سلمان خان: نجلۍ مې ومونده

سلمان او جیکلین فرنانډیز ښه دوستان بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سلمان او جیکلین فرنانډیز ښه دوستان بلل کېږي.

د هندي فلمي نړۍ مشهور مجرد نارینه سلمان خان اوس په خپله خوله وايي، چې نجلۍ یې موندلې ده. د سې شنبې پر ورځ سلمان خان پر ټویټر پاڼه یوازې یوه کرښه پیغام خپور کړ:

''ما نجلۍ ومونده. ''

د نوموړي له دغو څو ټکیو وروسته د خلکو ځوابونه راغلل.

سلمان کترینه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له ایشوریا نیولې تر کترینه پورې ډېر نومونه له سلمان سره یاد شوي

خلکو بېلا بېلې پوښتنې پیل کړې:

''ایا سلمان واده کوي؟ ''

''نجلۍ څوک ده، چې سلمان یې په اړه د ټویټر له لارې اعلان کوي؟

وویکا نند سینګ نومي یوه ټویټر کاروونکي لیکلي:

'وروره اوس یې له لاسه ورنه کړې. '

ریم رتن دھن پايیو فلم

د عکس سرچینه، Getty Images/afp

یو بل چا لیکلي:

'وروره اوس نو ژر واده وکړه. سلمان پاشا نومي یوه بل سړي لیکلي، چې دا ورېندار به مو څوک وي؟

امیت بیا وايي:

'زما لپاره یې هم لټون وکړه! '

سلمان دا وروستیو کې ویلي و نن سبا د اولاد په توګه د یوه ماشوم پالنې ته فکر کوي.

ورینه

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، سلمان ټویټ

د سلمان خان نوم له ایشوریه رای نیولې، تر کترینه کیف او یولیه وینتور پورې ډېرو نومونو سره غوټه شو، خو هېڅکله هم خبره تر وداه و نه رسېده.

په هر صورت پر خواله رسنیو له نژدې دوه ساعته اوږده اړودوړ وروسته سلمان خان بیا ولیکل:

''اندېښنه مه کوئ، د آیوش شرما د نوي فلم لپاره مې نجلۍ وموندله. ''

آیوش شرما د سلمان خان د خور ارپتا میړه دی او سلمان د خپل اوښي لپاره فلم جوړوي.

سلمان، ارباز ارپتا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، آیوش شرما د سلمان خان د خور ارپتا میړه دی او سلمان د خپل اوښي لپاره فلم جوړوي.

سلمان وايي د دغې نجلۍ نوم ورینه دی.

کرینه سلمان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کرینه کپور له سلمان سره بارلي ګارلا فلم کې رول لوبولی

له سلمانه نژدې هر مرکه کوونکی دا پوښتنه کوي، چې واده به کله کوي او څرګنده ده، چې له دغسې ټویټر پیغامه وروسته د خلکو ذهنونو کې د هغه د واده په اړه فکر پیدا کېده.