ټول هند کې لوی شمېر ډاکټرانو پر یوې ډاکټرې د جنسي تیري او وژنې له کبله ملي کاري اعتصاب کړی

هند

د عکس سرچینه، EPA

په هند کې ډاکټرانو د لوېدیځ بنګال په کلکته ښار کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د جنسي تیري او وژنې له کبله ملي اعتصاب پیل کړی دی.

دا پېښه یوه اوونۍ مخکې شوې وه، چې له هغه راهیسې یې هند کې د ښځو د خوندیتوب په تړاو اعتراضونه مخ په زیاتېدو دي.

د روانې اګست میاشتې په نهمه د جمعې ورځې سهار وختي ۳۱ کلنه تازه کاره ډاکټره تر یوې سختې بوختې او ستړې ورځې وروسته د هند د یوه تر ټولو پخواني روغتون د غونډو په تالار کې ویده شوې وه.

په ورپسې سهار (۱۰/۰۸/۲۰۲۴) همکارانو یې د یادې ډاکټرې نیمه لوڅ بدن د تالار پر درېځ پروت وموند چې د ټپونو نښې هم ورباندې وې.

پولیسو وروسته د (ار.جي.کار ميډيکل کالج) په نوم د دغه ۱۳۸ کلن پخواني روغتون یو رضاکار ونیو چې په وینا یې، دغه مېرمن یې تر جنسي تېري وروسته وژلې ده.

د هند طبي ټولنې (IMA) چې د دې هېواد د ډاکټرانو ترټولو لویه ټولنه ده، اعلان کړی، چې د اعتراض په ډول به هغو روغتونونو کې د چوپړونو له وړاندې کولو لاس په سر شي چې د بېړنیو یا عاجلو چوپړونو روغتونونه نه وي.

هند

د عکس سرچینه، Reuters

ای ایم اې (IMA) د تېرې اوونۍ وژنه "د ښځو د نه خوندیتوب له امله دا یو وحشیانه جرم" وباله او د انصاف لپاره یې د غوښتنې غږ کړی دی.

هند کې دا مهال د یادې پېښې پر ضد او د ښځو لپاره د خوندي چاپیریال غوښتو لپاره اعترضونه مخ په زیاتېدو دي.

د هند طبي ټولنې اعلان کړی، چې روغتونونو کې به بېړنۍ څانګې خپلو کارونو ته دوام ورکوي خو د نورو ډاکټرانو کاري اعتصاب به تر ۲۴ ساعتو دوام وکړي.

د ای ایم اې (IMA) ټولنې مشر آر وی اسوکان بي بي سي ته وویل، ډاکټران له کلونو راهیسې تاوتریخوالی زغمي او اعتراضونه کوي خو په وینا یې دغې وروستۍ پېښې هېښ کړي دي.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي وویل، که چیرې دا ډول جرم د یو لوی ښار په طبي کالج کې ترسره کېږي له دې ښکاري چې " ډاکټران هېڅ ځای" خوندي نه دي.

قهرېدلو ډاکټرانو د خپل خوندیتوب په موخه د یوه سخت قانون د جوړېدو غوښتنه کړې.

د ډاکټرانو تر څنګ دغې غموونکې پېښې یو ځل بیا په دغه هېواد کې له ډاکټرانو او روغتیاپالانو سره کېدونکي تاوتريخوالي ته د خلکو پام ور اړولی دی.

داسې ګڼ رپوټونه شته چې ډاکټران د ناروغانو او یا د هغوی د خپلوانو له لوري ځورول کېږي او تاوتريخوالی ورسره شوی.

د هند د ډاکټرانو ۳۰ سلنه او د روغتیاپالانو یا نرسانو ۸۰ سلنه یې ښځينه کارمندانې جوړوي چې له دې ستونزې د خپلو نارینه‌ همکارانو پرتله لا ډېرې اغېزمنېږي.