - امریکا، شوروي اتحاد، بریتانیا، فرانسه او چین - په کلکه تثبیت شوي وو. خو اندېښنې زیاتې شوې چې د اټومي وسله لرونکو هېوادونو شمېر کېدای شي په لویه کچه ډېر شي.

د دې ځواب په توګه، ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي تړون (NPT) معرفي کړ، چې موخه یې د نورو اټومي وسلو خپرېدو مخنیوی، د وسلو کمول او د اټومي انرژۍ سوله‌ییز کارولو ته وده ورکول دي.

دغه تړون په ۱۹۷۰ کال کې نافذ شو، خو ټولو هېوادونو لاسلیک نه کړ او اټومي وسلې لا هم خپرې شوې.

هند په ۱۹۷۴ کال او پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټومي ځواکونه شول. دواړو هېوادونو تړون لاسلیک نه کړ، چې یو دلیل یې د یو بل په اړه د امنیتي اندېښنو موجودیت و.

اسرائیل هم هېڅکله دغه تړون لاسلیک کړی نه دی.

د اسرائیل چارواکو په دوامداره توګه سیمه‌ییزو ګواښونو، کړکېچونو او د ګاونډیانو د مخالفتونو په دلیل د تړون نه لاسلیکولو دفاع کړې ده. اسرائیل د اټومي ناڅرګندتیا سیاست ساتلی - یعنې نه یې په رسمي توګه اټومي وسلې منلې او نه یې رد کړې.

شمالي کوریا ابتدايي تړون لاسلیک کړ، خو په ۲۰۰۳ کال کې له تړون په دې دلیل ووت چې امریکا او سوېلي کوریا ګډ پوځي تمرینونه کوي.

په ۲۰۰۶ کال کې یې په ازمایښتي ډول اټومي وسله وچووله. سوېلي سودان، چې په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شو، یوازېنی بل د ملګرو ملتونو غړی هېواد دی چې د تړون لاسلیک کوونکی نه دی.

ایا ایران اټومي وسلې لري؟

د برېتانیا د لیسټر پوهنتون د نړیوالو اړیکو پروفیسور اندرو فوتر وايي "تر هغه چې موږ پوهېږو" ایران تر اوسه بم جوړ کړی نه دی، "خو له تخنیکي یا ټیکنالوژیکي اړخه، هېڅ مانع نشته چې ایران دا وسلې جوړې نه کړي."

ایران، چې د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي تړون (NPT) لاسلیک کړی، تل ویلي د دوی اټومي پروګرام سوله‌ییز دی او هېڅکله یې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه ده کړې.

خو د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) د لسو کلونو پلټنو ښودلې چې ایران د ۱۹۸۰مو کلونو له پای تر ۲۰۰۳ کال پورې د اټومي چاودېدونکي وسلې د جوړولو اړوند بېلابېل فعالیتونه ترسره کړي وو، چې دا پروژې د "عماد پروژه" په نامه پېژندل کېدې او په ۲۰۰۳ کال کې درول شوې.

په ۲۰۱۵ کال کې ایران له شپږو نړیوالو قدرتونو سره تړون وکړ چې د اټومي فعالیتونو په محدویتونو موافقه وکړه او د IAEA پلټونکو ته یې د څارنې اجازه ورکړه، په بدل کې یې نړیوالې بندیزونه نرم کړل.

خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې دغه تړون له منځه یووړ، ویې ویل دا تړون د ایران د اټومي وسلو د جوړولو مخنیوي لپاره کافي نه دی او بندیزونه یې بېرته پلی کړل. ایران بیا د IAEA محدودیتونه مات کړل، په ځانګړې توګه د یورانیم غني کولو په برخه کې.

د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۱۲مه، د IAEA د ۳۵ غړو بورډ اعلان وکړ چې ایران د ۲۰ کلونو په لومړي ځل د خپرېدو مخنیوي مکلفیتونه مات کړي دي.

بله ورځ، اسرائیل پر ایرانی اټومي او پوځي هدفونو بریدونه پیل کړل، چې وروسته یې امریکا هم ورسره یو ځای شوه او تر ځمکې لاندې فوردو سایټ په ګډون یې د ایران پر درېیو اټومي برید وکړ.

ایا اسرائیل اټومي وسلې لري؟

اسرائیل هېڅکله رسماً نه دي منلې چې اټومي وسلې لري، خو په پراخه کچه باور کېږي چې لویه وسله‌واله ذخیره لري.

د ۱۹۸۶په اکتوبر کې، د اسرائیل یو اټومي تخنیکر، موردخای وانونو د بریتانیا ورځپاڼې "سنډې ټایمز" ته معلومات ورکړل چې اسرائیل د اټومي وسلو یو پروګرام لري چې باور کېږي ډېر لوی او پرمختللی دی.

د دې کار له امله، هغه په اسرائیل کې ۱۸ کاله بندي پاتې شو او په ۲۰۰۴ کال کې خوشی شو.

د سټاکهولم نړیوال سوله څېړنیز انسټیټیوټ (SIPRI) په وینا، اسرائیل خپله اټومي وسله‌واله ذخیره نوې کوي.

