هند کې د قتل او جنسي‌ تېري پېښه؛ "زما د لور لپاره انصاف غوښتونکي ټول زما د اولادونو په څېر دي"

کلکته

د عکس سرچینه، Getty Images

"زما لور لاړه خو اوس مې هغه سلګونه زره نجونې او هلکان د اولادونو په څېر دي چې زما د لور لپاره د انصاف غوښتنه کوي."

دا د هغې هندۍ ډاکټرې د پلار خبرې دي چې شاوخوا لس ورځې مخکې د هند په کلکته کې په (ار‌ جې کار روغتون) کې جنسي تېری پرې وشو او ووژل شوه.

دا ډاکټره په روغتون کې د خوب ځای د نشتوالي له کبله تر یوې ستړې او بوختې ورځې وروسته د یاد روغتون د غونډو په تالار کې ویده شوې وه خو په سبا یې همکارانو نیمه لوڅ بدن د دریځ پر سر پروت وموند چې د ټپونو نښې هم پرې وې.

تورن کس پېژندل شوی او نیول شوی دی.

کلکته
د عکس تشریح، د پېښې د پلټنې تر څنګ په روغتیايي ادارو کې په ځانګړي ډول د ښځينه کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د یوه قانون د جوړولو غوښتنه هم کېږي.

تر دې پېښې وروسته د لویدیځ بنګال په ګډون په ټول هند کې ډاکټرانو او د مدني ټولنې غړو پراخ اعتراضونه پیل کړي دي.

په پلازمېنه ډیلي، ممبۍ، کلکته او ګڼو نورو ښارونو کې احتجاج کوونکو ډاکټرانو ویلي چې تر هغه به خپلو کارونو ته بېرته ور ونه ګرځي چې پر دې تازه کاره ډاکټرې د جنسي تېري او د هغې د قتل پوره پلټنه نه وې شوې.

د پېښې د پلټنې تر څنګ په روغتیايي ادارو کې په ځانګړي ډول د ښځينه کارکوونکو د خوندیتوب لپاره د یوه قانون د جوړولو غوښتنه هم کېږي.

امنیتي کامرې، ګواښونه او خطرونه

د بي‌بي‌سي خبریالان د هند ځينو لویو او مهمو روغتونونو ته ورغلل چې وګوري هلته ښځینه ډاکټرانې او روغتیاپالې د شپې نوکرۍ پر مهال په څه ډول چاپېریال کې کار کوي او امنیتي خوندیتوب ته یې پام کېږي او که نه.

په دوی کې (لوک نایک روغتون)، (جي بي پنت روغتون) او (لېډي هارډېنګ کالج او روغتون) شامل دي.

ډیلی
د عکس تشریح، د شپې مهال په ډيلي کې د (لوک نایک روغتون) انځور

یوې ډاکټرې د خپل روغتون پر امنیتي وضعیت نیوکه وکړه چې پر دروازه یې روغتون ته د ننوتونکو د څارنې اله شته خو کار نه کوي. د هغې په وینا، "که څوک وغواړي نو په ډېره اسانۍ راننوتلی شي."

که څه هم په دغو درو واړو روغتونونو کې امنیتي‌ کامرې لګول شوې دي خو ډاکټران د لا ډېرو کامرو ځای پر ځای کولو غوښتنه کوي.

د (لوک نایک روغتون) یوې مشرې ډاکټرې وویل، "هېڅوک هم دغه کامرې نه څاري."

د دغه روغتون یوه روغتیاپاله وايي، "ډاکټران او نرسان د ناروغانو کورنیو له خوا ګواښل کېږي. نږدې هره ورځ په سخته نشه کې ډوبو کسانو سره مخامخ کېږو."

د طب پوهنتون او روغتون یوې محصلې وویل، "د روغتون په ځینو سیمو کې رڼا نه شته او تپه تیاره ده. د ناروغانو پایوازان د روغتون په انګړ کې پر ځمکه ویده کېږي."

"له ډېرې وېرې له بهره خواړه راغواړو"

بي‌بي‌سي چې کوم روغتونونه څارلي دي، ورته جوته شوې چې د شپې مهال یې امنیت ته ډېر پام نه کېږي.

د بي‌بي‌سي‌ هندي خبریال امنګ پودار وايي، "زه چې روغتون ته ننوتلم نو هېچا هم تلاشي نه کړم. اېمرجنسي وارډ کې شته دوو ښځينه ساتونکو که څه هم زما د ورتګ هدف وپوښت خو بله هېڅ پوښتنه یې ونه کړه."

د ډيلي په (جي بي پنت روغتون) کې یوې کارکوونکې روغتیاپالې راته وویل، "موږ د ناروغانو له پایوازانو سره مخامخېږو چې له کبله یې لا ښه امنیت او ساتونکو ته اړتیا لرو."

ډاکټره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې ډاکټرانې وايي چې روغتون کې یې دوکان/کانټين شته خو دوی له وېرې هلته نه شي ورتلی او له بهره خواړه راغواړي.

