د یوې ډاکټرې وژنه او پرې د جنسي تېري پېښه هند کې د پراخو اعتراضونو لامل شوې

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د جمعې ورځې سهار وختي ۳۱ کلنه تازه کاره ډاکټره تر یوې سختې بوختې او ستړې ورځې وروسته د هند د یوه تر ټولو پخواني روغتون د غونډو په تالار کې ویده شوې وه.

دا د هغې د ژوند وروستۍ شېبه وه.

په ورپسې سهار یې همکارانو نیمه لوڅ بدن د تالار پر سټېج پروت وموند چې د ټپونو نښې هم ورباندې وې.

پولیسو وروسته د (ار.جي.کار ميډيکل کالج) په نوم د دغه ۱۳۸ کلن روغتون یو رضاکار ونیو چې په وینا یې، دغه مېرمن یې تر جنسي تېري وروسته وژلې ده.

تر دې پېښې وروسته په ټول هند کې ډاکټرانو پراخ اعتراضونه پيل کړي او د روغتیايي برخې کارکوونکو د خونديتوب غوښتنه کوي.

تمه ده نن په کلکته او لویديځ بنګال ایالت کې لسګونه زره مېرمنې په نیمه شپه هغه لاریون کې برخه واخلي چې دوی د "شپه بېرته تر لاسه کړئ" نوم ورکړی او غوښتنه کوي چې "پرته له وېرې په خپلواکۍ کې د ژوند کولو حق" باید ورکړل شي.

دا احتجاجونه د هند خپلواکۍ ورځې نه یوازې یوه ورځ مخکې پيل شوي دي چې سبا پنجشنبه (د اګست ۱۵مه) به نمانځل کېږي.

قهرېدلو ډاکټرانو په ښارونو او ټول هند کې کاربنديز کړی او د خپل خوندیتوب په موخه د یوه سخت قانون د جوړېدو غوښتنه کوي.

د خوب‌ اسانتیاو نشتوالی

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

دې غموونکې پېښې یو ځل بیا په دغه هېواد کې له ډاکټرانو او روغتیاپالانو سره کېدونکي تاوتريخوالي ته د خلکو پام ور اړولی دی.

داسې ګڼ رپوټونه شته چې ډاکټران د ناروغانو او یا د هغوی د خپلوانو له لوري ځورول کېږي او تاوتريخوالی ورسره شوی. د هند د ډاکټرانو ۳۰ سلنه او د روغتیاپالانو یا نرسانو ۸۰ سلنه یې ښځينه دي او له دې ستونزې د خپلو نارینه‌ همکارانو پرتله لا ډېرې اغېزمنېږي.

(ار.جي.کار) روغتون په ورځني ډول تر ۳۵۰۰ ډېر ناروغان ګوري؛ ځينې تازه کاره ډاکټران په پرله پسې ډول ان ۳۶ ساعته هم کار پکې کوي چې د خوب لپاره ځانګړې کوټې نه لري او دوی مجبورېږي چې د روغتون په درېيم منزل کې د غونډو په تالار کې ارام وکړي.

پولیس وايي، د جنسي تيري او وژنې دا قضیه د شپې درو او د سهار شپږو بجو تر منځ پېښه شوې.

د هندي خبري اژانس پي‌ټي‌ای د یوه امنیتي چارواکي له خولې ویلي چې د پېښې له ځایه داسې شواهد په لاس ورغلي چې ښکاروي، دا تازه کاره ډاکټره لومړی وژل شوې او وروسته پرې جنسي تېری شوی دی.

بل پلو د همدغه روغتون د کالج برخې سرښوونکي ډاکټر سندیپ ګوش استعفا کړې ده.

امنیتي چارواکي وايي، د پېښې پر مهال د سيمې امنیتي مسوول او د روغتون ادارې دوه کارکوونکي په خپله دنده کې د ناغېړۍ له کبله له دندو لرې کړل شوي دي.

تورن کس څنګه ونیول شو؟

د کلکتې پولس وايي، پر دې ښځې تېری کوونکی یې تر پېښې شپږ ساعته وروسته نیولی دی او زیاتوي چې تورن کس کور ته تللی و، کالي يې مينځلي وو چې ثبوت ړنګ کړي او بېرته پر خپل ځای ویده شوی و.

پولیس وايي، نيول شوی کس په روغتون کې هېڅ ډول رسمي دنده نه لري خو بیا هم هره ورځ هلته ته راته.

د تورن کس په اړه دا هم ویل کېږي چې د کلکتې پولیسو سره یې هم وخت نا وخت د اړتیا پر مهال د رضاکار په ډول کار کاوه.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې پېښې په اړه د پولیسو ځانګړې پلټن‌ډلې ته ځينې داسې شواهد په لاس ورغلي دي چې نېغ په نېغه یې تر تورن کسه رسولي دي.

دوی ته هلته د بلوتوت په مرسته موبایل سره نښلېدونکې غوږۍ په لاس ورغلې دي چې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال د تورن کس له موبایل سره وصل شوې دي.

تر دې پرته د امنیتي کامرو په ویډيوګانو کې هم ښکاري چې دغه کس سهار وختي شاوخوا څلور بجې د روغتون ایمرجنسي وارډ ته ننوتلی دی او هغه مهال یې هماغه غوږۍ په غوږو وې. خو چې څلوېښت دقیقې وروسته له روغتونه وتلی نو هغه یې په غوږو نه وې.

پولیسو په لومړیو کې دغه کس پر قتل تورن کړی دی خو د وژل شوې ډاکټرې د کورنۍ تر ټينګار وروسته د هغه په دوسیه کې د جنسي تېري قضیه هم ثبت شوې ده.

له رسنيو سره په خبرو کې د دې ډاکټرې پلار ویلي، "زما لور به هېڅکله بېرته را ونه ګرځي خو لږ تر لږه پلټنې خو باید سمې ترسره شي."

اوس ګڼو ډاکټرانو د (ار.جي.کار) روغتون په مخکې پرلت کړی او تر څنګ يې د هند په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه روان دي.

دوی غوښتنه کوي چې د روغتیا برخې د کارکوونکو امنیت ته پام وشي او د قرباني شوو کسانو کورنیو ته باید انصاف ورکړل شي.