سلمان خان ته له ګواښ ډک بریښنالیک؛ پولیسو د 'لارېنس' او 'ګولډي' خلاف دوسیه ثبت کړې

د ممبی پولیسو د باليووډ مشهور لوبغاړي سلمان خان ته له ګواښه د یوه ډک برېښنالیک تر استول کېدو وروسته، هند کې د جرمونو نړۍ د پېژندل شوې څېرې 'لارېنس بشنويي' او 'ګولډي برار' خلاف دوسیه ثبت کړې ده.
د هند "پيټيآی" خبري اژانس وايي دغه برېښنالیک کې په هندي ژبه لیکل شوي چې ګولډي برار "غواړي له سلمان خان سره مخامخ وګوري او خبرې ورسره وکړي."
پيټيای د ځايي پولیسو په حواله لیکلي چې دا قضیه د لارېنس بشنويي، کولډي برار او روهېت نومي کس خلاف ثبت شوې.
د یادونې ده چې تېر کال هند کې د پنجابي ژبې د یوه وتلي سندغاړي 'سدهو موسې والا' د وژنې قضیه کې هم د لارېنس بشنويي او ګولډي برار نومونه اخیستل کېږي.
لارېنس دمګړۍ د ډیلي یوه زندان کې بندي دی خو د ګولډي په اړه ویل کېږي چې له هنده وتلی دی.
دا قضیه د پرشانټ کنجلکر په مدعیت ثبت شوې، چې د پولیسو په وینا ډېر وخت باندره کې د سلمان خان دوی کور ته تګ راتګ کوي او د هغه د یوې کمپنۍ چارې هم پر مخ وړي.
پولیسو ویلي سلمان خان ته دا برېښنالیک د شنبې پر ورځ استول شوی.
هغه کې لیکل شوي "سلمان خان به د لارېنس بشنويي وروستۍ مرکه کتلې وي. که نه یې وي کتلې نو په کار ده چې ویې ګوري."
تر دې ورهاخوا زیاته شوې چې "که سلمان خان غواړي دا معامله ختمه کړي، نو ګولډي برار سره دې مخامخ کینې او خبرې دې وکړي."
د یادونې ده چې تېر جون کې هم سلمان خان او د هغه پلار سلیم خان ته یوه لیک کې ګواښ شوی و.
په هغه لیک کې لیکل شوي وو چې "سلمان او سلیم خانه ډېر ژر به تاسې هم له هغه برخلیک سره مخ شئ چې سدهو موسې والا ورسره مخ شو."
سلیم خان هغه مهال د ممبی پولیس پر دغه لیک خبر کړي او د باندرې پولیسو مرکز ته شکایت هم کړی و.
بشنويي ټولنه څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، Reuters
د بشنويي ټولنې نوم تر هغې وروسته د ژبو په سر شو چې د سلمان خان، سیف علي خان، سونالي بېندري، تبو، نیلم او څو نورو فلمي لوبغاړو خلاف یې 'جوده پور' ته نږدې د هوسیو د غیرقانوني ښکار عریضه وکړه.
دوی په ۱۹۹۸ کال د یوه فلم ثبتولو لپاره دې ځای ته ورغلي وو.
دې قضیې څو کاله دوام وکړ او بالاخره د 'جوده پور' محکمې په ۲۰۱۸ کال سلمان خان ته د تورې هوسۍ د ښکار له کبله د ۵ کاله بند سزا واوروله او نور ټول یې خوشې کړل.
خو د راجستان لوړې محکمې په ۲۰۲۲ کال کې سلمان خان د کافي شواهدو نشتوالي له کبله د غیر قانوني ښکار له توره پاک وباله.
بشنويي ټولنه اوس هم د ونو او ژویو جدي ساتنه کوي. دوی پر دې باور دي چې ژویو کې 'سپېڅلې ارواوې' اوسي او له همدې کبله یې ښکار او وژل 'ستره ګناه' ده.
دا ټولنه د راجستان له بیکا سیمې رانیولې تر جیسملیر او بارمیړ پورې پرته ده.

د عکس سرچینه، AFP
ځینې یې د پنجاب هریانه کې هم اوسي، خو ډېر د راجستان بېدیاو کې مېشت دي.
دوی غوښه نه خوري او له شرابو هم ځان ساتي.
د راجستان کومو سیمو کې چې دا ټولنه اباده ده، هلته غرڅه، هوسۍ او نور څاروي له وېرې پرته ازاد ژوند کوي.
دوی د خپلو کورونو او شاوخوا سیمې پاکوالي هم ډېر پام ساتي.
بشنویان عمومآ سپینې جامې اغوندي او سرې راجستانۍ لونګۍ تړي.
ښځې یې هم اوږده ساده کمیسونه په تن کوي.











