پر دوو ښځو د جنسي تېري ادعاوې؛ د هند لروبر پراخ احتجاجونه پيل شوي

د ویډیو تشریح، پر دوو ښځو د جنسي تېري ادعاوې؛ د هند لروبر پراخ احتجاجونه پيل شوي

په ټول هند کې وروسته له هغه چې د دوو ښځو یوه پارونکې ویډیو پر ټولنیزو شبکو خپره شوه خلک ډېر غوسه دي.

په ویډیو کې د یوې اقلیت توکمې ډلې خلک دغه مېرمنې بربنډوي او کشوي او د ادعاو له مخې ډله ييز جنسي تېری پرې کېږي.

دغه پېښه دوې میاشتې وړاندې په شمال ختیځ ایالت منیپور کې شوې ده خو ویډیو دغه اوونۍ خپره شوه. په دغه سیمه کې له مې میاشت راهیسې د قومونو ترمنځ مرګونې نښتې شوې دي.

د نتین سریواستوا په دې رپوټ کې موږ د قرباني ښځو هویت پټ کړی.