دوو ښځينه ډاکټرانو وویل چې په (لوک نایک روغتون)‌کې یوه هټۍ یا کانټين شته چې ۲۴ ساعته خلاص وي خو دوی ته هلته ورتګ خوندي نه ښکاري نو له همدې کبله ډېر کله په انلاین بڼه له رستورانتونو ډوډۍ راغواړی.

یوې بلې مشرې ډاکټرې ویل چې ځينې لابراتوارونه د روغتون په یوه لرې برخه کې دي چې د شپې مهال مجبورې دې هغه اوږده مزل وکړي او کله هم داسې وارډ ته د ناروغانو ته کتنې لپاره لېږل کېږي چې ډېری ناروغان یې نارینه وي.

په روغتونونو کې د شپې نوکري کوونکو د خوب او ارام لپاره د پاکو او خوندي ځایونو نشتوالي نه هم ګڼو ښځينه ډاکټرانو شکایت وکړ.

د 'لانسېټ' په نوم د یوې طبي جریدې د خبر له مخې له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۹ په هند کې د روغتیايي کارکوونکو پر ضد د تاوتریخوالي ۱۵۳ پېښې شوې وې. په ۲۰۲۰ کې ۲۲۵ او په ۲۰۲۱ کې ۱۱۰ پېښې شوې وې. په دوې کې له ټيټ پوړه کارکوونکو رانیولې تر تازه کاره ډاکټرانو پورې له ګڼو سره تاوتریخوالی شوی و.

د امنیت خوندیتوب غوښتنې او لارې چارې

د طب پوهنتون او روغتون دوو ښځينه ډاکټرانو وویل چې کله د لیلیې په انګړ کې نامسووله کسان ګرځي او د دوی په اړه نامناسبې تبصرې کوي. دغه ډاکټرانې غواړي چې امنیتي کسان لېلیو ته تللو دخولي او خروجي لارو باندې پېره او څار ډېر کړي.

دوی همدا راز غوښتنه کوي چې په روغتونونو کې دې د ساتونکو شمېر ډېر شي، تیاره ځایونه دې رڼا شي او امنیتي‌ کامرې دې ډېرې ولګول شي.

د (کېنګ جارج میډيکل پوهنتون) ویاند ډاکټر سدهیر سېنګ بیا وايي، "زموږ په روغتون، پوهنتون، وراډونو او لېلیو کې امنیتي‌ خوندیتوب سیسټم فعال دی او ساتونکي ګمارل شوي دي. دلته موږ هېڅ ډول پېښه نه ده لیدلې. پر مهمو ځایونو امنیتي‌ کامرې لګول شوې دي او په سمه توګه یې څارنه هم کېږي."

حیدرآباد میں ڈاکٹروں کا مظاہرہ
د عکس تشریح، حیدرآباد میں ڈاکٹروں کا مظاہرہ

د بي‌بي‌سي تمېل برخې خبریاله شاردا وي د شپې نهه نیمې بجې د چینۍ (اوماندورار سرکاري روغتون او کالج) ته ورغلې وه.

دا وايي، د ناروغانو پایوازان د روغتون په انګړ کې پر زینو ناست وو او د اېمرجنسي څانګې په دروازه کې دوه پولیس ولاړ وو.‌

په روغتون کې د شپې نوکرۍ باندې یوې بوختې د ستاژ دورې محصلې 'ابرنا' راته وویل چې د کلکتې روغتون جنسي تېري پېښې نه وروسته د دوی ښځينه همکارانې وېرېدلې دي او د روغتون ادارې د امنیتي خوندیتوب په موخه یوه ناسته هم رابللې وه.‌

ابرنا وايي، په غونډه کې د دې په څېر تازه کاره ډاکټرانو او زدکړیالانو ته هم د رسمي کارکوونکو د خونو کارولو اجازه ورکړل شوه او دا سپارښتنه هم روته وشوه چې باید کوټه په ځان پورې کولپ کړي. همدا را ټولو ښځینه کارکوونکو ته د ښاري پولیسو په اداره پورې اړوند د موبایل یو داسې اېپ کارولو مشوره هم ورکړل شوې چې د اړتیا یا خطر پر مهال پرې امنیتي‌ کسانو ته زېګنال ولېږلی شي، ځکه چې "د هر څه امکان شته."

د شپې لس بجې پر کار یوې بوختې روغتیاپالې شکایت وکړ چې د ارام او دمې لپاره کوم ځانګړی ځای نه لري. د شپې نوکري کوونکو لپاره ان یوه څوکي یا مېز هم نه شته.

د دغه روغتون مشر ډاکټر اې اروند وویل چې دوی هلته د لا ډېرو امنیتي‌ کامرو په لګولو لګیا دي، د شپې مهال ۲۰ ساتونکي د ودانۍ ساتنه کوي او د روغتیا برخې یو افسر ۲۴ ساعته په روغتون کې حاضر وي چې که کومه پېښه کېږي نو هغه یې په حلولو کې مرسته وکړي.