په ۲۰۲۴ کال کې اسرائیل د یو توغندي د حرکت سیسټم ازموینه وکړه چې ښايي د خپل "جریکو" کورنۍ د اټومي توغندیو سره تړاو ولري. همدارنګه، ښکاري چې د پلاټونیم د تولید ځای په دیومونا کې یې نوي کوي.

اسرائیل پوځي عملیات کړي چې سیمه‌ییزو سیالانو ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي. د ایران پر بریدونو سربېره، اسرائیل په ۱۹۸۱ کې په عراق کې د یو اټومي ریکټر او په ۲۰۰۷ کې په سوریه کې یو مشکوک اټومي ځای بمبار کړی دی.

کومو هېوادونو اټومي پروګرامونه پرېښودل؟

نور هېوادونه لکه برازیل، سویډن او سویس هغه مهال د اټومي وسلو جوړولو پر لور حرکت پیل کړ، خو وروسته یې خپل پروګرامونه یا خو په خپله خوښه یا د بهرني فشار له امله پرېښودل.

سوېلي افریقا یوازېنی هېواد دی چې په بریالیتوب یې اټومي وسلې جوړې کړې، بیا یې هغوی غیر فعالې کړې او پروګرام یې له منځه یووړه.

اندرو فوتر وايي: "دا لا هم په اټومي عصر کې یوه ځانګړی استثنا ده - یوه هېواد چې خپله اټومي وسله جوړه کړه او بیا یې پرېکړه وکړه چې وسله له منځه یوسي."

دا پرېکړه د څو عواملو په ترکیب شوې وه، چې پکې د اپارتاید رژیم پای، د سیمه‌ییزو شخړو کموالی او د نړیوالو سیاسي حالاتو بدلونونه شامل دي.

په ۱۹۹۱ د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، درې نوي خپلواک هېوادونه - اوکرایین، بیلاروس او قزاقستان - د اټومي وسلو میراث ترلاسه کړ، خو پرې یې ښودل. اوکرایین خپلې وسلې د ۱۹۹۴ کال د بوداپست یادښت په بدل کې پرېښودې، چې په کې له امریکا، بریتانیا او روسیې امنیتي ضمانتونه شامل وو.

خو د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي څو ځله ویلي هېواد یې چې له روسیې سره له یوې لسیزې راهیسې په شخړه کې دی، د وسلو پرېښودلو له امله ډېر څه لاسته نه دي راوړي.

د اټومي وسلو شمېر څومره دی؟

حکومتونه په ډېرو لږو مواردو کې د خپلو اټومي وسله‌والو وسایلو بشپړ معلومات افشا کوي، نو دقیق شمېر معلومول ګران دي.

خو د SIPRI څېړنیز مرکز په وینا، د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر میاشتې پورې د نړۍ اټومي ځواکونو شاوخوا ۱۲,۲۴۱ اتومي جنگي سروکي (وار هیډونه) لرل، چې د روسیې او امریکا برخه پکې شاوخوا ۹۰٪ وه.

د داغه څېړنیز مرکز په وینا، سره له دې چې زړو او غیر فعالو شوو وسلو د له منځه وړلو بهیر په عمومي توګه د نویو وسلو د ځای پر ځای کولو نه مخکښ و، خو دا بهیر ښایي په "راتلونکو کلونو" کې بدل شي.

ایا نور هېوادونه هم اټومي وسلې جوړولی شي؟

کارپوهان وايي، د ایران اټومي پروګرام به په دې اړه اغېز ولري چې نور هېوادونه هم د اټومي وسلو جوړولو ته هڅه وکړي که نه.

د اسرائیل او امریکا لخوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د جون میاشتې بریدونو وروسته، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، د ایران اټومي پروګرام د "لسیزو" لپاره شاته پرېښودل شوی.

په جولای میاشت کې، د پنټاګون چارواکو وویل، د امریکا بریدونو د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شا ته کړ.

اندرو فوتر وايي، که ایران په پایله کې اټومي وسله جوړه کړي، نو په منځني ختیځ کې، په ځانګړې توګه سعودي عربستان کې امکان لري چې دوی هم خپلې اټومي وسلې جوړولو هڅه وکړي،

هغه زیاتوي: "سعودي عربستان اوس مهال په واضح ډول ویلي اټومي وسلې نه غواړي، خو که ایران اټومي وسله ولري، دا به ټوله لوبه بدله کړي."

"چې څومره ژر او اسانه وي دا کار ترسره کول، یوه بله پوښتنه ده."

ډاکټره لویس وايي چې له NPT تړون د ایران د وتلو لوړ خطر شته، چې له دې سره به د نورو هېوادونو د وتلو احتمال هم زیات شي. دا به د تړون لپاره سخت زیان وي، خو بالکل د تړون د پای ټکی نه دی.

ډاکټره لویس وایي خو که نور هېوادونه هم وغواړي چې اټومي وسلې جوړې کړي، د دې لپاره جدي ستونزې شته، په ځانګړې توګه د غني شوي یورانیم یا د وسلو کیفیت لرونکي پلاټونیم ترلاسه کول، چې دواړه په کلکه کنټرولېږي.

هغې د مالي لګښتونو یادونه هم وکړه:

"دا کار ډېر ګران دی او کلونه وخت نیسي، په ځانګړې توګه که پټ ترسره شي. خو بیا هم دې کار د بېوزلو هېوادونو لکه شمالي کوریا او پاکستان مخه نه ده نیولې."